ارګ د غوايي اتمه نن نمانځي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۲مه ۱۳۹۴ل): د روسي ښکېلاک او کمونيستي رژيم پر ضد د افغان ولس د بريا کليزه هر کال د غوايي په اتمه نمانځل کيږي، مګر ولسمشرۍ ماڼۍ دغه غونډه نن د غوايي په دولسمه نمانځي.

باوري سرچينې وايي، چې په تېرو کلونو کې به ارګ او د هېواد په ګڼو سيمو، ولايتونو او ولسواليو په مرکزونو کې د دولتي چارواکو له لوري د غوايي اتمه نمانځل کېده، مګر سږ کال د ګډ حکومت مشر اشرف غني د غوايي په اوومه هند ته ولاړ او ولسمشرۍ ماڼۍ د غوايي د اتمې په مناسبت غونده جوړه نه کړه.
سرچينه زياتوي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ پرېکړه کړې، چې نن شنبه له څلور ورځې ځنډ وروسته د غوايي اتمه ونمانځي.
سرچينه زياتوي، چې هند ته د ولسمشر د سفر او ځينو نورو لاملونو له کبله د غوايي اتمې غونډه ځنډول شوې وه او ارګ نن د ملي شورا غړي او ځينې ولسي سپين ږيري او پخواني جهادي قواماندان ورغوښتي او نن به ولسمشرۍ ماڼۍ کې د غوايي اتمې په مناسبت غونډه کې ګډون کوي.
د ارګ داخلي سرچينې د يادې غونډې پخلی کوي، مګر ارګ رسماً تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د مشرانو جرګې غړو هم هند ته د ولسمشر پر سفر نيوکه کړې وه او ويلي وو، چې د مجاهدینو د بریا د ورځې په رارسېدو هند ته د اشرف غني سفر دا په ډاګه کوي چې نوموړی د دې ورځې په وړاندې بې تفاوته دی.
د مشرانو جرګې غړو تر دې وړاندې هم ویلي و، چې دغه ورځ باید په خاصو مراسمو ونمانځل شي، خو د ګډ حکومت مشر تېر مازیګر د ناټو له عمومي قومندان سره له خصوصي ناستې وروسته ډيلي ته ورسېد.
درویشت کاله وړاندې د ۱۳۷۱ لمریزکال د غوايي په اتمه افغان جهاد د روسي یرغلګرو په وړاندې بشپړه بریا تر لاسه کړه او د کمونیستي رژیم وروستی پاتې شونی ډاکټر نجیب الله يې له واکه لرې او اختيار مجاهدینو ته په لاس ورغی.
د يادونې وړ ده، چې د ګډ حکومت په راتلو ان د دوو مشرانو پخواني کمپاینران هم ګیله من دي، چې ولسمشر او اجراييه ريیس د حکومت مهمې څوکۍ کمونستانو ته ورکړي او د دوی په وينا مجاهدين يې له واکه ګوښه کړي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د