افغانستان

بدخشان: وردوج کې ۱۳ امنیتي پوستې د دولت له واکه وتلې

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان په وردوج ولسوالي کې د دولتي عسکرو او طالبانو تر منځ په څو ورځنۍ جګړه کې تېره شپه ۱۳ پوستې د دولتي عسکرو له واکه وتلې او طالبانو ترې نیولې.

د بدخشان امنیتي مسوولینو تر دې وړاندې په دې ولسوالي کې د امنيتي وضعیت په اړه څرګندونې کړې وي او ويلي يې و، چې د طالبانو د نویو عملیاتو له پیل سره جوخت په دې سیمه کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دی.

طالبانو ويلي چې د دوی ملګري تېره شپه په دې بريالي شول، چې د وردوج په صوفیان سيمه کې ۱۳ پوستې له دولتي عسکرو خالي او تر واک لاندې کړي.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي چې په دې پوستو کې سرحدي پولیس، ملي پولیس او نظم عامه پولیس مېشت وو، چې نن سهار وختي يې ۱۳ واړه پوستې له واکه ووتې.

طالبان وايي چې دوی په څو پوستو بریدونه وکړل، خو د نورو پوستو عسکر له وېرې له سیمې وتښتېدل او پوستې يې خوشي کړي.

دا په داسې حال کې دی چې د بل شمالي ولایت کندوز په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې له نږدې لسو ورځو راهیسې جګړه روانه ده، چې طالبان د ولایت مقام څو کیلومترۍ ته رسېدلي دي.

که څه هم دولتي مسوولین وايي چې په دې سیمه کې يې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي خو په ولسي جرګې د شمالي ولایتونو استازي وايي چې د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت دا ډول څرګندونې هغه واقعیت نه شي پټولی چې په کندوز کې د طالبانو نفوذ  د لمر په څېر روښانه دی.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې مریم کوفي وايي چې د کندوز د حالاتو په اړه د دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت مسوولینو څرګندونې هيڅ بنیاد نه لري.

طالبانو هم د کورنیو چارو وزارت د وزیر او د ګډ حکومت د نظامي مسوولینو څرګندونې رد کړې او دا يې «کاذب ډاډ» بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x