کودتا يا سياسي فاجعه – وروستۍ برخه

حيات پياوړی

په تېر پسې

د ثور د کودتا ناوړه پایلې:

د ۱۹۷۸ ميلادي کال د اپرېل په ۲۷ (د ۱۳۵۷ کال د ثور د میاشتې په اومه نېټه) د ثور غوبل په افغانستان کې پيل شو، چې د افغان ولس تلپاتې بدمرغي هم ورسره مله شوه. د کودتا ټول پړاوونه په وژنه سره پیل، داوم او پای ومونده. د کودتا مشرانو د خپل ضد ډیموکراټیک خصلت له مخې، د عقدو پر بنسټ او د افغاني ټولنې د سیاسی، ټولنیز او فرهنګې حالت څخه د ناخبرۍ له امله ډیرې ضد ډیموکراټیک کړنې تر سره کړې. د انقلاب رهبر (د شرق نابغه) نور محمد ترکي په هیواد کښې د ټولو پخوانیو شتو سیاسي ګوندونو د شتون څخه په ډیره سپین سترګۍ چورلټ انکار وکړ او خپل ګوند يې په ټول هیواد کښې یوازینی فعال سیاسي ګوند وباله او د هیواد په سیاست کښې يې د هغه د فعال شتون یادونه وکړه. دیکتاتورانه اراده او عمل له همدې ځایه پیل شو. خو د دې تر څنګ يې بیا په غیر مستقیم او غیر آګاهانه توګه د سیاسي ګوندونو په شتون اعتراف کاوه او په مختلفو لکه ښي او کیڼ افراطي، لوړتیا غوښتونکی نشنلیسټ، اخوانی، اشرار د ارتجاع او امپریالیزم د نوکرانو په نومونو يې د شرعي او مدني محکمې د حکم پرته د نورو ګوندونو د غړو د بندې کولو، بې رحمانه توګه ډول ډول شکنجه کولو او وژلو لاس پورې کړ. د ډیرو غريبو او بې وزله خلکو په اولادنو يې د فیوډال او بورژوا د زامنو نومونه کیښودل. د ثور د کودتا د معرکې په اصطلاح “اعلی سر قوماندان” حفیظ الله امین د خپلو ګوندې غړو په یو غونډه چې د کابل پولی تخنیک کښې جوړه شوې وه وویل چې “که با ما نیست از ما نیست” څوک چې له مونږ سره نه وي هغه زمونږ او د انقلاب دښمن دي، و يې پیژنۍ او و يې ځپئ! (دا خبره د هغه وخت د کابل پوهنتون د پښتو څانګې یو محصل آصف بهاند چې په دغه غونډه کښې يې ګډون کړی وه، کړې وه). د رژیم مشرانو د خپلو بې وخته طرحو او ناوړه کړنو په پایله کښې ولس د ځان پر وړاندې را وپاراوه او ولس چې په تنګ شو نو په جنګ شو او د هیواد په هره برخه کښې ولسي پاڅونونه پیل شول. په ډیر لږ وخت کښې د تره کي دولت د ولسونو په محاصره کښې راغی. کودتاچیان او د هغوی بهرنی ملاتړی سخت وار خطا شول (په دې منځ کښې د وفادار شاګرد حفیظ الله امین له خوا د خپل استاد تره کي په خوله بالښت کیښودل شو او د چارو واګي يې په خپل لاس کښې ونیولې، چې د موضوع د نه اوږدولو او لنډون په خاطر په هغه بحث نه کوو).

