ادبي لیکني

باباى غزل – حمزه بابا

Hamzaستا په اننـــــگو كې د حمزه د وينو سره دي           ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړم

غزل د پښتو په سندريز ادب كې هغه ښايسته، زړه راكښونكى او خوږ ميلمه دى، چې له عربي ژبې څخه يي پرمونږ د خپلې خواخوږۍ پېرزوينه كړې او دعربي د دغې معقولې( كل جديدٌ لذيذٌ ) په اساس يې سړى له صحبته خوند او له صورته كيف اخلي.

غزل د روانې پېړۍ  د ادبياتو يو مقبول صنف دى، چې د رباب د تارونو ترنگ او د هارمونيې په پردو كې  يې شرنگ د هر چا زړه ته لار پېدا كړې او هغه د ننگرهار د چپرهاري بينا خبره، چې:

په زړه را ننــــوتې ځاى  دې ونيو ياره په كې
كښېناستې پاتې شوې د ټول عمر دپاره په كې

او دا ځواك هسې خبرې كتارول هم ندي؛  دا دهغه نازنين غزل كار دى، چې شعريت، هنريت تصوير او پيغام ولري او پيغام يي دومره زړه پاروونكى او هڅاند وي، چې اوريدونكى وار د واره پاينڅو بډوهلو او لستوڼو پورته كولو ته و هڅوي.

غزل يوه عربي كلمه ده، چې معنا يې ده ( له ښځو سره خبرې كول ).

اخلاقي اصول او موازين؛ خو دا دي، چې له ښځو سره خبرې كول خوږه  لهجه او د نزاكتونو رعايت غواړي؛ ځكه، چې خطاب لطيف او نازك صنف ته كېږي.

همدغه و جه ده، چې كله دغه كلمه د شاعرۍ  دنيا ته د اصطلاح په توگه ورگډه شوه؛ نو د هغه  صنف نوم وگرځيد، چې عاشق له معشوقې سره د مينې خوږې، پستې او زړه  راكښونكې خبرې كوي، د حسن او عشق د معاملاتو ذكر په كې وي د وصال د خوږو او د هجران د ترخو، له  گيلو  ډكې كيسې په  كې بيانېږي.

غرض دا، چې په اصطلاح كې ( غزل ) خپل لغوي معنويت د حسن او عشق د وارداتو په لاركې ځان بدل كړ او د شاعرۍ  د ميدان يو ښايسته صنف وگرځيد، چې ځانته فورم لري.

ارواښاد پروفيسور پريشان خټك د غزل له دې معنا سره يوه بله معنا گډوي، چې :
(د غزل يوه معنا هغه كيفيت دى، چې كله ښكاري سپى( تازي) هوسۍ په مخه كړي او هوسۍ په منډه ځان خلاصول غواړي؛ خو ښكاري سپى هم ورپسې وي او ، چې كله د هوسۍ توان ختم شي؛نو په دې وپوهيږي، چې له ښكاري سپي څخه په منډه ځان نه شې خلاصولى، ودرېږي او د هغې په سترگو كې دغه وخت د بېوسۍ يو خاص كيفيت ليدل كېږي. دغه كيفيت ته هم غزل وايي.)
زه له خټك صاحب سره په دې معنا كې اتفاق لرم؛ ځكه يو، خو هوسۍ ځان د احتضار په حالت كې گوري او بل د غزال نوم له غزل سره ډېر بې ارتباط هم نه دى.

پرېشان خټك صېب دا خبره د پروفيسورافضل رضا صاحب خداى دې يې غريق رحمت وگرزوي د پښتو غزل د كتاب په پېل كې د پېژند گلوۍ ترسرليك لاندې كړې او زياتوي، چې:

( په دې خبره د اكثرو پوهانو اتفاق دى چې د غزل دغه ړومبۍ معنا چې له ښځو سره د  مينې او عشق خبروته غزل وايي خو زما په خيال په دې كې اوس يو څه ترميم په كار دى او هغه دا چې غزل د مينې او عشق خبروته وايي. په دې كې د جنس د متعين كولو ضرور؛ ځكه نشته چې نن سبا تقريبا زنانه ليكونكې هم شته چې ډېرې ښي ښي غزلې ليكي، نو ښايي چې اوس مونږ دا ومنو چې ( غزل ) د مينې د كيفيت د اظهار نوم دى دا مينه د هر چا د هر مخالف جنس سره كيدى شي.

