نړۍ

د اسامه اخښي د اسامه بن لادن د کورنۍ د خلاصون لپاره د پاکستان قاضی القضاة ته خط لیکلی

zakariasalahletterنن ټکی آسیا: د اسامه بن لادن اخښي د پاکستان چیف جسټس (قاضی القضاة) ته لیک استولی، او غوښتنه يې ځیني کړې چي د مرحوم اسامه میرمن د پاکستان د بنده را خوشي کړي.

زکریا احمد السعده دغه لیک وروسته تر هغه لیږلی چي د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا دده مخکنیو غوښتنو ته هیڅ جواب نه دی ویل شوی.

د امنیتي چارواکو څخه د مایوسۍ وروسته زکریا اوس د پاکستان قاضی القضاة ته مخامخ لیک استولی او دده څخه یې غوښتي چی د دده خور او د هغې د پنځو بچیانو په را خلاصولو کې ورسره همکاري وکړي.

زکریا ویلي چي د اسامه بن لادن د میرمني او د هغه د ماشومانو نیول د پاکستان له خوا غیر قانوني کړنه ده.
زکریا په خپل خط کي لیکلی چي د تیرو اتو میاشتو راهیسي پاکستاني چارواکو د القاعده د ډلي د مشر مرحوم اسامه بن لادن میرمن او ماشومان له ځانه سره په توقیف کي ساتلي.Osama8

د اسامه بن لادن پر کور باندي د برید او د اسامه د شهادت وروسته د هغه د کورنۍ ۱۶ غړي لا درکه شوي دي، چي په هغو کې یوه میرمن یې چي پنځه ماشومان لري، (امل) نومیږي، او هغه د یمن هیواد تابعیت لري، او پاتي ټول سعودیان دي.

په تیره میاشت کې زکریا پاکستان ته راغلی وو، او غوښتل یې چی خپله خور وویني او له ځانه سره یې د هغې دماشومانو په ګډون یمن ته بوزي، خو د هغه دا هڅي ناکامه شوې وې.

د زکریا په اړه ویل شوي چي د یمن د پلازمیني صنعا په پوهنتون کې د ژورنالیزم زده کونکی دی، او د یمن په ورستیو پاڅونونو کې فعال رول لوبولی دی.

نومړي امید څرګند کړی چي یوازي چیف جسټس کولای سي چي د هغه د خور او د ماشومانو د بند مخه یې ونیسي.

د اسامه بن لادن پر کور باندي د برید وروسته د پاکستان له خوا د ټاکل شوي کمیسیون له خوا په تیر اکتوبر کې اعلان وشو چي د اسامه د کورنۍ د غړو په خلاف پخواني بندیزونه پورته شوي، او اوس کولای شي چي د هیواد څخه بهر ته سفر وکړي، خو د اسامه اخښي زکریا ویلي چي اوس هم پاکستاني چارواکي اجازه نه ورکوي، چي خور یې یمن ته سفر وکړي.

ځیني سرچیني وايي چي په پاکستان کې د یمن سفیر عبد العلی عبد الرحمن د زکریا په ګډون د پاکستان د وزیر داخله رحمن ملک سره په دې اړه ملاقات کړی وو، خو هیڅ مثبته نتیجه يې ور نکړه.

زکریا رسنیو ته ویلي چي د پاکستان امنیتي چارواکو مخکي دده سره ژمنه کړې وه چي د خپلي خور سره به له نیژدو ویني، خو وروسته د خپلي کړي ژمني څخه پر شا سول، او همدا راز يې د هغوی په اړه نومړي ته بیا څه معلومات ور نکړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x