پورته یادو شوو پیښو د ۱۳۵۸ لمریز کال جدی د شپږم یا د شوروي اتحاد مستقیم تیري ته لاره هواره او بهانه جوړه کړه. د یوه مرموز حرکت په پایله کښې د هیواد برحال ولس مشر د شوروي ځواکونو له خوا و وژل شو. ببرک کارمل یعنې هغه ولسمشر چې د شوروي ځواکونو په مرسته او ټانکونو سپور افغانستان ته راوړل او د واک په ګدۍ کښینولی شو (ما په خپله په هماغه ماښام د ببرک کارمل غږ لمړی ځل د یو بهرني رادیو یعنې دوشنبه رادیو څخه واورید، خو نورې رسنۍ وايي چې لمړی د ببرک کارمل غږ د تاشکند له رادیو څخه خپور شو چې د امین د دولت د سقوط او د هغه پر وړاندې د پاڅون خبرې يې کولي). د واک پر ګدۍ تر کښیناستو وروسته ببرک کارمل بیا و ویل چې د شوروي اتحاد ځواکونو یو څو قطعې د پخوانی حکومت په بلنه افغانستان ته راغلي (یعنې د هغه چا په بلنه چې بلونکی يې و واژه – دا په خپله یوه معما ده). ببرک کارمل په یو ویډیویي کلیپ کښې د وطن پالنې معیار د شوروي اتحاد سره دوستۍ ته په وفادارۍ کښې بولي او دا هغه څه وو چې د افغانستان په څیر یوه عنعنوي، مذهبي او خپلواکۍ خوښوونکي ټولنه کښې د ولس او دولت تر منځ واټن لا زیات کړ.

د سړې جګړې سیالو ځواکونو هم د فرصت څخه د ګټې اخستلو په نیت د شوروي اتحاد په خلاف په حرکت راغلل او د جهادي تنظیمونو ملاتړ ته چې واګي يې د نورو په لاس کښې وي، را ودانګل. په هیواد د بهرني تیری پر وړاندې جګړې ډیر زور واخست. او د جنګي وسایلو او امکاناتو له نظره د کوتک او ټوپک د کچې څخه د سکاډ او سټینګر سطحې ته لوړ شو. هرې لورې ته د هر لحاظه ډیر جنګي تلفات اوختل خو د ولسي وګړو تلفات، تاوانونه او ستونزې تر بل هر چا ډیر او بې اندازې زیاتیدل.

د بله پلوه د جګړې ختمولو او سولې رامنځته کولو لپاره په نړیواله کچه هلې ځلې پیل شوې او د ۱۹۸۷ کال په نیمايي کښې مسکو د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو په اړه خپل سياسي تصميم و نیو، او د مذاکراتو پر فضا یو نوی وضعیت حاکم شو. د شوروي اتحاد د هغه وخت مشر چې د افغانستان جګړه یو «یو وینې څڅیدونکي زخم» ته ورته ښودلی وه، اعلان وکړ چې که چیرې د ژنيو خبرې اترې نتیجې ته و نه رسیږي، بیا هم دوی حاضر دی خپل ځواکونه په یو اړخیزه توګه له افغانستان څخه و باسي. د افغان رژیم په مشرتابه کښې هم یو بل بدلون راغی یعنې دا چې د ببرک پر ځای ډاکتر نجیب د دندې د ادامې لپاره غوره کړی شو. بالاخره، د ژنیو توافقات د یو لړ مراسمو په لړ کښې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو له لورې، چې د افغانستان د مجاهدینو له خوا پکښې هیڅ ډول استازیتوب نه وه شوی، د ملګرو ملتونو د استازو په حضور چې د امريکا او شوروی دولتونو استازي (د قرارداد د تضمینونکو په توګه) هم حاضر وو د ۱۹۸۸ میلادي کال د اپريل د میاشتې په ۱۴ نیټه د ژنیو تړون د ژنیو په ښار، د ملګرو ملتونو په اروپايی مقر کښې، لاسلیک شو او روسانو په ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په میاشت کښې له افغانستان څخه پښې سپکې کړې.

د ډاکتر نجیب الله د رژیم په وړاندې د شهنواز تڼي او ګلبدین حکمتیار ائتلافي کودتا – د حوت ۱۶، ۱۳۶۸ کال-

