نظــر

چا ويلې ، ما ويلې (۳)

thay_said_i_saidچا ويلې:

ولسمشر کرزى په ارګ کې د يوه بندي په شان ښکاري! (نيويارک ټايمز ورځپاڼه)

ما ويلې:

د بندي دې بلا ورواوړي، بنديان خصوصا د مجاهدينو بنديان خو په زندان کې تر ډيره حده د حق خبره کولاى شي، د يرغلګرو په مخ ورتوکلى شي، کرزى بيچاره خو ددې کارونو تصور هم نشي کولاى، استاد ياسر چې د څرخي پله په زندان كې كوم تقريرونه كړي وه او بيرون ته يې د نشر لپاره په ثبت شوي شكل راليږلي وه ،

كرزى او د هغه ملايان يې حتى په خپلو كورونو كې د خپلو ښځو په منځ كې هم نشي كولاى.

چا ويلې:

تر دې وروسته به تبليغ کوم سندرې نه وايم (نازيه اقبال، آزادئ راډيو)

ما ويلې:

ډير د خوښۍ ځاى ده. الله پاک دې له پخوانيو ګناوو در تير شي او په راتلونکي کې دې توفيق درکړي چې بيا خپل پخواني اعمال تکرار نکړې، او هغه كسان چې ستا د سندرو له كبله ګمراه شوي دي الله پاك دې هغوى ته هم هدايت وكړي چې له مرګ څخه مخكې الله ته رجوع وكړي او توبه وباسي.

چا ويلې:

حزب اسلامي ګوند حاضر دی چې اوسنى اساسي قانون ومني (آزادي راډيو)

ما ويلې:

حزب خو دې كار ته له پخوا څخه تيار وه، خو د کابل حکومت تيار نه وه چې حزب ومني.

چا ويلې:

په هرات کې یوې ۳۰ کسیزې وسله والې ډلې سوله وکړه (آزادي راډيو)

ما ويلې:

 دا هم د بې روزګارانو لپاره يو ښه تجارت پيدا شوى دى، هم ښې نغدې مادي ګټې تر لاسه کړي او هم په ښو دندو وګمارل شي.

چا ويلې:

د قطر مذاکرات بريا، که تنازل؟ (ظريف افغان، نن ټکى آسيا)

ما ويلې:

ان شاء الله چې د طالبانو لپاره بريا او د امريکايانو لپاره تنازل.

چا ويلې:

دانګلستان مشهور فلمي لوبغاړي لیام نیسن دمسلمانیدو پریکړه کړې (اصلاح آنلاين)

ما ويلې:

سبحان الله! زموږ جهادي رهبران ګمراه کيږي اسلام ته شا کوي، او ليام نيسن مسلمانيږي!!! ((انک لا تهدي من احببت ولکن الله يهدي من يشاء))

چا ويلې:

څېړنه: افغان چارواکو ته د خپلو پولیسو شمېر مالوم نه دی (پښتو بي بي سي پاڼه)

ما ويلې:

چارواکو ته د پوليسو کره شمير مالومول داسې ناشونى کار دى لکه څنګه چې د چينګښو تلل ناممکن کار دى، ځکه کله چې دوى دوه پوليس نوي جلب کړي نو بلې خواته پنځه پخواني تښتيدلي وي!! او بله دا چې دوى د طالبانو په مقابل كې د خپلو تلفاتو اصلي شميره نه ښكاري كوي او تلفات دومره ډير دي چې حتى اوس يې له مشرانو چارواكو څخه هم لاره وركه كړې ده، نه پوهيږي چې څومره وژل شوي او څومره ژوندي پاتې دي، او يوه بله وجه د چارواكو غلا هم ده ځكه د پوليسو له مشرانو چارواكو نيولې آن تر وړو افسرانو پورې هر يو داسې ډير تش په نامه كاركوونكي لري چې نوم يې شته، لاسليكونه يې شته خو اصلا هيڅ وجود نلري او تنخواګانې د مشرانو جيبونو ته ځي.

چا ويلې:

فرار سربازان ارتش افغانستان از خدمت 32 درصد افزایش یافته است (آژانس خبري بين المللي کوکچه)

ما ويلې:

نظر به پيشروى چشمگير طالبان در عرصه هاى مختلف اين فيصدى حالا هم بسيار کم است.

چا ويلې:

هر کال مولود لمانځو خو هيڅ نه شرميږو؟! (اصلاح آنلاين)

ما ويلې:

ډير ښه مو ويلي دي، هغه خلک خو بيخي شرم او حيا نلري چې د رسول الله د تاريخي دښمنانو په لاس جوړ شوي دولت کې کار کوي، د يهودو او نصاراوو په انجوګانو کې دندې تر سره کوي، په دې لس کاله خونړي او صليب ځپونکي جهاد کې يې يوه ورځ هم د سنګر د مجاهدينو حال وانخست او له دې ټولو سره سره بيا هم د رسول الله مولود لمانځي او د پوره تابعدارۍ دعوې يې هم کوي.

چا ويلې:

د اوباما اداره غواړی په نړی کي د همجنس پرستی د پرمختګ لپاره هڅي وکړي (نن ټکى آسيا)

ما ويلې:

الله پاک دې په هيواد کې له امريکايانو سره کارکوونکو افغان ترجمانانو او ډګروالانو ته خير کړي چې دا ځل به د درملنې لپاره تر کوم هيواده ورسيږي.

ډاكټر مسلم انډر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x