نړۍ

امريکايي عسکرو کې تېر کال د جنسي تېريو شل زره پېښې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا دفاع وزارت وايي، چې د امريکایي عسکرو تر منځ د جنسي تېريو ستونزې د پخوا په پرتله زياتې شوي او دې پېښو دفاع وزارت او سپينه ماڼۍ اندېښمنه کړې ده.

د «رنډ» په نامه یوې موسسې پنټاګون ته یوه نوي راپور کې ویلي، چې د امریکايي پوځیانو تر منځ د جنسي تېري پېښې زیاتې شوي او په تېر ۲۰۱۴زکال کې د امریکايي پوځیانو ترمنځ د زرګونه جنسي تېریو پېښې یې ثبت کړي دي.

«رنډ» په خپل راپور کې وايي، په ۲۰۱۴ زکال کې ۱۰۶۰۰نارینه وو او ۹۶۰۰ ښځو ورته ویلي چې پر دوی جنسي تېري شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» هم مني، چې د امریکايي پوځیانو ترمنځ د جنسي تېریو پېښې ډېرې شوي او په تېر۲۰۱۴زکال کې د امریکايي پوځیانو ترمنځ د جنسي تېريو۰۱۹۰۰۰پېښې ثبت شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وايي، په پوځ کې پر نارینه وو د جنسي تېري زیاتوالي اندېښمن کړی دی او دی به هڅه وکړي، چې په پوځ کې د جنسي تېرو پېښو کچه راکمه کړي.

کارټر وايي، په پوځ کې د ښځنیه وو په پرتله پر نارینه وو د جنسي پېښې ډېرې شوي، چې پنټاګون یې اندېښمن کړی دی.

رنډ دا نه دي ویلي، چې دغه پېښې د امریکا د ننه د پوځیانو په منځ کې شوي او که په هغه هېوادونو کې شوي، چې امریکايي پوځیان پکې مېشت دي.

د امريکا پخواني دفاع وزير چک هيګل هم منلې وه، چې د امريکايي عسکرو تر منځ د بدلمنۍ خپريدل يوه لويه ستونزه ده.

هيګل د خپل وزارت په وروستیو وختونو کې ويلي و، چې د امريکايي عسکرو تر منځ د بدلمنۍ او بې لارۍ عادت ډېر انديښمن کړی او د عسکرو تر منځ دغه عادت په ډېره لويه کچه خپور شوی دی.

د پينټاګون چارواکي وايي، چې د عسکرو تر منځ د جنسي بې لارۍ د خپريدو له امله د پوځ دفاعي ځواک کمزوری شوی دی.

د امريکا دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه د لوړپوړو افسرانو رويه هم د انديښنې وړ ده؛ ځکه چې د ډېرو جنسي جرمونو تر شا د دغو افسرانو لاس دی.

هيګل ويلي و، چې پوځ کې د ښځينه پوځيانو پر خلاف د جنسي تشدد پېښې پنځوس سلنه زياتې شوي دي.
د امريکا د دفاع وزير اشټون کارټر و ويل، چې دوی پدې اړه داسې روزونکو او ارواپوهانو ته اړتيا لري، چې د امريکايي عسکرو څخه دا شرمناک عمل ورک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

داچې دلته یې په دې مجید کرار او سقیم دغو جنسي تیری کړي ددې شماربه نو چاته نه وي ورمعلوم ؟؟؟؟؟؟؟؟

rehmat jan

دوی خودنیاته تمدن راوری هغه داسی تمدن سی دوپخپله هم جینی پعذاب دی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

سیرت

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر دی په دی نه اندیښمن کیږی دا خو د مړی دیموکراسی برکت او ددغه مکتب ده دپیروانو د عالی اخلاقو اظهار کوی ږله دی ورسته وی د ندیښنی پر ځای پر خپل ځان پام کوی.

سیرت

د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر دی په دی نه اندیښمن کیږی دا خو د مړی دیموکراسی برکت او ددغه مکتب ده دپیروانو د عالی اخلاقو اظهار کوی له دی ورسته وی د اندیښنی پر ځای پر خپل ځان پام کوی .

ډاکتر احمدی

د غرب دیموکراسی اوس لا هم شه تعریفیږی لږنور هم صبر وکړی چی د ظالمو قومونو اصلی څیره ټولو نړیوالو ته معلومه شی(وحشی څیره)

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx