افغانستان

سیاف: د مجاهدینو دښمنان د هیواد دښمنان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۲مه ۱۳۹۴ل): د روسي استعمار پر مهال یو جهادي مشر «عبد رب الرسول سیاف» یو ځل بیا د شوروي یرغل پر خلاف خپل کړی جهاد ستایلی او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د ده درویشت کاله پخوانۍ جهادي ستړیا هېره نه کړي.

سیاف نن په ارګ کې د غويي د اتمې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال د ګډ حکومت په مشرانو غږ وکړ چې باید د هغو خلکو درناوی وکړي چې د افغانستان په جهاد کې يې قرباني ورکړې او وینې يې تویې کړي.

پروفیسر سیاف زیاته کړه چې افغان ولس د شلمې پیړۍ په شروع او اخیر کې دوه ځله د یرغلګرو پر ضد مقابله کړې او نړۍ يې د انګریز او روسانو د استعمار له ګواښ څخه ژغورلې. خو د یو ویشتمې پیړۍ د امریکايي یرغل په اړه یې هیڅ راز څرګندونې ونه کړې.

سیاف، چې خپلې خبرې یې په شرعي نصوصو بدرګه کولې، ځان ته په اشارې وویل چې «له مجاهد سره دښمني له اسلام سره دښمني ده». نوموړی د خپل اوسني موقف د برائت لپاره تل په خپلو څرګندونو کې ایتونه او احادیث استعمالوي.

پروفیسر سیاف هغه کسان چې د ده پر موقفونو نیوکې کوي د افغانستان دښمنان وبلل او زیاته یې کړه چې «مجاهدین د القاعده، داعش او نورو دښمنانو ژامې ورماتوي نو ځکه د هیواد دښمنان د دوی پر ضد تخریب کوي».

هېره دې نه وي چې سیاف د شوروي یرغل پر مهال د القاعده له وګړو سره اوږه په اوږه جنګېد، او د اتحاد اسلامي په نامه یې یو جهادي ګوند رهبري کاوه، کوم چې د القاعده د پخواني مشر (اسامه بن لادن) او «عبد الله عزام» په پراخو مالي مرستو تاسیس شوی وه.

د روسانو له شکست او کمونستي رژیم له ړنګیدو وروسته پروفیسر سیاف له القاعده تنظیم سره لارې جدا کړې، هغه یې یوه ترهګره ډله وبلله خو ځان ته لا هم د «مجاهدینو» خطاب کوي.

له تېرو پنځلسو کالو راهیسې، چې امریکا په افغانستان پوځي یرغل کړی سیاف په نږدې هره وینا کې د خپل پخواني جهاد په ستاینې ټینګار کړی او له افغان ولس څخه غواړي چې دی د یو جهادی مشر په توګه وپیژني.

د کتونکو په باور، د روسانو له شکست وروسته په تنظیمي جګړو کې د سیاف ښکیلتیا او له امریکايي یرغل څخه یې سرسخت ملاتړ د دې لامل ګرځیدلی چې په اسلامي نړۍ او خصوصا افغان ولس کې د نوموړي ټولنیز مقام کلکه ضربه وویني، نو د دغه حیثیت د اعادې لپاره نوموړي ته د روسانو پر خلاف د جهاد د پخوانیو کیسو له تکرار پرته نور څه ورپاتې نه دي.

که څه هم سیاف له خلکو غوښتنه کوي چې د روسانو پر وړاندې د جهاد له کبله د نوموړي ستاینه وکړي، خو د سیاسي چارو شننونکی او لیکوال «وحیده مژده» د پخواني جهاد پر مهال د سیاف په مبارزې او اوسنیو توندو څرګندونو شک څرګندوي او نوموړی د سعودي، پاکستان او امریکا د استخباراتي شبکو د خدمت پوروړی بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوفان طوطاخیل