په خپله حمزه بابا د غزل تعارف داسې كوي:

( غزل يوازې له ښځو سره د خبرو كولو نوم نه دى، بلكې د تنستى اودل او په ساده ساده خبرو كې حكمتونه څرگندول هم دي.
مونږ له هغو حضراتو سره اتفاق نه شو كولى، چې غزل يوازې د پى مخو د اندامونو د تعريف نه سوا بل څيزنه گڼې.
كه د غزل محركه جذبه عشق وي كه د مينې تاو، د ښايست د تعريف محرك وي؛ نو مينه يوازې د ښځې سره نه، بلكې د قام، ملك او نورو څيزونو سره هم وي او په دې لحاظ هغه ټولې منظومې وېنا گانې د غزل په شمار كې راتلاى شي خو شرط يي دا دى چې د هغو اظهار د غزل په طريقه لطيف، نازك او ساده وي.
مينه يو وجود دى، خو د خپل اظهار له پاره جدا جدا نسبتونه لري. چيرته، چې د مينې د پاره  په يو څيز كې ښايست څرگند شي؛ هلته د هغه توجه او نياز محور پېدا شي) او مصداق يي د اروا ښاد د راحت صيب دا شعر وړاندې كوي:

( هر يو تار يي په جلوو هره بخۍ په پلوشو ده

خداى خبر څو مره پى مخي پټ كړل دې څيرې گريوان مې)

د شاعر مطلب خو دا دى چې  د ډېرو پيمخو په غم  كې مې په څو څو كرته خپل گريوان وشلولو؛ نو اوس مې د گريوان هر يو تار د هغو ښكليو د ښايست  له سببه په جلوو او هره بخۍ  يى په پلوشو ده، خو په څومره ادبي انداز يي دا شعر ليكلى دى. وايي چې:
خداى ج خبر چې زما دې گريوان څومره پيمخي پټ كړل، پټ يې څه كړل، چې خلك د دې روښانه او ځلاند گريوان په تماشه سر شو.)
چېرې، چې د غزل نوم واخيستل شي؛ نو حمزه بابا د سړي سترگوته نيغ ودرېږي، ځكه حمزه بابا او غزل دوه نه بېلېدونكي نومونه دي.

ستا په اننگو كې د حمزه د وينو سره دي

ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې بابا كړم

د غزل بابا يا د ښاغلي حنيف خليل په اصطلاح ( باباى غزل ) ابوالمراد امير حمزه حمزه شينوارى د خيبر د هسكو غرونو د شملې هغه گل و، چې د دغې سيمې تړې او لمنې يې له زياتو رنگينو او خوشبو وږمو ډكې كړې او د ادب نړۍ  ته يي داسې گلان ور ډالې كړي، چې ادب پوهان يې كلام ته د عقيدت سرونه ټيټوي؛ خاطر، ناظر، شاكر، ذاكر، مراد شينوارى او داسې نور هغه نومونه دي، چې د زياترو اشعارو په زړونو كې اور او په سرونو كې شور پيدا كوي.

پروفيسورمحمد نواز طايرد حمزه بابا په اړه وايي:

( بيشكه حمزه بابا  خپل ژوند د پښتو ادب بالخصوص د پښتو غزل د حسن او ښكلا د تزيين د پاره وقف كړى و. د هغه مزاج او ميلان دغزل د پاره دومره موزون و چې هر غزل يي او د غزل هر شعر يې منتخب او منفرد و. هغه پښتو غزل د عام روايتي ډگر نه د پښتونولۍ په ډگر داسې ور سم كړ چې حسن او جمال او رنگيني يې هم ورته قايم وساتل او پښتني اخلاق، اقدار، اطوار او د پښتو روايات يې هم په ورزيات كړل يقينا چې د پښتو د ادبياتو د نقد و نظر خاوندان ټول دا مني چې حمزه بابا غزل پښتون كړى دى او د پښتونولۍ ټول ښايستونه او ټول صفتونه يې د دې ځولۍ ته ډالۍ كړي دي؛ ځكه چې پښتو غزل د حمزه نه مخكې د نورې دنيا او نورو ژبو منفرد او مميز شوى دى.

لكه چې حمزه بابا وايي:

ما كوز ورته ليمه كړه زما سر نه ټيټېده              شايد چې په الفت كې هم افغان پاتې كيدم
***
دا سركوزي پښتونه ياره ولې         ستا د زلمو هغه پگړۍ څه شوې
***
زه برندې سترگې او شډله ځواني حسن گڼم          نه نرى ملا لكه و يښته نه ټيټې كړې سترگې
***
ستا د بڼو خبرې نيغې وې تل       داسې وې تل د پښتو خبرې
***
پلو دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره        زمرۍ غوندې به گورې شرميدل به په كې نه وي

او په خپل دغه شعر كې چې وايي:

تېره به شې شپه په شال او هم په پشمينه كې         قوت غرض د نان دى سبانۍ او شبينه كې

د فارسي د دغه شعر نه متاثره ښكاري:
                                ( شب سمور گذشت  و شب تنور گذشت )

حمزه بابا د شاعرانو په بې قدرۍ داسې آهونه كاږي:

لواړگيني د شاعرانو قدر نه كا          غورځولي يې لعلونه په ډېران دي
***
د خيبر له غرونو نمر د شعر وخوت              چې خورې يي پلوشې تر هندوستان دي
حمزه قدر په خپل كور كې د چا نوي
                                       د عربو خلك كم دي چې حاجيان دي

د حمزه بابا كلام يوازې غزل ته محدود نه دي په دې كې د نورو اصنافو هم ډېرې ښكلې نمونې او ډېر په زړه پورې تخليقات موجود دي. بيا هغه د نثر بالخصوص د ډرامې، افسانې، ناول، مقاله نگاري په ميدان كې هم خپل منفرد مقام او حيثيت لرلى دى.

