fbpx

خبردار عمرونه مه پټوئ…!

ژباړه: اجمل درمان

سان فرانسسکو : ډير شمیر خلک د خپل عمر په ښودلو کې له احتیاطه کار اخلي په ځانګړې توګه میرمنې بیا په دې برخه کې ډيرې حساسې وي خو اوس دې دا د عمر پټوونکي خلک خبرداره واوسې ځکه چې مایکروسافټ کمپنۍ یوه داسې ویبپاڼه جوړه کړې کوم چې انځور ورته پورته کړې نو د اصلي عمر ښودنه کوي.

د مایکروسافټ لخوا دغه جوړه شوې ویبپاڼه « http://how-old.net/» نومیږي کوم چې د انځور پورته کولو سره د هر چا رښتونی عمر په ډاګه کوي. په دغه ویبپاڼه کې کارول شوی سافټ ویر د انځور ځانګړتیاوو په څیړلو سره د عمر رښتونې اندازې د معلومولو هڅه کوي.

د مایکروسافټ چارواکو په وینا ددوي کارکوونکو د یوې ورځې په موده کې دیادې ویبپاڼې مرکزي پروګرام جوړ کړی دی. په دغه سیستم کې د وخت پیژندونکي آلې په وسیله انځور تجزیه او څیړل کیږي کوم چې نوموړي ویبپاڼې د لومړي ځل لپاره د دوي د کارکوونکو په کلنۍ غونډه (کنفرانس) ترې ګټه پورته کړې وه. دغه ویبپاڼه د انسان پر مخ ۲۷ ډوله ځانګړتیاوې له ځان سره نوټ کوي کوم چې په کې د پزې اووه مهم ځایونه، د شونډو شپږ ځایونه او د سترګو ځینې ځایونه شامل دي کوم چې د عمر اندازه ترې په ډاګه کیږي.

دغې ویبپاڼې د امریکا ولسمشر باراک اوباما عمر ۵۲ کاله ښودلی کوم چې په رښتیا ۵۲ کاله عمر لري. همدارنګه د مشهور فلمي ستوري (براډ پټ) عمر یې دوه کاله کوچنی ۴۹ کاله ښودلی لاکن په نااشنا ډول یې د بلې۵۶ کلنې اداکارې (میډونا) عمر ۳۷ کاله ښودلی دی. خو په کمو حالاتو کې دغه سافټ ویر په اصلي عمر ښودلو کې پاتې راغلی دی لکه د بالیووډ مشهورو لوبغاړو شارخ خان، عامر خان، او نورو عمرونه یې دهغوي د اصلي عمرونو څخه کم ښودلي دي.

ددغې ویبپاڼې په منځته راتګ سره د خلکو، په ځانګړې توګه د هغه میرمنو چې خپل عمرونه پټ ساتي، په زړونو کې ډار پيدا شوی دی ځکه خو د اردو ژبې مشهور شاعر (میراجي) له دغې ویبپاڼې څخه ځان لیرې ساتي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ننن
میلمه
ننن

يقين پرې مه کړی دا ټکلی دی

سباون
میلمه
سباون

يوځل ۲۹ او ۳۹ غلطی لری

Kkk
میلمه
Kkk

فکر کوم دا د تصويرونو را ټلولو نوی پروګرام دی، او کيدای سي د فيس بوک سره نژدې تړاو ولري، نو هيله ده چې هسې وخت پرې ضايع نکړی، او نه خپل ځانګړي او کورني وثائق افشاء کړی
په درنښت

yousuf
میلمه
yousuf

ښاغلی تاته په درنښت!
وینا دی نه ردوم.
دا تر ډېری کچي دروغ وایې…
دا امکان چې د اوس مهال د یو ځانګری انځور ایستونکی انځورونه وڅیړل شی خو د هری کمری عکسونه نه شی کولای او امکان یې په راتلونکی کې شته…
زما په اړوند مسلمانانو هيڅ د ارزښت وړ نه ده.