د پرچميانو او خلقيانو تر منځ اختلافات د شهنواز تڼي د ناکامې کودتا وروسته نور هم پياوړی شو، چې په دې اړه د نبي عظيمي په کتاب «اردو در سه دهه اخير» کې معلومات ورکړل شوي دي، چې څنګه پرچميانو له خپلو خلقي سيالانو غچ واخيست. دا کودتا په خپل ذات کښې ډیره عجیبه کودتا وه. یو دا چې دا کودتا د یو ګوند د بیلو بیلو شاخو د غړو تر منځ د سیالیو په نتیجه کښې را منځته شوه او بله دا چې کودتا کونکو ترکیب هیودوال، نړیوال او د اسلامي ګوند ځینې غړي چې د کودتا د جریان په اړه ورسره مشوره نه وه شوې هک پک کړل. خو کودتاچیانو ماته وخوړه. د دې کودتا په اړه بل په زړه پورې ټکي دا دی چې داخلي کودتاچیان او د رژیم مدافعین دواړه لورې زیاتره د هیواد د لويې پکتیا سره تړاو درلود او بل دا چې ماران سره د یو بل یاران شول یعنې دا چې اسلامي ګوند د کودتا مرسته اعلان کړه.

د بنین سیوان په طرحه کودتا -۱۳۷۱-

د ژنیو د تړون پر بنسټ د شوروي اتحاد پوځې ځواکونه له افغانستان څخه ووتل خو جګړه پای ته و نه رسیده. د جګړې د ختم لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د یو متبادل او ټولو اړخونو ته د منلو وړ یو نظام رامنځته کولو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړ چې بیا وروسته د بنین سیوان د طرحې په نامه یاده شوه. طرحه د یوه پنځه فقره ایز پلان په بڼه تیاره شوه. طرحه دا وه چې د افغالنستان دولت به د چارو واګي د یو لنډ مهال لپاره یوه منځګړې ناپییلې ډلی ته سپاري او بیا به دا ډله د ټولو اړخونو تر منځ د ټاکنو تر سره کیدو لاره هواروي. خو د طرحې عملي کیدو د مخه په نوموړې طرحه د نجیب الله په دولت کښې شاملو ځینو کړیو او د مجاهدینو ځینو ډلو چې د نظار شورای يې مشري کوله او بیا د شمال ائتلاف په نامه یادیده. “د هیواد د شمال پورې اړوند یو ازبک جنرال محمد اعظم ما ته د یو ملاقات پر مهال و ویل چې په دغه جوړ جاړي کښې د شوروي اتحاد له خوا د هیواد د ولسمشرۍ د اوسني لمړی مرستیال ستر جنرال دوستم او د غرب له لورې د نظار شورا د مشر احمد شاه مسعود له لورې استازیتوب کیده” د جبل السراج په سیمه کښې د ټولو ذیدخلو او ذینفعو اړخونو په ګډون یوه شریکه غونډه وکړه چې هم
د نجیب د دولت د سقوط سبب شو او هم يې د بنین سیوان د طرحې د عملي کیدو نسخه په نطفه کښې خنثي کړه او د یو لړ چټکو اقداماتو په لړ کښې يې واک په خپل لاس کښې و نیو. (ډاکتر نجیب په کابل کښې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوړه خو کابل ښار ته د طالبانو د تحریک داخلیدو سره سم هغه په لمړۍ شپه د ملل متحد له دفتره را و ایستل شو او په مرموزه توګه د یوې قانوني محکمې د فیصلې پرته و ځړول شو او دا مهال ملګرو ملتو د هغه څخه حفاظت و نه کړ). د جهادي ګوندونو تر منځ د سیاسي ډیر او لږ واک پرسر داخلي جګړو پیل، د کابل د زرګونو ښاریانو د وژلو، بې کوره کیدلو او هم د کابل د ښار د ویجاړیو او ړنګیدو او ټولو شخصي او دولتي شتمنیو د لوټ او تالان سبب شو.

په ټول هیواد کښې ملک الطوایفي مسلطه شوه،. هر ستر او کوچنی قوماندان د څو کلونو لپاره د یو سیمي خپل سری چارواکی جوړ شو او د افغانستان ټولي ملي او شخصي شتمنۍ لوټ او تالان شوې. د سیاسي شنونکو او زیاترو عامو وګړو په باور دا پيښې د جهاد بری نه بلکه یوه توطیه بلل کیږي. د جهاد فرضیت او تقدس پر خپل ځای او د مخلصو مجاهدینو قربانۍ د ستاینې وړ او نه هیردونکي دي خو د جهاد په نوم سوداګري، د وطن ړنګول او پلورل، د هیوادوالو وژل او سپکاوي هيڅکله او هیڅ چا لپاره د منلو او توجیه وړ نه دي. کوم شي چې په دې بهیرونو کښې زړه پورې دی هغه دا دی چې د تڼي او د بنین سیوان په طرحه د کودتاګانو پر مهال دوه سرې ارتجاع سره لاسونه یو او د ولس کړاونه يې و غزول او د ولس په زخمونو يې د مرهم او پتۍ لګولو پرځای د هغوی په زخمونو مالګي و پاشلې.

