ورزش

بنګله دیشي توپ وهونکو د پاکستان هېلې د خاورو سره خاورې کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او بنګله دیش لوبډلو تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه له کومې نتیجې پرته پای ته ورسیده. دغه لوبه کې یو ځل بیا بنګله دیشي لوبډلې غوره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.

د بنګله دیش او پاکستان لوبډلو دغه لوبه د اپریل میاشتې په ۲۸مه پیل شوې وه او نن پای ته ورسیده. بنګله دیش د دغې لوبې پچه ګټلې وه او توپ وهنې پریکړه يي کړې وه.

د بنګله دیش لوبډلې خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې د مؤمن الحق او امرالقیس غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو ۳۳۲ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره توپ اچوونې په برخه کې وهاب ریاض درې، یاسر شاه درې، محمد حفیظ دوه او ذولفقار بابر هم دوه ویکټې واخیستې. د غې لوبې کې وهاب ریاض تر ټولو لږې منډې ورکړې. وهاب ریاض خپل ۲۶ اورونو کې ۵۵ منډې ورکړې.

پاکستان په ځوابي توپ وهنه کې د محمد حفیظ غوره توپ وهنې په مرسته خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۶۲۸ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې محمد حفیظ غوره توپ وهنه وکړه. محمد حفیظ په ۳۳۲ توپونو د ۲۳ څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۲۲۴ منډې جوړې کړې او د شواګاتا هوم په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

دغې لوبې کې د پاکستان لپاره اظهر علي په ۱۷۷ توپونو د ۴ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۸۳، اسد شفیق په ۱۵۸ توپونو د ۶ څلوریزو په مرسته ۸۳ او سرفراز احمد په ۸۸ توپونو د ۵ څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته ۸۲ منډې جوړې کړې.

د بنګله دیش لپاره تیج الاسلام تر ټولو غوره او پیاوړی توپ اچوونکی ثابت شو. تیج الاسلام خبل ۴۶.۴ اورونو کې ۱۶۳ منډې ورکړې او د پاکستاني لوبډلې ۶ لوبغاړي يي له مخې لرې کړ.

له توپ وهنې وروسته پاکستان لوبډلې ګومان کاوه چې دغه لوبه به په اسانۍ سره وګټې خو بنګله دیشي توپ وهوونکو د پاکستاني لوبډلې هیلې له خاورو سره خاورې کړ.

بنګله دیش خپل دوهم وار توپ وهنه کې د تمیم اقبال او امرالقیس غوره او پیاوړی توپ وهنې په مرسته د لوبې تر وروستۍ ورځې یوازې شپږ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۵۵۵ منډې جوړې کړې او په دې ډول دغه لوبه بې نتیجې شوه.

د بنګله دیش لوبډلې لپاره تمیم اقبال په ۲۷۸ توپونو د ۱۷ څلوریزو او ۷ شپږیزو په مرسته ۲۰۶ او امرالقیس په ۲۴۰ توپونو د ۱۶ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې شکیب الحسن په ۱۰۴ توپونو د شپږ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستاني لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچوونه کې جنید خان او محمد حفیظ غوره توپ اچوونکي ثابت شول. جنید خان خپل ۲۱ اورونو کې ۸۸ منډې او دوه ویکټې او محمد حفیظ خپل ۲۰ اورونو کې ۸۲ منډې او دوه ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x