کرکیټ: انګلینډ پاکستان ته په ۱۳۰ منډو غټه ماتي ورکړه
نن ټکی اسیا: نن د انګلینډ کرکیټ ټیم پاکستان ته په ۱۳۰ منډو غټه ماته ورکړه.
د انګلینډ کپتان الاسټیر کوک د لوبي په شروع کې پچه وګټله او لومړی یې د بیټنګ کولو فیصله وکړه، او په خپل وار یې په پوره پنځوس اوره کې ۲۶۰ منډي جوړي کړې، چي په هغو کې خپله د کپتان ۱۳۷ منډي او د روي بوفارا ۵۰ منډي شاملي دي.
د پاکستان له خوا سعید اجمل پنځه او شاهد افریدي دوه تنه لوبغاړي وسوځول، او نور ټوله بالران ونه توانیدلی چي د مخالف لوري یو لوبغاړی وسوځوي.
کله چي د انګلینډ بیټنګ پای ته ورسید، نو داسي مالومیده چي پاکستان به هدف په اسانۍ سره تر لاسه کړي، ځکه چي د پاکستان په ټیم کې اته تنه تکړه بیټنګ کونکي شامل وه.
خو کله چي پاکستان بیټنګ شروع کړ، د انګلینډ له خوا تکړه بالر سټیفن فین په خپل لومړیو پنځه اورونو کې د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول، او بیا د پاکستان وکټونه غورځیدل شورع سول، په پای کې عمر اکمل او شاهد افریدي لږ مقاومت وکړ، خو ونه توانیدل چي د انګلینډ د بریا مخه ونیسي.
شاهد افریدي د څلورو څلوریزو په وهلو سره په ۲۲ بالونو ۲۸ منډي جوړي کړې، او عمر اکمل ۲۲ منډي جوړي کړي.
د پاکستان له خوا بل یو لوبغاړی هم ونه توانیدی چي د یادوني وړ بیټنګ وکړي.
د لوبي غوره لوبغاړی د انګلینډ کپتان الاسټر کوک ونومول سو.