ټولنیزه برخه

څه کاره؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل
نه پوهېږم، ملګري مې ولې غواړي، چې د ماما په اصلي دنده مې پوه شي، ځکه تل له ما نه پوښتنه کوي، چې ماما دې څه کاره دی ؟ زه خاموشه پاتې کېږم، نه پوهېږم چې څه ووایم ؟ځکه چې زه هم په دې نه پوهېږم، چې د ماما اصلي دنده مې څه ده ؟ْښه راځئ ماما چې کومې دندې ترسره کړې دي له هغه څخه به یې پیدا کړو، چې ماما څه کاره دی ؟

مخکې تر دې، چې ماما مې زموږ کور ته راشي د آبایمان په کلي کې یې بزګري کوله، وروسته یې شپني پیل کړه، کله چې هغه زموږ کورته راغی پلار مې له یوې اونۍ وروسته زموږ کور ته نیږدې د ښوونځي په اوم ټولګي کې شامل کړ، تر څو اوم ټولګی زموږ د کلي په ښوونځي کې ولولي او د دې تر څنګ پلار مې هغه د انګلیسي ژبې د زده کړې په یوه کورس کې هم شامل کړ، مګر ماما مې دوه کاله وروسته نه یوازې ښوونځی بلکې انګلیسي کورس هم خوشې کړ، هره ورځ به یې خپل وېښتان غوړول او د کار موندنې په موخه به یې سړکونه لمدول او هره ورځ به یې د بېکارۍ له امله زما پلار ته شکایت کاوه، بالاخره پلار مې یوه ورځ هغه په یوه سرای کې د سرایوان په صفت په دنده وګماره . څو میاشتې وروسته یې سرایواني هم پرېښوده او په یوه حوزه کې یې د عسکر په صفت دنده پیل کړه،له څو اونیو وروسته هغه دا دنده هم پرېښوده او د ماشومانو د لوبو توکو پلورل یې پیل کړل، دا کار د دې لامل شو، چې نوموړی د بقالۍ هټۍ پرانیزي، له پنځو میاشتو وروسته یې د بقالۍ هټۍ په بزازۍ او درې میاشتې وروسته یې د بزازۍ هټۍ د معاملو د لارښوونې په دفتر بدله کړه، بالاخره دا کار یې هم خوشې کړ او د نرسنګ په دوه کلن کورس کې یې ځان
شامل کړ، چې بالاخره یې دا کار هم پرېښود او په یوه بهرني دفتر کې یې د واکسیناتور په صفت کار پیل کړ او د موټرو په وسیله یې د سروې کوونکي په نوم کوڅه په کوڅه چکر واهه، خلکو به هغه ته د انجینر صاحب په نوم غږ کاوه.

څو موده مخکې یوه عجیبه معجزه را منځته شوه، چې د همغه بهرني دفتر له خوا کوم چې ماما پکې کار کاوه په یوه کلینیک کې د ډاکټر په صفت په دنده وګمارل شو. لکه څنګه چې ګورئ زما ماما هر کاره دی، باید خپلو ملګرو ته ووایم، چې د ماما دنده مې څه ده او څه ډول کېدای شي . که چېرې د ماما دندې مې په ترتیب سره بیان کړم : بزګر، شپون، د نان وای شاګرد، سرایوان، عسکر، د ماشومانو د لوبو توکو پلورونکی، بقال، بزاز، لارښود، نرس، درمل پلورونکی، واکسیناتور، انجینر او ډاکټر .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

ماما دي هر كاره دي….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x