د پګواش کانفرانس یو ښه فرصت خو …/سرلیکنه

نن ټکی اسیا: سرلیکنه: نن د قطر هیواد په پلازمینې دوحه کې د افغانستان د متخاصمو لوریو ترمنځ یو کانفرانس جوړ شوی چې په ترڅ کې به یې په جګړه ځپلې هیواد کې د سولې راوستلو په اړه خبره کیږي.

په دغه دوه ورځني کانفرانس کې ګډون کوونکي لوري وايي چې په غونډه کې برخه اخیستل یې د دوی ترمنځ د سولې د مذاکراتو د رسمي پیل مانا نه لري.

په داسې حال کې چې د هیواد په شمال کې د ګډ حکومت او طالبانو ترمنځ جګړو تربل هروخت زیات شدت موندلی او اټکل کیږي چې لمنه به یې د هیواد نورو برخو ته هم پراخه شي د دغه ډول سوله ییزو غونډو جوړول او په هغو کې د قضیې د متنازعو لوریو مخامخ کیناستل سولې ته د نیږدې کیدو لپاره یو ښه چانس دی.

دا د خپل نوعیت له مخې دریمه غونډه ده چې طالبان او دولتي استازي ورکي مخامخ برخوال او په هیواد کې د راتلونکي ممکنه سولې په اړه خبرې کوي . که څه هم چې له هیواده بهر د بهرنیانو په وسیله د افغان متنازعو لوریو را یوځای کول او د سولې په اړه خبرې کول د هیواد په داخل د جګړې په ختمولو کې موثریت نه لري ، خو بیا هم یو فرصت دی چې باید په خپل وخت تري استفاده وشي.

که د افغانستان په داخل کې د متنازعو لوریو ترمنځ د جګړې ابتکار خپله د دوی په لاس کې وي نو ښه به داوي چې د جګړې د ختمولو لپاره هم د بهرنیانو له زمینه سازي پرته په خپل ابتکارسره راټول او پر هغو عواملو خبرې وکړي چې د جګړې د پیلیدو لامل ګرځیدلي.

په بهرکې د بهرنیانو په ابتکار د افغان متنازعو اړخونو ډیرول او د هغوی ترمنځ په مساویانه انداز د سولې په خبرو کي مشارکت په هیواد کې د سولې له تأمین سره مرسته نشي کولای؛ ځکه د افغان لانجې د عوامولو او ابعادو درک خپله افغانان کولای او همدوی یې په هوارولو پوهیږي.

د لو مړي بُن غونډه چې د بهرنیانو په نوښت په افغانستان کې د سولې د تأمین په پلمه جوړه شوه هیڅکله په خپل هدف کې بریالۍ نه بلکې داسې ستونزې وزیږولې چې له امله یې افغانان د ډیروخت لپاره نورهم د سولې له نعمته محروم کړای شول.

اوس که بیاهم د بهرنیانو او افغانانو لخوا دغه آزمایل شوې تجربه کارول کیږي او د اصلي مشکل پرځای پر حاشیوي خبرو ټینګار کیږي ښايي د وخت له ضیاع پرته بله هیڅ ګټه ونه لري .

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

له داسې یوې ادارې سره چې یوازې په جګړه ماری کې یوه خوله دي مذاکرات او یا یو میز شاته کیناستل هیڅ فایده نلري. که فرض مثال اشرف غني خپله له طالبانو سره خبرو ته کیني نو ایا اشرف غني واقعا هم د جګړمارې ادارې نماینده ګي کولای شي، ایا جګړه ماره مافیایي اداره کې د اشرف غني خبره هغه هم د سولې باره کې څوک اوري یا یې مني؟؟ ایا د سولې شوروا دا واک لري چې له مذاکراتو څخه راټوکیدلی احتمالي ژمنی په جګړمار حکومت باندی ومني؟ ایا دریمګړي اشخاص دومره زور یا رسوخ لري چې جګړمار فاسد… نور لوستل »

33434
میلمه

nothing

کمال
میلمه

دنويوعملياتو له اعلان نه سمدستي دا ډول غونډی جوړول دنړيوالو استخباراتوله خوا روانو عملیاتوته يوه روحي اومعنوي ضربه ورکول دي. طالبان بايد دغومسایلوته له هرې زاويې متوجه سي ځکه چې ميډيا ددښمن په لاس کې ده،هرډول چې غواړي هم هغه سی تعبیرعام کولای شي.يوکانفرانس ته دغه ده دعملي مذاکراتو بڼه ميډیا ورکړه