ای پي ایل: ممبۍ د راجستان لوبډلې ته په ۸ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۳۲مه لوبه د ممبۍ انډینز او راجستان رویالز لوبډلو تر منځ وه چې دغه لوبه کې راجستان د ممبۍ په وړاندې په ۸ منډو ماتې وخوړه.

راجستان لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. ممبۍ لوبډلې ټاکل شوي شل اورونو کې پنځه لوبغاړی له لاسه ورکولو سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې.

د ممبۍ لوبډلې لپاره رایډو تر ټولو غوره توپ وهنه وکړه. رایډو په ۲۷ توپونو د څلور څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د راجستان لوبډلې لپاره کولکارنې غوره توپ اچونه وکړه. کولکارنې خپل درې اورونو کې ۲۶ منډې ورکړې او دسیالې لوبډلې دوه لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

د راجستان په توپ اچوونکو کې انکیت شرما تر ټولو لږې منډې ورکړې. انکیت شرما خپل څلور اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او یوه ویکټه واخیسته.

د راجستان لوبډلې د لوبې په لومړیو اورونو کې غوره لوبه وکړه خو په وروستیو اورونو کې يي په لږو منډو خپل ډیر لوبغاړي له لاسه ورکړ.

راجستان په ځوابي توپ وهنه کې د سامسن غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي شل اورونو کې ۷ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۸ منډو په توپیر وبایلله.

سامسن نننۍ لوبې کې د راجستان لپاره غوره او پیاوړی توپ وهنه وکړه. سامسن په ۴۶ توپونو د اووه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې او د میککلینګن په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د ممبۍ لوبډلې لپاره میککلینګن تر ټولو زیاتې ویکټې واخیستې. میککلینګن خپل څلور اورونو کې ۳۱ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې درې لوبغاړو په سوځولو بریالی شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د