افغانستان

د فرخندې په قتل تورن کسان، نن محاکمه کېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): کابل کې د درېیمې امنیتي حوزې د محاکمو مشر وايي چې د فرخندې د قتل په تور نیول شوي نږدې پنځوس تنه نن په علني ډول محاکمه کېږي.

فرخنده چې د تېر کال په وروستۍ میاشت کې د قرآن سوځونې په تور د خلکو له خوا له وژلو وروسته وسوځول شوه، په تړاو يې ۴۹ تنه نیول شوي دي، چې ۱۹ يې پوليس دي.

د درېیمي امنيتي حوزې مسوولين وايي چې دوی به د دې نيول شویو کسانو علني محاکمه نن پیل کړي او په خبره يې په پېښه کې د ښکېلو نورو کسانو په اړه لا هم هڅې روانې دي.

تر دې وړاندې کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رییس جنرال ظاهر ظاهر ويلي و چې یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې د فرخندې په قتل کې ښکېل ځينې کسان د قانون له منګولو وژغوري.

نوموړي ځانکړې کړۍ یاده نه کړه خو ویې ویل چې د ځينو تورنو د خلاصون هڅې روانې دي.

د فرخندې د قتل په تور د نیول شویو کسانو چې پکې د دویمې امنیتي حوزې د امنیت امر هم شامل دی، دوسيې د وري په شپږمه لويې څارنوالي ته سپارلې وي، چې نن يې د علني محاکمې خبر ورکړل شو.

یاده دې وي د فرخندې له وژونکو سره د ملاتړ او خواخوږي په خاطر د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستياله سمين حسن زاده هم له دندې لرې کړای شوه.

د وخت د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست مصدق خليلي رسنيو ته ويلي و، چې سمين حسن زاده د فرخندې د قتل په ملاتړ په فیسبوک کې پوسټ کړی و او کورنيو چارو وزارت هغه خلک ټول د دې جرم شريک بولي، چا چې د فرخندې وژنه توجيه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x