fbpx

د کندوز والي له خلکو غوښتي چې کورونه پریږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي۱۲مه ۱۳۹۴ل): د کندوز والي محمد عمر صافي د سیمه‌ییز تلویزون د لارې له خلکو غوښتي چې کورونه پریږدي او نورو سیمو ته ولاړ شي.

د کندوز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې عمرصافي بېګا شپه د یوه سیمه‌ییز تلویزون د لارې د خلکو غوښتي چې کډې بار او کلی وطن پریږدي.

پر دې سربېره دولتي چورلکو او الوتکو یو شمېر پاڼې غورځولي چې په کې له خلکو غوښتل شوي چې سیمې پریږدي.

په کندوز کې د تېرې یو نیمې اونۍ راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ سختې جګړې روانې دي او د راپورونو له مخې طالبان ددغه ولایت مرکز ته رسیدلي دي.

د کندوز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي عسکرو د درنو وسلو پر مټ د ولسي وګړو کورونه ویشتي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

هغه زیاته کړه چې د چهاردرې ولسوالۍ ولس مهاجر شوی او دولتي عسکرو د هاوانونو، توپونو او نورو بېلابېلو درنو وسلو پر مټ د دوی پر کورونو بریدونه کړي دي.

د چهاردرې ولسوالۍ ددغه اوسیدونکي په وینا دولتي عسکر په کولابي کلي کې د حاجي جمعه خان مسجد ویشتی او بشپړ یې وران کړی دی. همدا راز عسکرو د مدرسې په کلي کې د نادر کور ویشتی خو د «نېکه مرغه په کور کې څوک نه و، کور ویجاړ شوی خو ځاني تلفات چاته نه دي رسیدلي».

د ګورتېپې (ګل تپه) یو تن اوسیدونکي عمرخیل نن ټکی اسیا ته وویل چې جیټ الوتکو په ګورتېپه کې د حکیم بای کلی بمبار کړی دی او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.

kundoz war

د چهاردرې ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې دولتي عسکرو د هاوانونو، توپونو او نورو بېلابېلو درنو وسلو پر مټ د دوی پر کورونو بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه چې په سیمه کې د وحشت فضا خپره ده، ټول خلک د سیمې څخه مهاجر شوي. عمرخیل د ځاني تلفاتو د نه رامنځته کېدو سبب د سیمې څخه د خلکو وتل ښودلي.

په عین حال کې د امام صاحب ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي مطیع الله نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي الوتکو په سیمه کې پاڼې شیندلي چې په کې د خلکو څخه غوښتنه شوې چې د سیمې څخه ووځي.
ه
غه زیاته کړې چې بېګا شپه د کندوز والي محمد عمر صافي د سیمه‌ییز تلویزون د لارې خلکو ته اعلان وکړ څو کډې بار او کورونه پریږدي.

مطیع الله وايي په سیمه کې ویره او ترهه خپره ده او ټولو خلکو خپل مالونه او څاروي له سیمو ویستي دي.

د چهاردرې یو تن موټر چلوونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي عسکرو د خلکو په ازادانه تګ راتګ بندیز لګولی چې له کبله یې خلک د سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.

هغه زیاته کړه چې دولتي عسکرو په دې «جرم» چې دوا ورسره وه، ۴ ساعته توقیف کړی او د امنیه قومندانۍ دننه بندي کړی و.

ددغه موټر چلوونکي په وینا دولتي عسکرو لارې ټولې تړلي، سختې تلاشۍ کوي او هېچا سره څه نه پریږدي چې کورونه ته یې ویسي.

هغه وايي عسکرو ورته ویل چې دغه دوه بوتله دوا نوموړی طالبانو ته وړي او له همدې کبله یې ۴ ساعته په امنیه قومندانۍ کې دننه بندي کړی و.

په کندوز کې د تېرې یوې نیمې اونۍ راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ جګړې روانې دي. طالبانو په دغو جګړو د کندوز ولایت ته څېرمه د ګورتېپې مهمه او ستراتيژيکه سیمه نیولې ده.

همدا راز يې په کندوز مرکز، چهاردره، خان اباد او امام صاحب ولسوالیو کې تر ۲۰ پورته نظامي مرکزونه او پوستې نیولي دي.

دولتي سرچېنو په دغو جګړو کې تر ۲۰ پورته عسکرو د وژل کېدو پخلی کړی او تر ۱۰۰ پورته طالبانو د وژلو ادعا يې کړې.

خو طالبانو بیا دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د کندوز په جګړو کې یې ۹ ملګري وژل شوي دي خو بالمقابل دوی لسګونه عسکر وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو پرون د جمعې په ورځ د ګورتېپې د سیمې د نیولو یوه لنډه ویډيو په انترنیتي پاڼو خپره کړه. په دغه ویډيو کې طالبانو هغه ۵۵ اربکیان هم ښودلي چې په وروستیو جګړو کې یې نیولي دي.

د ۵۵ اربکیانو له منځه ۲۸ يې پرون طالبانو د قومي مخورو په منځګړیتوب او ضمانت خوشې کړل.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
طوفان طوطاخیل
میلمه
طوفان طوطاخیل

الله تعالی دي په خپل فضل اوکرم سره دمجاهدینو نصرت ، مدد اوکومک وکړي اودښمن دي خدای پاک جل جلاله نیست نابود اوشرمنده کړي ، آمین

خالد
میلمه
خالد

یا الله دا کال درڅخه د فتحې او بري کال غواړو ، تر څو مو پر هیواد د شریعت نورانی وړانګې خپرې شي او د انجیوګانو پر مټ دا ولاړ ګوډاګی دولت تری تم شي . آمین

ا

غوربندي
میلمه
غوربندي

مجاهدینو ته ښایي چې ولس میشتو سیمو کې له ګوډاګیانو سره جګړې ته زړه ښه نکړي، ځکه دوی ته فرصت په لاس ورځي تر څو ولسي خلک په نښه یا کوچکشی ته اړ باسي (په تیره بیا پښتون میشتو سیمو کې).

خداوند متعال دې دا فاسد ګوډاګیان له مونږ څخه واخلي.