افغانستان

امنيتي مسوولین د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته حاضر نه شول

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): په کندوز، بدخشان، زابل، هلمند، کندهار، غزني او ګڼو نورو ولایتونو کې د وروستیو نا امنیو په تړاو ولسي جرګې خپلې نننۍ عمومي غونډې ته لوړ پوړي امنیتي مسوولین د استجواب په تمه ورغوښتي وو، چې حاضر نه شول.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال نن په عمومي غونډه کې وويل چې دوی ته په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر له لوري په رالېږل شوي مکتوب کې ویل شوي چې امنيتي مسوولین نن نه شي کولی د ولسي جرګې استجوابیه ناستې ته حاضر شي.

نوموړي ونه ویل چې په پارلماني چارو کې دولتي وزير د امنيتي مسوولینو د نه ورتګ علت په ډاګه کړی او کنه، خو ويې ويل چې په ور لېږل شوي مکتوب کې وړاندې لیکل شوی چې دغه چارواکي به راتلونکې دوشنبه د ولسي جرګې استجوابیه ناسته کې د ګډون وخت ولري.

تر دې وړاندې هم ولسي جرګې د ګډ حکومت امنیتي مسوولین استجواب کړي و، چې ځینو يې د دوی له پرلپسې استجواب سره مخالفت وښود او ويې ویل چې دا ډول ناستې نه شي کولی په امنیتي برخه کې مثبت رول ولري.

له څو ورځو راهیسې د هېواد په جنوبي برخو سربېره په شمال کې هم د طالبانو بریدونو زور اخیستی، چې نن هم طالبانو په بدخشان ولایت کې د پراخې سیمې او ۱۳ پوستو د نیولو خبر ورکړ.

دولتي چارواکي بیا په کندوز کې د وړاندې تګ خبر ورکوي، خو طالبان وايي چې دوی لاهم نیولې سیمې په واک کې لري او د دولتي سرچینو څرګندونې يې د هغوی عسکرو ته «کاذب ډاډ » بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
rehmat jan

خوندبه هله وکی سی امنیتی مسئولین دولسی جرگی په غروپسی سوتی راواخلی هسی هم گد دوسری حکومت ده سروبریی معلوم نده بیابه یوه بهانه ورته جوره کی شرم خودوی نلری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x