ټولنیزه برخه

څنګه ښځه

احمدالله احمدزی

حاجي صيب، چې د خپل ژوند له ملګري يې زړه شين دی وایي، چې خير که زما ژوند خراب شو، خو يوه تجربه مې دا هم تر لاسه کړه، چې نویو ځوانانو ته د کورني ژوند او د ژوند ملګري په انتخاب کې رغنده او کاري مشورې ورکړم.

د کلي ګڼ ځوانان، چې د حاجي له حال او کورني ژونده خبر دي، تل هڅه کوي، چې حاجي صیب سره د واده او د ژوند ملګري په اړه سلامشورې وکړي.

هغه ورځ پرې خپل باغ کې ځوانان راټول وو او پوښتنې يې ترې کولې، چې بايد څنګه ښځه انتخاب کړو؟
حاجي صيب يو سوړ اسويلی وويست، په ږېره يې لاس راتېر کړ او خپل زوی ته يې د مجلس د پرېښودو امر وکړ.
زوی يې چې له دېواله پنا شو، نو وايي، چې تاسې زما خبرې واورئ، عمل پرې وکړئ، ان شاءالله ژوند به مو نېکمرغه وي؛ ځکه چې پر ما تېر شوي او تاسې ته يې سرګزشت وړاندې کوم.

د حاجي صيب له قوله اوله خبره خو دا ده، چې د وږي سړي لور به نه کوئ، چې نه يې د پلار کور کې حجره وي، نه مېلمانه او نه يې په کلي په لوړ سر مړی ژوندی کړی وي.

په ځوانانو کې يو سور مخي هلک پرې ورغږ کړ، چې حاجي بابا زما پلار خو وايي، چې د غريب او بې چاره سړي لور درته کوم، چې ښه ژوند درسره تېر کړي او خپله غريبي کې راسره وخت واړوي.

حاجي صيب يو دم برګ شو، چې پلار دې هسې بد کوي، پلار دې په څه خبر دی، پلار خو دې واده کړی، بچي يې زيږولي او نور د ژوند په خوږو ترخو نه دی خبر.

د وږي سړي لور نه د مېلمه د قدر او خدمت وي، نه به دې مهمانخانې ته سمه ډوډۍ راځي، نه به دې حجره پاکه وي او ولاکه په دې هم پوه شي، چې سړی يې مړي ژوندي ته ځي، بايد کوم کالي واغوندي او دغه وخت کې له غوسې تک سور شو، وایي، چې د وږي سړي دې رنګ ورک شي.

ـ ګورئ، ځوانانو يوه خبره ډېره مهمه ده، چې زه د وږي سړي مخالف يم د غريب نه او زما هدف دا نه دی، چې د مالداره سړي لور به کوئ.

ځوانانو يو بل ته وکتل، چې دا حاجي صیب څه په ګډوډو سر دی او د تفصيل پوښتنه يې ترې وکړه.

حاجي بابا وايي، چې اوسني مالدران ډېر کچه خلک دي، چې له پلار نېکه وږي راغلي وي او اوس مالداره شوي وي، هغه وږي دي او تل به وږي وي زما مطلب دا دی، چې د داسې سړي لور به کوې، چې مېلمه دوسته وي، کلي کې د مړي ژوندي په خدمت کې ښه نوم لري او د داسې سړي لور بيا د خپل پلار او نيکه په نوم هم شرميږي او داسې کوم کار نه کا، چې تا پرې اندېښمن او خپل پلار نيکه يې خلک بد ياد کړي.

حاجي صيب، چې د ځوانانو په رنګونو کې د نورو پوښتنو تلوسه وليده، نو وايي، چې زما خبرې درسره نوټ کړئ
اول دا، چې د داسې سړي لور وکړئ، چې مور او پلار یې یو بل سره په مينه ژوند کړی وي او تر منځ يې جګړې نه وي؛ ځکه چې د ښځې او مېړه د جګړو اغېزې پر اولادونو هم وي.

که خواښې او خسر دې يو بل سره په مينه ژوند کړی وو، نو ستا ژوند هم د هغوی د ژوند کاپي ده او که هغوی د خرو او سپيو غوندې ټول عمر په جګړو او کنځلو کې تېر کړی وي، ولاکه ته هم سمه ورځ ووينې، ځکه ښځې دې د مور او پلار له ژونده څه زده کړي وي، هغه به یې په دماغو کې ناست وي.

