د فرخندې په قتل تورنو کسانو محاکمه سبا ته وځنډول شوه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۲مه ۱۳۹۴ل): د کابل ابتدايي محکمې د فرخندې په قتل د تورونو ۴۹ کسانو د محاکمې جلسه سبا ورځې ته وځنډول شوه.

نن د فرخندې په قتل ۴۹ تورن کسان د کابل په ابتدايي محکمه کې په علني توګه محاکمه کېدل.

د راپور له مخې نن لسو تورنو کسانو ته د ځانه د دفاع حق ورکړل شو او پاتې نورو کسانو دفاع سبا ته وځنډول شوه.

د محکمې په پيل کې څارنوال خپل صورت دعوا ولوستله او د محکمې مشر له تورنو جلا جلا پوښتنې وکړې.

په نننۍ محاکمه کې یو شمېر تورنو کسانو د فرخندې په قتل کې لاس درلودل رد کړي خو ځينو بیا منلې چې د نوموړې په قتل کې یې لاس درلودلو.

د محمد يعقوب په نوم یو کس ومنله چې په لويه ډبره يې فرخنده په سر وويشتله او هغه مړه شوه.

د ابتدائيه محکمې مشر صفي الله مجددي د محکمې علني غونډې ته وويل، د دې لپاره چې د فرخندې د قتل په اړه يو شمېر موارد روښانه شي بايد د کابل امنيه قوماندان عبدالرحمن رحيمي، د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر جنرال ظاهر ظاهر، څيړونکی پلاوی او د دويمې حوزې د مخابرې غړي بايد د يکشنبې ورځې جلسې ته حاضر شي.

فرخنده چې د تېر کال په وروستۍ میاشت کې د قرآن سوځونې په تور د خلکو له خوا له وژلو وروسته وسوځول شوه، په تړاو يې ۴۹ تنه نیول شوي دي، چې ۱۹ يې پوليس دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عصمت الله«همت» دارزګان دولایت مقام څخه
میلمه

خدای(ج) دی وکړی چی ناحقه مسلمانان پکښی شکیل نه شی