ورزش

د پیړۍ د سوک وهنې تر ټولو ستره مسابقه نن ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د امریکا په لاس ویګاس ښار کې به د پیړۍ تر ټولو ستره مسابقه به د شنبې په شپه د فلیپیني مېني پکیو او امریکايي سوک وهوونکی فلویډ میویډر جونیر تر منځ ترسره شي.

له دې وړاندې امریکايي سوک وهوونکی په یوه غیر عادلانه مسابقه کې فلیپیني سوک وهوونکي ته ماتې ورکولو سره د نړۍ اتلولي ګټلې وه.

امریکايي سوک وهوونکی رسنیو ته ویلي چې د لوبې له پیل څخه به د پرلپسې حملو سره خپل حریف وډار کړي او د هغې د ماتولو کوښښ به وکړي.

امریکايي سوک وهوونکی ۳۸ کاله عمر لري او تر دې مهاله يي ماتې نده خوړلی. دغه لوبغاړی د لوبې لومړۍ څو راونډونه د سیالې لوبغاړی حرکتونو په پیژندلو کې تیروي.

دغې لوبې کې امریکايي سوک وهوونکی رسنیو ته ویلي چې دغې لوبې کې به خپله طریقه بدلوي او د لوبې له پیل څخه به حمله کوي. فلویډ رسنیو ته وویل:« دغې لوبې کې به له پیل څخه په خپل اسیايي سیال حمله وکړم.»

فلویډ رسنیو ته همداراز ویلي چې غواړي دغه لوبه د ناک اوټ په مرسته وګټي خو فلیپیني سوک وهوونکی پکیو د نړۍ له غوره سوک وهوونکو څخه دی کوم چې کولی شي دغه امریکايي سوک وهوونکی ته ماتې ورکړي.

د میني پکیو روزونکی ویلي چې نوموړی غواړي خپل شاګرد دغه لوبه کې ارامه وساتي. دغه لوبه د سوک وهنې په تاریخ کې تر ټولو ستره لوبه ګڼل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x