ځوانانو ته د حاجي صيب خبرو خوند ورکړ او وايي، چې نور…

حاجي صيب وايي، چې د داسې چا لور به نه کوې، چې د سړي پر ځای يې کور کې ښځه حاکمه وي؛ ځکه چې ښځه ناقص العقل ده او کوم کور کې چې ښځه له سړي زياته حاکمه وي، هغه کور تباه وي او ته هم ترې ښه ورځ ونه ګورې.

حاجي زياتوي، چې اوس خو يو بل غم دا دی، چې سړی به خيرن وي، ښځه به يې لوکس ماډل وي او سړی به غږ هم نه شی ورته کولای، ځکه چې د سړي کور ته به يې خپل خپلوان له امريکا او اروپا وخت پر وخت ډالر رالېږي او د داسې کور ښځه به هم نه کوئ، ځکه چې داسې ښځه دې وکړه، چې تا کره راشي، بس د امريکا او لندن هوا به درته ګزوي او ټول فکر به يې د خپلوانو په مرستو کې وي، دا خلک يو ډول ذهني غلامان وي او داسې کورنۍ بيا نه د خپل فکر وي، نه د بل، نه ماډرن وي، نه کليوال. په منځ کې پاتې وي، نو که زما منئ له داسې خلکو هم ځانونه وساتئ.

دې وخت کې حاجي صيب يو خوا بلخوا وکتل او يوه ټپه يې پورته کړه، چې ياقربانننننننننن

د پلار دې شل زره تنخوا ده – د مور فيشن دې د څلويښتو زرو وينه.

د مجلس ناست هلکان پوښتنه کوي، چې اوس څه وکړو، موږ خو دې حيران دريان کړو.

حاجي صيب ورته وايي، چې زموږ ستاسې ستونزه دا ده، چې يا خو په مينه او خالصو احساساتو ودونه کوو او کوم کار په احساساتو ولاړ وي، ښې پايلې نه لري او يا هم دا چې مور دې يو چېرته مړي، واده او يا د کوم ناروغ پوښتنې ولاړه شي او چا لږ عزت ورکړ، ورته يې وخندل، نو خوله يې چينګه شي، ولا دامې زوی ته کړې وای، بس زوی يې خبر هم نه وي، بلا پرې نازله شي.

حاجي صیب وايي، چې د دې ستونزې تر ټولو ښه حل دا دی، چې د اسلام پر لار ښوونو عمل وکړو، هغه دا چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم فرمايي: ښځه د څلورو شرطونو له مخې کوه.

اول، مال، حسب نسب، جمال او دينداري او ينداري ته بايد زياته توجه وشي، نو که زموږ کورنۍ پر دغو شرطونو خپلو اولادونو ته د ژوند ملګري ولټوي، هم به يې سنت راژوندي کړي وي او هم به يې کار جوړ وي.
حاجي صیب وايي، چې ګورئ ځوانانو يوه بله خبره هم واورئ، هغه دا چې دا شرطونه د ښځې خوښولو لپاره دي او د زوم باره کې بيا پيغمبر عليه السلام فرمايي، چې د چا دينداري او اخلاق مو خوښ وي، نو خپلې خويندې او لوڼه ورکړئ.

په سړي کې مهم شی ديندراي او اخلاق دي، نو که خويندې، لوڼه مو ورکولې، نو د سړي دينداري او اخلاقو ته ګورئ، هېڅکله به پښيمانه نه شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

حاجي صيب صرف او صرف دوكي سري نه سر تكولي دي… خو زه وايم جي بي تعليمه خزه به نه كوي, بايد ددولسم صنف بوري يي سبق ويلي وي…. جي بدي سره لك به خبره بوهيكي, بي تعليمه خزه هيس به خبره نه بوهيكي خاصتا به دي مادرن دنيا كي…. بله دا جي دغريب سري لور به نه كوي زكه كور او كالي به دي دائما خيرن وي… دخان سري لور به نه كوي زكه دهغي به سر كي به دبلار دكور هوا وي تانه به روزانه بلاوونه او كبابونه غواري او ستا به وسه نه كيكي بيا مجبور يي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x