نړۍ

ختیځه اروپاکی دیخنی له امله دمړو شمیره له شپږسوه څخه اوښتی ده

europe-cold-543(نن ټکی اسیا فبروري۱۵/۲۰۱۲) په تازه ورکړل شویو خبرونوکی راغلي چی ختیځه اروپا کي دبی ساري یخني له امله تراوسه پوری دمړو شمیره له شپږسوه څخه اوښتی ده، چارواکو خبرورکړی دی چی دواوري دجګوجګو دیوالونو او سختي یخني له کبله په زرګونه خلګ بند پاتي دي.

روسیی چارواکی وایی چی دغه هیواد کی تراوسه پوري دیخنی اوبی ساري واوري داورښت له وجی ۲۰۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی، همدارنګه دیوکراین حکومت وایی چي دلته دسختي واوري داورښت له امله ۱۱۲ تنه مړه شوی دي.

په پولنډ کی  ۱۰۷ کسه وژل شوی په هنګره کی ۳۵، په سربیا کی ۲۰ اوهمدارنګه په کوسوو کی ۱۰ کسه وژل شوی دی. په راپورکی راغلي چی په رومانیاکی د۲۳۰۰۰ زرو کسانو له نورو سیمو څخه اړیکی پری شوی دی، له تیري یوی اونی راپدی خوا دلته سخته واوره روانه ده خلګ له سختو کړاوونو سره لاس اوګریوان دی.

 سختوواورو داورګاډي لیکی لاندی  کړی او دموټروپرمخ یی ټولی لاری بندی کړی دي. تراوسه پوری ۴۰۰۰ زره کسان داسی ځایونو کی بند پاته دی چی مرسته کونکی ډلی نشی کولای ورته مرستي اوکمک ورسوي، په تیرو څلورویشتو ساعتونوکی اوه کسه نورمړه شوی دی، چارواکی وایی په روانه اوني کی دمړو شمیره و۸۶ تنوته رسیدلی ده.

 نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x