شهید او شهادت ـ اتمه برخه

م. محمد نعیم
عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ قَالَ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « مَنْ قُتِلَ دُونَ مَالِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دِينِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ قُتِلَ دُونَ دَمِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ وَمَنْ قُتِلَ دُونَ أَهْلِهِ فَهُوَ شَهِيدٌ ».[1]

ژباړه: له حضرت سعید بن زید رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې ویل یې: څوک چې له خپل مال نه په دفاع کې ووژل شي، هغه شهید دی، او څوک چې له خپل دین نه په دفاع کې ووژل شي، هغه شهید دی، او څوک چې له خپلې وینې نه په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی، او څوک چې له خپل کور یا ناموس نه په دفاع کې ووژل شي هغه شهید دی.

او په څينو روایاتو کې راځي چې ( من قتل دون مظلمته فهو شهید ) څوک چې له خپل حق نه په دفاع کې ووژل شي نو هغه شهید دی.

په بل حدیث شریف کې راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَقَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ إِنْ جَاءَ رَجُلٌ يُرِيدُ أَخْذَ مَالِى قَالَ « فَلاَ تُعْطِهِ مَالَكَ ». قَالَ أَرَأَيْتَ إِنْ قَاتَلَنِى قَالَ « قَاتِلْهُ ». قَالَ أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلَنِى قَالَ « فَأَنْتَ شَهِيدٌ ». قَالَ أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلْتُهُ قَالَ « هُوَ فِى النَّارِ ) [2]

ژباړه: له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی، ویل: اې رسول الله! که یو سړی راشي او له ما څخه مې مال اخلي څه وکړم؟ ویل: مال دې مه ور کوه! ویل که یې جګړه را سره کوله څه وکړم؟ ویل: جګړه ور سره وکړه! ویل که یې ووژلم نو بیا؟ ویل: ته شهید یې، ویل که مې دی وواژه بیا؟ ویل: دی په اور کې دی!

دا او هغه پورتنی مبارکو احادیث په ډاګه وايي چې که څوک له خپل ځان، مال، آبرو، عزت او کور نه، او له حق نه دفاع په لاره کې ووژل شي، هغه شهید دی.

د یادونې ده چې علمای کرام فرمايي، که د یو چا په سر، مال، آبرو او عزت، یا په کوم مظلوم تېری کېدو، لومړی دې هڅه وشي چې له نورو لارو چارو یې مخه یې ونیول شي، په دې معنی چې یو په یو خبره باید جګړې او وژلو ته کش نه کړل شي، خو که پرته له جګړې او پرته له وژلو بله لار نه وه، بیا هغه وخت که جګړه وشي، یا خبرو وژلو ته ورسي، ورته روا ده. که دی ووژل شي شهید دی، او که تېری کوونکی ووژني، نه پرې ګنهګارېږي.

دا خبره سمه ده، خو په هغه مخکني حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې مجاهد هغه څوک دی چې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کوي، هغه څنګه؟

په دې اړه دوه ټکي د پام وړ دي:

لومړی: لکه مخکې چې په څو احادیثو کې تېر شول، د مظلوم له حق نه دفاع، او د ظالم په وړاندې درېدل خپله د الله جل جلاله په لاره کې د جهاد کولو یو لامل دی، نو له مظلوم نه دفاع او د ظالم مخنیوی د الله جل جلاله په لاره کې له جهاد کولو سره هېڅ ټکر نه لري، بلکې یوه برخه یې ده.

دوهم: په هغه حدیث شریف کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه د څو ټکو پوښتنه شوې ده، یو دا چې یو سړی د نامه لپاره جګړه کوي، یو سړی ددې لپاره جګړه کوي چې خلک یې زړورتوب وویني، یو سړی د قومي تعصب لپاره جګړه کوي، دا کوم یو د الله جل جلاله په لاره کې دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د پوښتونکي د حال او پوښتنې سره سم لنډ ځواب ور کړی، چې د الله جل جلاله په لاره کې هغه څوک مجاهد دی چې د الله جل جلاله له حکم سره سم د هغه څه لپاره جګړه کوي چې الله جل جلاله یې حکم کړی. او له مظلوم نه ددفاع او د ظالم د مخنیوي امر خو الله جل جلاله خپلو بنده ګانو ته کړی.

نور بیا…

[1] – رواه الترمذي, و ابوداود, والنسائي, وأحمد
[2] – صحیح مسلم . (17)