افغانستان

عبدالله عبدالله: د سولې د هڅو تر څنګ، باید جګړې ته هم تيار واوسو

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت اجرايوي رییس وايي چې له مخالفو وسله والو سره د سولې د هڅو تر څنګ باید د هغوی په وړاندې سختې جګړې ته هم تيار واوسو.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې نن د غويي په دوولسمه د مجاهدينو د بریا د ورځې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډې ته وکړي، چې پکې پخواني جهادي قومندان عبد رب الرسول سیاف هم له مجاهدينو نه د وسیلې په توګه کار اخیستل خواشينونکي وګڼل.

نوموړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېرې په قضاوت د اوسني حکومت شريک بلل کېږي، وویل چې د پخواني شوروي اتحاد په وړاندې جګړه یوه ديني او ملي دنده وه او په خبره يې که يې څوک په وړاندې بې تفاوته پاتې کېږي هغه به د هېواد له تاريخي ارزښتونو سره جفا کوي.

اجرايوي رييس وویل چې ځینې کسان مسايلو ته ژور ګوري، خو ځينې نور بیا عقده من چلند کوي، خو په خبره يې هیڅوک هم باید د ملي او ديني ارزښتونو سپکاوی ونه کړي.

عبدالله عبدالله د چا نوم وانه خیست، خو ښايي په هېواد کې د مدني فعالانو په نامه او په ارګ کې د رولا غني له لوري حجاب ضد څرګندونې يې مقصد وې.

اجرايوي رییس په داسې حال کې د طالبانو په وړاندې د سولې او جګړې متضادې څرګندونې کوي چې ورسره جوخت يې د امنیتي ځواکونو او ولس تر منځ پراخه فاصله هم اندېښموونکې وګڼله.

نوموړي وړاندې وویل چې تر څو ولس په امنیتي ځواکونو باور پیدا نه کړي او د خپلې ټولنې غړي يې ونه بولي، د ګډ حکومت نظام به بريالی نه شي.

د دوی په خبره « د سولې په برخه کې هڅې روانې دي، خو د جګړې له تريخ واقعیت سره هم مخامخ یو، چې باید ورته اماده اوسو.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x