هر څوک، چې د کتاب لوستو وعده ورکوي، دی وړيا کتاب ورکوي

د علم مينه پال د لوستو په ژمنې وړيا کتابونه ويشي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي۱۳مه ۱۳۹۴ل): د علم او معرفت مينه هم سرحد نه لري، بس ځينې خلک علم سره دومره مينه لري، چې د خپرولو لپاره يې هر ډول قربانۍ ته تیار دي.

د ارجنټاين يو علم دوست فعال په خپل موټر کې يو کتابتون جوړ کړی او هر هغه چا ته وړيا کتاب ورکوي، چې د لوستو ژمنه يې ورکړي.

13

د راول ليمسيوف په نوم د علم دغه مينه پال د ټانک په شکل داسې يو موټر جوړ کړی، چې نهه سوو کتابونه په کې ځاييږي او دا کتابونه هغه چا ته په وړيا توګه ورکوي، چې ده سره يې د لوستو کره ژمنه وکړي.

ليمسيوف هره اونۍ څو ورځې د ارجنټاين بيونس ايرس کې پر عامو لارو او واټونو ګرځي او له خلکو د کتاب لوستو ژمنه اخلي او وړيا کتابونه ورکوي.

ليمسيوف، چې هر ځای ته ولاړ شي، د سيمې خلک يې ليدو ته راټوليږي

ليمسيوف، چې هر ځای ته ولاړ شي، د سيمې خلک يې ليدو ته راټوليږي

ليمسيوف ټانک ته ورته خپل موټر کې د ټانک ميل هم لګولی او خپل موټر يې د کتابونو لپاره داسې ډيزاين کړی، چې د ليدونکو سترګې ور اوړي او ليمسيوف، چې هر ځای ته ځي، د هغې سيمې خلک پرې راټول وي.

د ليمسيوف په دې ګرځنده کتابتون کې د ژوند د هر عمر لرونکو لپاره د لنډو کيسو، نالونو، روانو او ټولنيزو او ګڼو نورو موضوعاتو کتابونه موجود دي.41

ليمسيوف هيله من دی، چې د کتاب خپرولو دغه مشن په ټوله نړۍ کې خپور کړي او او دی وايي، چې يوازې د علم او ادب په خپرولو سره نړۍ کې امنيت راتلی شي او بس.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د