ټکنالوژي

سامسنګ منلی چې د دوي نوی سمارټ فون ستره تخنیکي ستونزه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د سامسنګ کمپنۍ نوي سمارټ فونوننه ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ګیلیکسي ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) د دغه کمپنۍ یو له غوره او پیاوړي سمارټ فونونو څخه دي چې د کاروونکو توجه په جلبولو بریالي شوي هم دی.

د سامسنګ کمپنۍ د نوي سمارټ فونونو کاروونکي شکایت کوي چې د سامسنګ کمپنۍ نوي سمارټ فونونه د رېم (RAM) تنظیمولو یا خالي کولو اپشن نه لري.

کاروونکي د دغې سمارټ فونونو له رېم څخه خوښ دي ځکه چې دغه سمارټ فونونه له ۳ ګیګابایټ رېم سره کاروونکو ته وړاندې شوي خو دغه درې ګیګابایټ رېم به هم ډیره لږه موده کې ډک شي که چیرې کاروونکي ونه توانیږي ځینې نه استعمالوونکي اپلیکیشنونه بند کړي.

په سمارټ فون کې چې کله کاروونکي خپل د خوښې اپلیکیشن خلاصوي د خلاص شوی اپلیکیشن ځینې معلومات په رېم کې ذخیره کیږي تر څو د ضرورت په وخت په اسانۍ سره دغه اپلیکیشن بیا خلاص شي خو که چیرې کاروونکی دغه اپلیکیشن بیا خلاصولو ته اړتیا ونلري نو له رېم څخه يي پاکوي چې له دې کار سره نور اپلکیشنونه کولی شي د پاک شوی اپلیکیشن له تشې څخه ګټه پورته کړي.

د سامسنګ په دوه نوي سمارټ فونونو ګیلیکسي ایس ۶ (Galaxy S6) او ګیلیګسي ایس ۶ ایج (Galaxy S6 Edge) کې د کاروونکو لپاره دغه اپشن نشته او نشي کولی خپل استعمال شوی رېم بیرته پاک کړي چې له همدې امله د سمارټ فون رېم کې شته تشه ډیر ژر ډکیږي.

سامسنګ کمپنۍ خپل دغه دوه سمارټ فونونو کې شته ستونزه منلې او ویلي دي چې ډیر ژر به د دغو سمارټ فونونو له اپډیټ کولو سره دغه ستونزه له منځه یوسي.

د سامسنګ کمپنۍ د انګلینډ څانګې خپل فیسبوک اکاونټ کې لیکلي:« مونږ غواړو د دغو سمارټ فونونو له اپډیټ کولو سره دغه ستونزه له منځه یوسو. خپل د سمارټ فون د اپډیټ کولو لپاره خپل د سمارټ فون تنظیماتو په برخه کې لاندې برخې کتل مه هیروئ:

Setting> About device> Software update> Update now

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x