افغانستان

غزنی: د اندړو ټول اربکیان تسلمېږي، خو له ولسه پنا غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت د اندړو ولسوالي قومي مخور وايي چې د دې سیمې ټول اربکیان طالبانو ته د تسلیمۍ هوډ لري، خو کلک ضمانت ته اړتیا لري.

د غزني اندړو ولسوالي د شېرکلا د سیمې یو قومي مشر چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، نن ټکی اسیا ته ویلي چې څو ځلې يې له طالبانو سره په دې اړه خبرې کړي او هغوی هم ورسره د خونديتوب ژمنې کړې.

د دې قومي مخور په قول طالبانو اربکیانو ته ډاډ ورکړی، چې له تسليمي وروسته به دوی له کومې امنیتي ستونزې سره نه مخ کېږي او نه به يې هم د پخوانیو کړنو پوښتنه کېږي، خو د نوموړي په وينا اربکیانو طالبانو ته ویلي چې د هغو ولسي وګړو له غبرګونه به هم پناه ورکوي، چې دوی پخپل وخت کې ځورولي دي.

طالبانو د اربکیانو د دې غوښتنې اړوند ويلي چې که دوی په سیمه بشپړ واکمن شي، بیا ښايي دا ستونزه نه وي، خو په خبره يې له ولسي وګړو سره بیا د محکمو له مخې چلند وشي او ملامت لوری باید بښنې غوښتنې او جریمې ته غاړه کېږدي.

د اندړو ولسوالي قومي مشران وايي چې دوی د دواړو لوریو تر منځ ځکه د دې روغې – جوړې هوډ کړی چې نږدې درې کاله يې په دې سیمه کې له جګړې پرته بل څه نه دي موندلي.

دوی له طالبانو هم خوښي ښوودلې چې د دوی د روغې – جوړې غږ يې منلی او ويلي يې دي چې هڅه کوي دغه لړۍ د غزني نورو هغو سیمو ته هم ورسوي چې د پیسو په واسطه غوليدلي هغه ځوانان د وسلې اېښودو ته اړ کړي چې د پردیو ګټو لپاره جګړه کوي.

د سیمې اربکیان وايي چې دوی د ځینو ستونزو، شخصي هدفونو او په تېره بیا د خپلو پخوانیو قومندانان د دسیسو ښکار شوي دي.

د اندړو ولسوالي د کنصف د کلي څوارلس کلن اربکی وايي چې په دې سیمه کې د اربکیانو د پخواني قومندان چې اوس د دې ولسوالي امنيه قومندان دی تر مشرۍ لاندې د ده دوه وروڼه وژل شوي دي هغه وایي چې لطف الله د دوی په وسیله ځان تر امنيه قومندانۍ ورساوه خو قربانیان يې دوی شول.

یاده دې وي د اندړو ولسوالي په ګڼو کلیو کې په ۲۰۱۲م کال کې د طالبانو په وړاندې د ولسي پاڅون په نامه اربکیان مسلح شول، چې له نږدې درې کاله جګړې، چور، چپاول او لوټ وروسته اوس په دې سیمه کې درې کلي ور پاتې دي، چې څو تنه اربکیان پکې مېشت دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی غلام.غوث .ساارای شازادہ

اللہ دی وکی چی دافتنہ ختمہ سی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close