افغانستان

فراه ښار کې د پشترود د امنیت امر وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د فراه سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت د پشترود ولسوالي د امنیت امر د طالبانو په غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د فراه د والي واند وايي چې د پشترود د امنيت امر هاشم خان تېره شپه په فراه ښار کې د خپلوانو کور ته څېرمه دوو موټر سايکل سپرو وواژه.

دغه پېښه د فراه ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې، چې په دې ښار کې د خپل ډول اتمه پېښه بلل کېږي.

طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې د دوی ملګرو د عزم عملیاتو په لړ کې د پشترود د استخباراتو مدير هاشم خان په «غلچکي» بريد کې وواژه.

دوی رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې مدير هاشم خان په سیمه کې په ظلم او وحشت مشهور و، چې په خبره يې په جزا يې ورسېد.

تر دې وړاندې هم په فراه ښار کې ورته ګڼې پېښې شوې، چې د فراه ښار ته څېرمه د پولیسو یو ساتنمن له خپل پلار سره د روانې میاشتې په لومړۍ نېټه ووژل شو، ورپسې د فراه ښار اړوند باغ پل سیمه کې د پولیسې پوستې ته څېرمه یو تن پولیس د موټر سایکل سپرو له لوري ووژل شو.

د فراه امنیتي مسوولین دغه ډول پېښې اندېښموونکې نه بولي او وايي چې په نورو ولایاتو کې هم ورته پېښې کېږي، خو د پوځي چارو شنونکو په قول دغه ډول پېښې دا ثابتوي چې طالبان د فراه په مرکز کې هم ډاډه عملیات کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x