دا ټولې خبرې د حمزه بابا د لوى شخصيت او په ادبياتو كې د هغه د منفرد مقام د حوالې د حواالې په دود راوړل كيدى شي.
                       چې خبل غزل د چانه واورم حمزه        وايم چې چا هسې وينا كړې ده

د غزل د ډگر دغه ستر اتل له پښتو مخكې په اردو كې شاعري كوله او ډېره ښه شاعري يي كوله؛ خو د خپل مرشد او پيرسيد عبدالستارشاه پاچا، چې بينوا تخلص يې كاوه په لارښوونه يې په اردو كې شاعري پرېښودله او په پښتو كې يې شاعري پيل كړه، چې د( ۱۹۳۳ع ) كال و او په دې شاعرۍ كې يي دومره عظيم نوم وگاټه چې د پښتو د غزل بابا شو او همدغه ادبي بابا توب ته د عقيدت له مخه ښه شاعر او ستر ليكوال جناب حنيف خليل د باباى غزل په نامه كتاب كې د ابوالمراد امير حمزه حمزه د څو بعدي شخصيت په اړه په اردو ژبه همه جانبه څېړنه او تحقيق كړى دى، خو كاشكې چې په دغې خوږې او عالمانه خېړنې يې پښتو ژبه بډايه كړې واى؛ ځكه چې پښتو په دغه برخه كې ډېره بېوسه او زياته بې كسه ده او سترگې يي دغه راز ځوان فكره پوهانو او د حوصلې څښتنو شنونكو ته اوړي چې په تېره د پښتو د سترو او عظيمو شاعرانو د ژوند او فن په بېلا بېلو اړخونو رڼا واچوي او هغوى ته چې پښتو د   د وزخ ژبه بولي دا وښيي چې په پښتو كې له گلانو داسې ډك بڼونه غوړيدلي چې جنت يي هيڅكله له دغه راز دوزخ سره گاونډ نه دى چې چا په كې شپې سبا كړي او د دوزخ په سرو لمبو كې يې په هغه له زيات نه زيات عسرت كې په خپلو ناولو او متعصبه غوږونو له چا نه پښتو اوريدلې او په خپلو پوچو او كباب شويو سترگو يي دا ليدلي چې په دوزخ كې د ده په شان كوم دوزخي په پښتو خبرې كوي؛ نو، ځكه پښتو په مونږ دا حق لري چې د اغيار و دا غم او غيض سره سره د ښو نه ښې ليكنې پښتو ته وړاندې كړو او خپله ژبه چې پښتنو ته د خپلې پتمنې ابۍ د پړوني حيثيت لري له بې ځايه تورونو او تومتونو څخه وژغورو. مونږ هيڅكله فارسي ژبه پردۍ نده گڼلې او نه مو دا په خيال او خاطر كې گرځېدلي، چې په بله ژبه دې ولې څه وليكو او يا دې ولي شاعري پرې وكړو.

ما ته زما ډېر درانه داكتر ښاغلي ميا سهېل انشا د حنيف خليل صاحب له خوا څو كتابونه ډالۍ كړي سره لدې، چې پرې خوشحاله شوم؛ خو له تاسې به يې څه پټوم دې ته يې اړ كړم، چې  په كسانو كې د پښتو بېكسي وژاړم او ځوان كهول ته لمن وغوړوم، چې كه په بله ژبه ليكل كوئ او دومره ارښتناكه علمي پانگه يې له سر ځاروئ؛ نو پښتو څه گناه كړېده، چې دغه پېرزوينه ورباندې نه كوئ. كه كاروباري ليكوالي مطلب وي؛ نو هغه بيا بېله خبره ده.

