په بدخشان کې دسړې هوا له امله ۹کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
له بدخشان ولایت نه په ورکړل شویو راپورنوکې ویل شوې دنوموړي ولایت دراغستان او یاوان په ولسوالیو کې دسختې سړې هوا له امله نهه تنو کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ،خبر زیاتوي وژل شوي کوچنیان چې یوه نجلې او اته نور یې هلکان دي درې تنه په یاوان او شپږ یې په راغستان ولسوالي کې وژل شوي. رپورټ زیاتوي نهه سره کوچنیان چې ځینو یې دسینې ناروغي درلوده روغتون ته په وخت دنه رسیدو له امله وژل شوي.
په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې دسړې هوا له امله له سختو ستونزو سره مخ دي ، حکومت په ځانګړي توګه روغتیایي چارواکو دمشکلاتو دحل لپاره تراوسه دپام وړ اقدام نه دي کړي
احمد بریال