ورزش

ای پي ایل: کلکته له بنګلور څخه په ۷ ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۲مه ۱۳۹۴ل): د انډین پریمیر لیګ ۳۳مه لوبه د کلکته نایټ رایډرز او رویال چیلینجر بنګلور لوبډلو تر منځ وه چې دغې لوبې کې بنګلور د کلکتې لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

بنګلور لوبډلې د لوبې پچه وګټله او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. لوبه له پچې اچولو وروسته د باران له امله وځنډیده چې له باران وروسته د لوبې لپاره د شل پر ځای لس اورونه وټاکل شول.

د کلکتې لوبډلې ټاکل شوي لس اورونو کې د رسل غوره توپ وهنې په مرسته یوازي څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۱۱ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې رسل د کلکتې لوبډلې لپاره غوره او چټکه توپ وهنه وکړه. رسل په ۱۷ توپونو د پنځه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د کلکتې لوبډلې لپاره یوتاپا په ۲۱ توپونو د درې څلوریزو په مرسته ۲۱ منډې جوړې کړې او د چهل په بال يي خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

د بنګلور لوبډلې لپاره سټارک، وییس او چهل یوه یوه ویکټه واخیسته. سټارک خپل ۲ اورنو کې تر ټولو لږې منډې ورکړې. نوموړی خپل دوه اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې.

په ځوابي توپ وهنه کې بنګلور لوبډلې د مندیپ سینګ غوره توپ وهنې په مرسته ټاکل شوی هدف په ۹.۴ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

ویراټ کولي د بنګلور لوبډلې لپاره په ۲۰ توپونو د دوه څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۳۴ منډې جوړې کړې. دغې لوبې کې کرېس ګېل هم په ۹ توپونو د درې شپږیزو په مرسته ۲۱ منډې جوړې کړې.

د بنګلور لپاره منډیپ سینګ په ۱۸ توپونو د څلور څلوریزو او درې شپږیزو په مرسته ۴۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د کلکتې لوبډلې لپاره هوګ، چاولا او رسل یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx