د فرخندې په قتل د تورنو کسانو محاکمه- انځورونه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۲مه ۱۳۹۴ل):  نن د کابل ابتدايي محکمې د فرخندې په قتل د ۴۹ تورنو کسانو محاکمه پیل کړه چې له منځه یې لسو تورنو کسانو ته د ځانه د دفاع حق ورکړل شو او پاتې نورو کسانو دفاع سبا ته وځنډول شوه.

د محکمې په پيل کې څارنوال خپل صورت دعوا ولوستله او د محکمې مشر له تورنو جلا جلا پوښتنې وکړې.

په نننۍ محاکمه کې یو شمېر تورنو کسانو د فرخندې په قتل کې لاس درلودل رد کړي خو ځينو بیا منلې چې د نوموړې په قتل کې یې لاس درلودلو.

د محمد يعقوب په نوم یو کس ومنله چې په لويه ډبره يې فرخنده په سر وويشتله او هغه مړه شوه.

فرخنده چې د تېر کال په وروستۍ میاشت کې د قرآن سوځونې په تور د خلکو له خوا له وژلو وروسته وسوځول شوه، په تړاو يې ۴۹ تنه نیول شوي دي، چې ۱۹ يې پوليس دي.

د نننۍ علني محکمې څو انځورونه چې نن ټکی اسیا تر لاسه کړي دي.AfghanistanAfghanistan Afghanistan Afghanistan Afghanistan Afghanistan Afghanistan

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د