ارزونه:
د دې مطالعې څخه دا پایلې تر لاسه کیږي.

لمړی: کودتا کیدای شي سپینه وي یا توره خو پایلې يې تورې، بدمرغه او د ربړونو او کړاونو ډکې، تباه کونکي او ویجاړونکی وي ځکه چې دا د یو څو اشخاصو او کړیو د ناروا واک او غوښتنو تر لاسه کولو او سر ته رسولو لپاره تر سره کیږي، نه د ولس د روا حقوقو تامین او سوکالۍ د ترلاسه کولو او خوندي کولو لپاره. ولس په ټول بهیر کښې ګډون نه لري. نو چې ولس پکښې ګډون نه لري د حقوقو تامین او سوکالي يې هم نه مطرح کیږي. کودتايي طرحې چې هر څه وې خو د دغو پورتینو یادو شوو پيښو ناوړه پایلې زمونږ د ولس د سترګو پر وړاندې پرتې دي. هغو ته تور، سپین، سور او یا بل رنګ ورکول اوس هم د ولس د تیر ایستلو لپاره مذبوحانه کوښښ ګڼل کیږي.

دوهم: د علمي ارزوني په رڼا کښې ګورو چې دې هرې پیښې په خپل بطن کښې خپل او د ټولنې ضد عناصر او غمیزي او ناورینونه زیږولې دي او هیڅ مثبته لاسته راوړنه يې نه درلوده.

درېیم: څرګنده ده چې د دې ټولو فجایعو لوبغاړي د هیواد او ټولنې تر ټولو زیات آګاه او تعلیم یافته وګړي وو او د ژوندیو شواهدو پر بنسټ د کړکیچ اصلي عاملین هم همدوی بللی شو. په دغو کړکیچونو کښې د شاملو اشخاصو او کړیو له خوا د ځان څخه د دفاع په خاطر هر ډول ماجرا جویي او لجاجت او ځان د سپیناوي کوښښ نه زمونږ د ولس او هیواد ستونزې حلولای شي، نه پرې څوک له ولس او هیواد پر خلاف تر سره شوي جرمونه پټولای، نه پرې برآت اخستلای او نه د چا قناعت تر لاسه کولای شي، بلکه کولای شي زمونږ کړاونه او د لسیزو غمیزه لا اوږده او ژوره کړي. د لجاجت پر ځای د شهامت څخه کار اخستل، په خپلو ناوړه کړنو مردانه وار اعتراف او ولس ته مراجعه د نارینتوب، ځوانمردۍ او صداقت په معنا او د ټولو اړخونو تر منځ د ګډ کار او ملي موخو ته د رسیدو او هیواد ژغورنې لپاره لاره پرانیزي او د باور چاپیریال را منځته کوي. د ټولو افغانانو څخه د همداسې یو شهامت هیله کیږي.

د دغو بدمرغو او خاینانه بهیرونو او د هغوی د ناوړه پایلو څخه دفاع یو ناپوهې او پر هغه ټینګار یو ستره ملي جفا ده. البته د فجایعو رامنځته کونکو ته د لجاجت په صورت کښې ولسي عدالت اړین دی. د فجایعو د قربانیانو له پاره د سترې بدلې اولادونو لپاره يې د پوهې، آګاهۍ په رڼا کښې د سالم حرکت او مبارزې، روښانه او خپلواکه راتلونکې هیله لرم.

یادونه: په متن کښې د ماخذ د یادونې او تخنیکی ستونزو له امله د ماخذ د بیا یادونې څخه صرف نظر شوی دی.

پای

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د