زه دا په ډېر وياړ وايم، چې ښاغلى حنيف خليل د باباى غزل په فارسي شاعرۍ ډېره ښه څيړنه كړې د(اورد ) او ( آمد )خبره يې په كې ډېره ښه څېړلې ده؛ خو په دې كې يو څه ټكنى غوندى دى، چې دغه شعرونه به يې په عروضي افاعيلو او د خليل بن احمد په بحرونو برابر وي او كه نه؛ خو زه د دوى دغه ټكنيتوب ته په دې خبره تسل وركوم، چې:

د سترننگيالي چا، چې د افغان په ننگ توره تړله د تورې او قلم د ډگر اتل خوشحال خان خټك، اشرف خان هجري، حمزه بابا او نورو پښتنوشاعرانو دې كور ودان وي، چې روايات او مصلحتونه يې د قدم پورته كولو خنډ نه دي گرځېدلي او په فارسي ژبه يې د يوه غيرمتعصب انسان په توگه شعر ووايه، دا فرق نه كوي، چې په عروضي افاعيلو فاعلاتن، فعولن، فاعلات په اوزانو برابر دي او كه نه دي.

د باباى غزل په دغه كتاب كې، چې د مخ كاته لپاره يې دغه درنده غونډه جوړه شوې وه؛  ښاغلي حنيف خليل د باباى غزل په دغو موضوعاتو( حالات زندگى، اسلوب، وحدت الوجود، پشتون تصوف، پشتونولي، جمالياتي تجزيه، علامت نگاري، نظم گويي، اردو شاعري، فارسي شاعري، ژوند او يون، سفرنامۀ كابل، ايك شاعر، متفرقات، هم عصر تضادون كې نظر مين ) ژوره څېړنه كړېده او د ده دې كور ودان وي، چې د حمزه بابا د شاعرۍ دغه اړخ يې هم را برسېره كړ او بيا  ژوندون يې وروبخښه.
      

   هر گز نميرد آنكه دلش زنده شد به عشق
                                                  ثبت است بر جريده عالم دوام ما

د چا، چې زړه په عشق او مينه ژوندى وي په هغه باندې مرگ دومره مېړنى نه دى چې نوم يې يو مخ ورك كړي او له ذهنونو يې وباسي.
د حمزه بابا په فارسي شعر كې شعري محاسن ټول موجود دي تاسې وگورئ دغه پښتون ،صوفي او فلسفي شاعر څه ښه وايي:

نگاه تست اى پيرخرابات          ورنه حمزه من انم كه چونم

دا ستا د نظر بركت دى اى د خرابات پيره ! كه نه؛ نوحمزه زه هغه يم چې وم.

لكه څنگه، چې حنيف خليل صاحب هم ورته اشاره كړېده؛ ټول اسلامي صوفيان په دې عقيده دي، چې احسن الخالقين حضرت حق سبحانه و تعالى د حسن او ښكلا سرچينه ده، ټول ښكلي شيان دهغه د حسن مظاهر دى، خو الله تعالى په ټولو مخلوقاتو كې انسان ډېرحسين او ډېر ښكلى پېدا كړى دى.
لكه په خپله، چې فرمايي: ( لقد خلقنا الا نسان فى احسن تقويم ) بېشكه، چې ما انسان ډېرحسين او ښكلى پيدا كړى دى.

                             هر كه شد محو در آينه رخ تو
                                                              يك جهان در رخ خود حسن و تماشا دارد

او په دغه شعر كې د وحشت د صحرا لمنه څيري او دا د خپل جنون زياتوالى بولي.

                        شكستم دامن صحرا ى وحشت
                                                      زيادت مې كند هر دم جنونم

او دغه وروستي شعر ته يې غوږ شئ:

                    رموز حسن و عشق از پرده فغان شد ظاهر

                                                                  چرا سوزد دل شمع و چرا پروانه مې ايد

د حسن او عشق رموز د فغان له پردې ښكاره شو ولى د شمع په زړه كې اوربل دې او ولې پروانه دغې قتلگاه ته راځي.
حنيف خليل صاحب وايي، چې د حمزه بابا دغه شعر د فارسي له دغه شعر څخه متاثر دى:

                           عشق اول در دل معشوق پېدا ميشود
                                                                گر نسوزد شمع كى پروانه شيدا ميشود

د غزل بابا يعنې حمزه بابا به تل ژوندى وي په پښتنو كې ؛ خو يې دغه دايمي ژوند گټلى او اوس يې، چې حنيف خليل صاحب فارسي شعرونه راوسپړل؛ نو په فارسيوالو كې يې هم دغه ابدي ژوند د يوه شاعر په حيث په برخه شو.

زه فكر كوم، چې دغه راز تاثر او واردات د ډېرو شاعرانو په شعرونو كې ليدل كېږي، چې دا يو توارد دى او دغه راز توارد عموما په عامو موضوعاتو لكه بهار، خزان، شمع او پروا نه ، گل  و بلبل د زياتره شاعرانو په شعرونو كې موجود دى، چې دا زه عيب نه بولم او دا زموږ د خيبر د هسكو سردرو د غرڅني لواړ گيني شاعر په فارسي شعر كې پوره مهارت او استادانه ادا ښيي.  

والسلام عليكم  

قتیل خوږیاڼی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x