په دروغو او حقیقت پټولو سربیره دامریکا په ماتی باندې دیوه امریکایی فوځي افسر اعتراف

taliban-fighters-pose-with-weaponsدرواغ او حقیقت پټول په افغانستان کې دصلیبي نیواکګر له لومړنیو تکتیکونو څخه وو، ولې دښمن لدې څخه غافل وو چې هره لار پای لری او په هره تیاره پسې رڼا راتلونکې ده نو هرڅومره چې خپله ماتې پټه کړي نو یوه ورځ به هرومرو ددوی دا ماتې په ډاګه کیږي اوټولې نړۍ ته به رسوا او شرمنده ګرځي.

ډیر ځله دا ثابته شوې چې صلیبي دښمن ته ډیرې خسارې او تلفات اوښتي دي ولې له هغې څخه لږ هم درسنیو دپاڼو پر مخ رانه وړل شول.

الوتکې وغورځیدې ولې تلفات یې نه درلودل، ټانګونه والوزول شول او د اوسپنو په وړو وړو ټوټو بدل شول مګر له څو ملکي خلکو پرته دښمن ته هیڅ زیان ونه رسید، هډې دمجاهدینو تر کلک برید لاندې راغلې او په ساعتونو جګړې دوام درلود، امبولانس چورلکو څو څو ځله ناسته وکړه او تابوتونه او ټپیان یې پورته کړل اما له څو افغانی او نیپالي مزدورانو پرته نور څوک ټپیان هم نه شول، دمجاهدینو ښې سمبال شوو شهادت غوښتونکو ډلو په هوټلونو بریدونه وکړل او له شپې نه ترسهاره جګړه روانه وه هوټل په اور لولپه شو او ایره وګرځید بیا هم څه تلفات یې نه درلودل، په افغانستان کې دامریکایي او اروپایي وژل شویو دکورنیو شمیر زرګونو ته ورسید او ددوی دحقوقو ددفاع لپاره اتحادیې او تنظیمونه جوړې شوې اما دصلیبي وژل شویو شمیر ددې لسو کلونو نیواک په اوږدو کې له دوو زرو وانه وښت.

اما ترکومه؟

تر څه وخته به هغه سرتیری چې پخپله ددې سختو شیبو او صحنو شاهد وو چوپه خوله پاتې شي؟ ترکومه به خپله خوله وتړي؟ ترکومه به خپلې سترګې پټې ونیسي او  وازې به یې نه کړي؟ یوه ورځ به لدې چل، فریب او غولولو پرده پورته شي او حقیقت به ټولو ته روښانه شي.
بالآخره هغه شیبې راورسیدې، سپین سهار راوخوت او سپین لمر سر راپورته کړ او ددښمن له څیرې څخه پرده پورته او بربنډه شوه، او ددښمن له خپل کور څخه ددوی په ماتې باندې ګواهی ورکړه.

ډګروال دنییل دیفیس وروسته له هغه چې له افغانستان څخه راستون شو په امریکایي رسنیو کې یې د (په افغانستان کې ددرواغو حقیقت: ځرنګه نظامي قوماندانانو مونږ وغولولو) تر عنوان لاندې یوه لیکنه خپره کړه.

ډګروال دنییل پدې لیکنه کې وایی چې امریکایي قوماندانانو او ددفاع وزارت په افغانستان کې نړیوالې ټلوالې دلاسته راوړنو په هکله یو غیر واقعی تصویر وړاندې کړی او بې شمیره حقایق یې پټ کړي دي.

دنییل لیکي هغه څه چې ده دسر په سترګو په افغانستان کې لیدلي په پوره توګه له هغه څخه توپیر لري کوم چې دامریکا عسکري قوماندانان یې په خپله رسمي بیانیو کې وایي، بلکه برعکس هغه څه چې ده دعمل په ډګر کې لیدلي دي په ټولو ډګرونو کې دامریکا د حتمی او لازمي ماتې ښکارندوی دي.
دنییل  پدې لیکنه کې چې یوه نسخه بنتاګون ته هم لیږلې ویلي چې افغان چارواکي خپل مسؤولیت نه ترسره کوي، هغوی یا دا چې له طالبانو سره یوځای شوي او یا خو هم له هغوی څخه په ډار کې دي او نشي کولای کوم کار ترسره کړي.

لیکونکی پوښتي، نور څومره امریکایان باید دهغه هدف دلاسته راوړلو په خاطر ومري کوم چې یو قدم هم دبریا په لور ندي وروړاندې شوی او یوازې په خیالي او وهمي بیانیو غولول کیږي؟

نیویارک ټایمز ورځپاڼه ددې خبر په تعقیب لیکي چې کیدای شي دامریکا دا نظامی ضابط دعسکری قوانینو او مقرراتو دماتولو په خاطر له مجازاتو سره مخ شی او له اردو څخه وایستل شي.

دا لیکه یوه ورځ وروسته له هغه خپریږي چې انګلیسی لیکوال باتریک کوکبیرن په (اندپندنټ آن سنډې) جریده کې لیکلي وو: (دامریکا لخوا له افغانستان څخه دمخکې له وخته وتلو پریکړه په ماتې باندې اعتراف دی …. دامریکا متحده ایالات چې په افغانستان کې ۹۰ زره سرتیري لري او هر کال سل ملیارده ډالر مصرفوی له ۲۵ زره طالبانو سره چې هیڅ ملاتړ هم نلري عاجزه ده).

نوموړي دامریکا دا پریکړه (روښانه ماتې او په افغانستان کې دامریکايي خوب مړ کیدل) تعبیر کړي او لیکي: دامریکا مخکې له وخته وتلو اعلان وپه ورته توګه دفرانسویانو اعلان هغه څه ته اشاره ده چې افغانان باید پدې پوه شي طالبان بریالي دي نه دامریکا په ملاتړ افغانی حکومت).

په ماتې باندې اعتراف او مخکې له وخت څخه وتل پداسې حال کې په رسنیو کې راځي چې په تیره اونۍ کې ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په تیر کال کې ۳۰۰۰ ملکي او بې ګناه خلک دښکیلو خواوو په جګړه کې وژل شوي ولې یو ځل بیا دې سازمان چې دامریکا کاسه څټونکې ده مجاهدین ددې کسانو دډیری کسانو په وژلو متهم کړل، مګر دځمکې دمخ حقایق او دوحشي نیواکګرو ځواکونو لخوا هره ورځ دبې ګناه خلکو وژل پدې ګواه دي چې دا اعلان یو طرفه دی او دبیلګې په توګه کولای شو دهغې وحشي وژنو چې دفبروری په ۹ نیټه دکاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې پیښې شوی چې له امله یې لږ ترلږه آته تنه ماشومان شهادت ته ورسیدل یادونه وکړو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د