افغانستان

کابل: د انټرنیټ د نښلون ستونزه حل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې دریو ورځو راهیسې په پلازمېنه کابل او ځینو ولایتونو کې انټرنیټ قطع شوی و، چې نن يې بیا فعالیت پیل کړ.

د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت مسوولینو ویلي و، چې د نوري فایبر شبکې د کېبلونو د غوڅېدلو له کبله دغه ستونزه رامنځته شوې ده.

د هېواد د مخابراتي تنظیم ادارې «اترا» ویلي و، چې دغه کېبلونه تورخم ته څېرمه د نا معلوم علت له کبله شلېدلي و، چې نن يې د بېرته نښلولو چارې پای ته ورسېدي.

د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې په پلازمېنه کابل کې او ځينو ولایتونو کې د انټرنیټ د نښلون د ستونزې له امله ګڼ غبرګونونه راپارېدلي و او د کاروونکو په وينا دې درې ورځني بندښت يې په کار  او اړیکو اغېز کړی دی.

د دوی په خبره لا هم ستونزه په بشپړه ډول حل نه برېښي، ځکه چې لا د انټرنيټ د نښلون سرعت خپل پخواني حد ته نه دی رسېدلی.

افغانستان د پنځو ګاونډیو هېوادونو سره د فیبرنوري د لارې تړل شوی دی.

د نوري فايبر شبكې كار په ۲۰۰۷ ميلادي كال كي پيل کړی ، چې د افغانستان ډیری ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.

افغانستان د کال لسګونه ملیونه ډالره عواید له نوري فایبره تر لاسه کوي او چارواکي وايي، که ټول هیواد ته دغه شبکه وغځیږي نو دغه عواید به لا ډیر شي.

د دغه انټرنیټ ظرفیت د ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ز کال پورې په ثانیه کې له ۲میګابایټه تر ۱۶ میګا بایټ ته لوړ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x