افغانستان

طالبان: قطر کې نړیوال څیړنیز کنفرانس کې ګډون کوو، مذاکرات نه دي

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي۱۱مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په قطر کې د دوی سیاسي استازي د شنبې په ورځ په یو نړیوال څیړنیز کنفرانس کې ګډون کوي چې د پګواش موسسې لخوا ترتیب شوی.

مجاهد وايي په دې کنفرانس کې د ګډون موخه د خپل ولس د مظلومیت داعیه او د اړونده موضوعاتو په اړه خپل نظر د نړیوالو تر غوږونو رسول دي، او په هیڅ ډول د مذاکراتو معنی نه لري.

نوموړی زیاتوي چې د دوی استازو پخوا هم په ورته څیړنیزو کنفرانسونو کې، چې په جاپان او فرانسه کې دایر شوي، ګډون کړی، او دا ځل هم غواړي خپل نظر پخپله نړۍ ته ورسوي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د هغې وینا بشپړ متن به هم په خپل وخت له هیوادوالو سره شریک کړي چې د دوی د استازو لخوا په دغه کنفرانس کې لوستل کیږي.

مجاهد ویلي چې په دغه نړیوال څیړنیز کنفرانس کې به ښاغلی «شیر محمد عباس ستانکزی» د دوی د اته کسیز پلاوی مشري کوي. نوموړي د خپل پلاوي نور نومونه (مولوي جان محمد مدني، مولوي سید رسول حلیم، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، مولوي عبد السلام حنفی، محمد سهیل شاهین، حافظ عزیز الرحمن) ښودلي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې په رسمي ډول افتتاح شو، خو د اسلامي امارت د بیرغ او لوحې پر سر ناندریو طالبان دې ته اړ کړل چې دغه دفتر احتجاجا بیرته وتړي. که څه هم نوموړی دفتر په رسمي ډول تړلی دی خو په دې هیواد کې د طالبانو سیاسي استازي لا هم شتون لري او وخت نا وخت په نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د ګډون لپاره له همدې هیواده سفرونه کوي.

باید وویل شي چې نن د سولې عالی شوری مرستیال عطاء الله لودین ادعا کړې وه چې قطر کې له طالبانو سره په مذاکراتو کې برخه اخلي. خو ذبیح الله مجاهد وايي چې دا خبره یې مخکې له مخکې د پګواش له مسئولینو سره سپینه کړې چې په نوموړې کنفرانس کې به ګډونوال د کوم جهت او حکومت په استازیتوب ګډون نه کوي، او د پګواش مسئولینو ورسره منلې ده.

پګواش یوه نړیواله بې پرې موسسه ده او وخت په وخت د نړیوالو کړکیچونو په اړه په مختلفو ځایونو کې کنفرانسونه جوړوی او د نظر خاوندان ورته راغواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کندهار

الحمد للله رب العالمین چی «شیر محمد عباس ستانکزی» ژوندی دی ډیر سپڅلی سړی دی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x