افغانستان

ذبیح الله مجاهدله سی این این سره: دکرزي حکومت بیواکه دي او لیدل به ورسره دقضیې په حل کې کومه ګټه ونه لري.

taliban interview په دې ورستيو کې دسی این این تلویزوني شبکې خبریال دطالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهدسره لنډ مرکه کړې  او پکښې یې یوځل بیا ټینګار کړي چې دوي به له افغان حکومت سره دهغوي دبیواکي په وجه خبرې  ونکړي .

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د مذاکراتو لپاره اعتمادسازۍ ته ضرورت دی ترڅو فضا دې ته تیاره شي چې مذاکرات شروع  شي اودا د اعتمادسازۍ مرحله کاملا د امریکایانو پورې اړه لري او هغوی یی باید په اړه اقدام وکړی هغه د ګوانتانامودبندیانو تبادله، د سیاسي دفتر پرانیستنه، د ملګرو ملتو د بندیزونود لیست او هم د امریکا او متحده ایالاتو د جایزې د لیستونو له منځه وړل دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ورستۍ مرکه کې ویلي چې دوي هره فیصله داسلامي اصولو او ملي ګټو په نظر کې نیولو سره کوي .او په دې کې دامریکا او یا کوم بل هیواد تر هدایاتولاندې کار نکوي .

ښاغلی مجاهد ددې پوښتنې په ځواب کې چې: که ستاسو نه وغوښتل شي چې په سعودي عربستان کې دافغان حکومت له چارواکو سره خبري وکړئ، نو آیا تاسو به یې غوښتنه ومنئ؟ نوموړي وایې : د امریکایانو سره د تفاهم د شروع کیدلو ترمخه د قطر هیواد د افغانستان اسلامي امارت لخوا د منځګړي په توګه انتخاب شو دا زمونږ خپل انتخاب وه د هیڅ کوم بل هیواد د فشار یا غوښتنې نتیجه نه وه، او امریکایانو هم زمونږ په دغه انتخاب موافقه وکړه.

 ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دسعودی عربستان په اړه باید ووایم چې داسې یوغوښتنه تراوسه زمونږ څخه نه ده شوې او که چیرې وهم شي نو زمونږ ځواب به داوي چې د کرزي حکومت بېواکه دی او لیدل به ورسره دقضیې په حل کې  کومه ګټه و نلري.

عابرمسافر/ نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x