ای کاشکي ده شرم اوحیا درلودای ، اوس هم هغه دروسانو چچیان چې ده یې په مقابل کې دامریکا په حکم جهاد کړی ؤ امریکایانو دده په سرکښېنول او دی یې په ډېره بې شرمي سره مني ،

rehmat jan

سیاف پی جهادنوم نه بدنامه وی ده نه پخواه جهادکریده اونه اوس جهادورته ارزشت لری پخواه هم ده دقدرت لپاره جنگ کریده اواوس هم دقدرت دترلاسه کولولپاره هلی زلی کوی جهاددهریرغلگرپه وراندی فرض عین ده هغه روسان وو که انگریزان وو اوکه ناتوده خودی (سیاف))ناتوخیل دبین ملل په حکم راغلی مستأمینین گنی نوپدی سره نوموری له اسلامه وتلی ده نوموری دی له سره نکاح وکری اومسلمان دی سی کنه کاریی ترنیمایی دیرخراب ده

ahmad

که ددی ظالم په هکله هر څه ووایم زړه به می یخ نشی مګر بد به ښکاره شم خو هغه کومه جفا چی ده داسلام وطن او جهاد سره کړی الله ربالجلیل دی دی په دنیا کی وشرموی او اخرت کی یی دمصر دفرعون نږدی ګاوڼدی کړی چی ابدی ځای یی جهنم وی امین امین ۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

Hameed

دی خلکو ته نور له پف نه بغیر څه نه دی پاتی او نه خلک نور ددوی پدی خبرو تیروزی او ژامی به انشالله د کفارو او دهغوی د غلامانو ماتیږی انشالله

ډاکتر احمدی

ته ورته وایه د سیاف دشمنان د شیطان دشمنان دی او د حق لار ویان د سیاف مخالفین دی

غوربندي

زه نه پوهیژم زمونږ ملاصاحبان ولې د سیاف باره کې له احتیاط څخه کار اخلي په داسې حال کې چې سیاف له خپل زایل شوي ایمان سره پوره بی باکی او بی احتیاطی کوي.

مونږ اوس هم داسی خلک ډیر لرو چی د سیاف په تحریف امیزه خبرو باندې بازي خوري، پکار ده زمونږ دیني عالمان د سیاف په اړه د عامو خلکو اذهان روښانه او د هغه د اسلام یا کفر څیره خلکو ته په استدلال/فتوی سره واضح کړي.

سیرت

خیر دی ورونه دی ددی شلمی پیړی له مشهور جهادی مشر (غل) څخه مه خفه کیږی ځکه دا د جهاد زړی کیسی خو دده او ددبیوزله (خونخوارو) بچیانو لپاره کیمیا بوټی دی ځکه دا جناب خو یو وخت په ۹۹.۹۹۹۹۹۹۹۹ ٪ اسلامی حکومت نه رازی کیده.
خو نه پوهیږم چه اوس دا محترم پدی مړه دیموکراسی کښی چه دده په اند ۱۰۰ په ۱۰۰ اسلامی او مخالیفین یی با غیان دی ولی په غوسه دی چه ارګ یی د بانډی د بدماش غوندی په غړمبا راغستی دی.

احمد

تاخلقی وژل چه دروسی ملدی = نن دکفرضد ته تروریستان وایی +تادروس پرضد جنګ ته جهاد ویل =نن غربی کافروته دوستان وایی +دومره بی ایمان اوبی همت چه سوی = ورک سه ځانته ځنګه حرافغان وایی + ته چه فدایان انتحاریان بولی = تاته احساس ځکه لوی شیطان وایی.

احمد جاوید احمدی

درنو وروڼو ته ووایم چې خپل زړونه مه خورئ. سیاف چې کله بیګا شپه په خبرو لګیا شو د مبارک قرآني آیت څخه یې په خپل ځان لعنت ویل پیل کړل. ما دهغه یوه رساله لوستې چې د جهاد د ګرمو سنګرونو پر مهال یې لیکلې وه او په هغه کې یې د نورو عربو او عجمو مجاهدینو وروڼو د پلوۍ پر ټینګار داهم ویلي وو: که تاسې ولید چې سیاف د کفري نظام لاندې ژوند پیل کړ نو پوه شئ چې هغه به له دوه حالتونو څخه خالي نه وي: ۱- یاداچې زه به لیونی شوی یم ۲- یاداچې… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx