fbpx

د شیخ القرآن والحدیث مولوي محمودشاه تیلوي رح ژوند او آند!!

مفتي شاهد (حقاني)

شک نشته، چې د عالم مړینه دعالم مړینه ده ،علماء د ټولنې معماران ، مشالونه او لار ورکی بشریت دجهالت او ظلمت له تیارو څخه د هدایت روښنایي ته په خپلي دعوتي او حکیمانه ژبه را وباسي او د بي لاریتوب څخه ورته نجات ورکوي ، رښتیا هم ، لکه په یوه حدیث کې چې راځي (وإن فضل العالم على العابد كفضل القمر على سائر الكواكب . أن العلماء ورثة الأنبياء لم يورثوا دينارا ولا درهما . إنما ورثوا العلم . فمن أخذه أخذ بحظ وافر ) سنن ابن ماجه) ژ: د عالم فضیلت په عابد باندې دومره زیات دی لکه د څوارلسمې سپوږمۍ رڼا چې له نورو ستورو څخه ډیره ده ، او یقیناً علماء د پیغمبرانو علیهم السلام وارثان دي او پیغمبرانو علیهم السلام دینار او درهم په میراث کې نه دی پریښی، بلکې د دوئ څخه په میراث کې علم پاتي دی، نو چا چې دا تر لاسه کړ ، نو ده یوه لویه حصه خپله کړه.

ددې فوق الذکر حدیث نه د علماوو منزلت او مقام جوتیږي، چې وفات یې شاته همدومره لویه تشه یا خلا پیدا کوي او ستره ضایعه وي، لکه یوه بل حدیث شریف کې چې راغلي دي : عن أبي الدرداء قال سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول موت العالم مصيبة لا تجبر وثلمة لا تسد و هو نجم طمس و موت قبيلة أيسر لي من موت عالم . رواه الطبراني في الكبير وفيه عثمان بن أيمن ولم أر من ذكره وكذلك اسماعيل بن صالح / (مجمع الزواېد للهیثمی )،

– موت العالم ثلمة (ثلمة: الثلمة: الخلل في الحائط وغيره. المختار 64. ب) في الإسلام لا تسد ما اختلف الليل والنهار.

%البزار – عن عائشة؛ ابن لال – عن ابن عمر وعن جابر. (کنزالعمال)

ژ: حضرت ابو درداء رضي الله تعالی عنه روایت کوي، چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې اوریدلې دي، چې فرمایل به یې! چې د عالم مړینه یو داسې مصیبت دی، چې جبیره یې نه کیږي او داسې درځ یا سوری دی، چې نه بندیږي یا نه مرمت کیږي (د اسلام په دیوال کې) او دا یو داسې ستوری و، چې بي نوره شو او د قبیلې مړینه راته د عالم له مړینې اسانه ده / پورتنی دویم حدیث کنزالعمال رانقل کړی ، چې دعالم مړینه یې په اسلام کې داسې سوری یا درځ بللی، چې تر هغې پورې به بند نشي، تر څو چې شپه او ورځ مختلف کیږي …….
عصر حاضر کې چې د فتنو غبار او لوخړو د ځمکې مخ پوښلی او د اسلام داعیان او مبلغین کم تر سترګو کیږي، د قرآن کریم تکړه مفسر، شیخ الحدیث، فقیه، مورخ، زاهد، مجاهد، صاحب طریقت او د حنفي مذهب د یوه ستر علمبردار په صفت شیخ القرآن والحدیث حضرت مولانا محمود شاه تیلوي نور الله مرقده، یو له هغو پسندیده وو علماوو څخه و، چې مدرسه کې نوموتی مدرس، د جومات محراب کې تکړه امام او د منبر پر سر واعظ او خطیب، د روسانو د یرغل پر وخت د جهاد د مورچلونو اتل مجاهد او قوماندان، د ګڼو کتابونو مصنف، مؤلف او شارح؛ سیاست پوه، ښه قضاوت پوه، د حنفي مذهب ستر مناظر او مدافع، د رښتونې طریقت او تصوف له باطني اسرارو ، مقاماتو او علم لدني د صوفیانه قافلو همنوا، او د امریکایي تاړاک پر خلاف د اسلامي امارت د جهادي او دعوتي لیکو هغه خورا فعال داعي او متعهد و، چې د خپل اخلاص او علمي نبوغ له برکته بالاخره د اسلامي امارت د شیوخو او بیا د قضایې کمیسون د تمیز په منل شویو اعضاوو کې تر پایه پاتي او خپله ایماني او دیني دنده یې تر خپله وسه سرته ورسوله!

زوکړه او وفات :

شیخ محمود شاه تیلوي رح د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ دتیلي کلي په میل درې کې د الحاج مؤمن خان کره په (۱۳۳۰هـش کال /۵/۲۷) نیټه زوکړی دی او بیا یې په (۱۳۹۳هـش کال دحوت دمیاشتې په ۲۶نیټه ) د (۶۳) کالو په عمر د ورپیښې ناروغۍ له امله د پیښور د حیات آباد په کمپلیکس روغتون کې دسه شنبه په شپه دوه نیمې بجې خپل حقیقي مالک ته روح وسپاره او د نصرت مینې / شمشتو په هدیره کې پداسې حال کې چې زرګونه علماء ، طالبان ، مجاهدین او عام مهاجرین او انصار یې وروستې دیدن او جنازې ته ورغلي وو او د اوښکو تویولو او د هر لورې د ویر ساندې اوریدل کیدې خاورو ته وسپارل شو.

د علم تحصیل او د طالبۍ پړاوونه :

شیخ الحدیث محمود شاه تیلوي رح خپلې لومړنۍ دیني زده کړي، د لغمان په پلرني ټاټوبي کې له مختلفو علماوو څخه کړي، چې د څو نومونه یې دادي : مشهور منطقي عالم چې په (خادم اسلام) مشهور او خپل نوم یې مولوي ګل دین صیب و، نامتو فقهي عالم احمد علي مولوي صیب او بل مشهور عالم مولوي درویش صیب ، چې د کابل په چار آسیاب کې یې د تدریس او امامت دیني خدمات انجامول ….. د څه وخت نه وروسته د متباقي علومو د تحصیل لپاره پاکستان ته لاړ او هلته یې د رستم سیمې په مدرسه او بیا د مردان بازار په قیامیه مدرسه کې فنون تکمیل او وړه دوره یا موقوف علیه یې هلته له جیدو علماوو څخه ولوسته، چې د دوره حدیث او د صحاحو دلوستلو لپاره د خیبر پښتونخوا چارسدې ته لاړ او هلته یې دمولانا سمیع الحق او د شیخ الحدیث مولانا حسن جان رح څخه احادیث پداسې وخت کې ولوستل ، چې هغه نوموړی تازه د مدینې منورې له جامعې څخه فارغ شوی و، او نوموړې شیخ صیب له همدې علمي کانونو څخه د فضیلت دستار هم په سر کړی ، دویم ځل یې بیا دوره حدیث په دار العلوم سرحد پشاور کې له مشهور عالم حضرت مولانا محمد ایوب جان بنوري رح، مولانا پاینده محمد، مفتي عبد اللطیف صیب څخه او بیا تبرکاً د کراچۍ د نیو ټاون د باني او مهتمم ، نامتو عالم او محدث حضرت مولانا محمد یوسف بنوري رح څخه لوستې ده، چې له ښه بخته یې په (۱۹۷۲ز) کال کې د وفاق المدارس العالمیه په ازموینه کې تر شمولیت وروسته په اعلی درجه فارغ شوی دی، نوموړې د طالبۍ او تحصیل ټول وخت (۱۳) کاله وو، دې پدې دیارلسو کلونو کې وکړای شول، چې له ګڼو علماوو څخه علمي فیوضات لاس ته راوړي.

تدریسي او تعلیمي بوختیاوې :

له دستاربندۍ او فراغت څخه وروسته دسرحد مدرسې مهتمم او شیخ الحدیث حضرت مولینا محمد ایوب جان بنوري رح په لارښوونه دپښتونخوا د دیر سیمې کې یوې مدرسې ته دمدرس په صفت لاړ، تردې وروسته خپل پلرنۍ سیمې ته لاړ اوهلته یې په تدریس او خطابت پیل وکړ، ترڅو چې پاکستان ته دهجرت لړۍ پیل شوه،دهجرت په دیار کې نوموړي دچارسدې دفیض الاسلام مدرسه ، د چارسدې دمیرزا ډهیر جامعه ملیه ، د چارسدې دتنګي په جامعه اسلامیه او هم دهجرت په پنډغالې شمشتو وچ نهر کې دامام محمد بن حسن شیباني رح په جامعه کې په مختلفو پړاوونو کې تدریسې چارې سرته رسولې دي .

کله چې دافغان مسلمان ولس او مجاهدینو دقربانیو په برکت افغانستان دکمونستانو څخه آزاداو دنجیب حکومت نسکور شو، نو شیخ صیب هم دنورو افغانانو وروڼو غوندې خپل هیواد ته ستون شو، هلته دلغمان دمرکزي جامع جومات دخطیب په صفت وټاکل شو، او چې کله بیا داسلامي امارت مجاهدین هلته واکمن شول، نو دا مهال حضرت شیخ رح دلغمان په ستره مدرسه جامعه رحمانیه کې دشیخ الحدیث او مدرس په توګه علمي او دیني خدمات انجام کړل .

د امریکایانو او دلویدیځو اشرباڼو تر غوبل او سفاک یرغل نه وروسته ، حضرت شیخ رح بیا په هجرت مجبور شو او په جهاد سربیره یې خپلې تدریسې چارې، دپخوا په شان جاري وساتلې، داځل یې دپیښور په حدیقة العلوم مدرسه او بیا دپیښوردسیمې په ختیځې سیمې ارمړو روډ تعلیم القرآن والسنة مدرسه کې دصدر المدرسین او شیخ الحدیث په صفت په سپیڅلې خدمت بوخت شو،همداسې یې دشمشتودهجرت پنډغالې دیوه غټ جومات چې دکلینیک په جومات شهرت درلوده ،دامامتۍ سربیره یې له ماسپخین وروسته هم طالبانو ته په یوه مدرسه دارالعلوم نعمانیه کې دوره حدیث پیل کړي وه، چې له نیکه مرغه دعلم په معطره فضاء کې یې ډیرهغه طالبان چې دعلم تږي او دحدیثو او علم فقه مینه وال وو، په خپل متبحر علم ماړه کړل او ددوئ تنده یې تر ډیره بریده ماته کړه ، ښه ډیر شاګردان او دنبوي ص علم حاملین یې ټولنې ته وړاندې کړل او خپل ژوند یې دیوه امانت په ډول پای ته ورساوه .

تردې چې داجل استازي ترې دصحاح سته وو لکه بخاري ، ترمذي ،ابوداوداو مسلم شریف غوندې کتابونو سبقونه نیګړې پاتي کړل او دروان تعلیمي کال دعلم دمینه والو طالبانو هیلې یې نیمه خوا پاتې شوي او دا حضرت ترې بلې دنیا ته وکوچید.

دکمونیزم پر خلاف وسله وال جهاد :

کله چې په (۱۳۵۷هـ ش)کال کې دثور په اوومه د نور محمد ترکي په مشرۍ کمونستانو کودتاه وکړه او دهورا ،کور ، ډوډوۍ کالي اونور شعارونه یې پیل کړل، نو دا مهال شیخ محمودشاه تیلوي رح د کندزپه خواجه غلکان کې تدریس او د امامتۍ په دیني خدمت کې مصروف و، هماغه مهال یې خپل ټاټوبي (لغمان )ته ځان ورساوه او  د کمونستانو د عزایمو پرخلاف یې دې ولایت کې ولسونه جهادي پاڅون ته چمتوکول ، دا مهال چې نورو جهادي تنظیمونو عملي شتون لغمان کې نه درلود، نوموړې دخپل اسلامي فراست له مخې په جهادي تحرکاتواو تبلیغاتودلغمان ولس کې دکمونستانو خلاف روحیه تقویه کوله او له امله یې دهمدې شیخ الحدیث ترمشرتابه لاندې، ددې ولایت د دولت شاه په ولسوالۍ مجاهدینو څوځلې وسله والې حملې وکړي او په خلقیانو او پرچمیانویې دلغمان ددولت شاه دګڼ نفوذه سیمې ارته کره تنګه کړه ، همدې ورځو او شپو کې دنورستان له لارې مجاهدین لغمان ته راغلل، چې له نیکه شامته هغوئ هم دشیخ محمودشاه رح تر قوماندې لاندې پر خلقي واکمنوبریدونه پیل کړل، خو کله چې نورجهادي تنظیمونه سیمي ته ننوتل شیخ صیب رح بیا له کوم مشخص تنظیم سره برخه وانه خسته ، دهجرت لاره یې انتخاب او دنورستان کونړله لارې دپاکستان باجوړ او بیا مردان ته مهاجر شو.

د امریکایي اشغال غندل :

لکه مخکې مو چې ورته نغوته وکړه، کله چې لویدیځ والو یرغلګرو افغانستان باندې ظالمانه برید وکړاو افغانستان یې مستعمره کړ ،نو حضرت شیخ رح یو دهغو علماوواو طالبانو څخه و،چې دهجرت او جهاد لاره یې خپله کړه او دمجاهدینو علمي او جهادي وړتیاپه روزلو کې یې ونډه اخسته ،نوموړې به ویل چې دې جهادکې څوک برخه وانخلي خاتمه یې ماته خطرناکه ښکاري ،اوددې جهاد شهیدان به انشاءالله تعالی دبدر او احددهغې غوندې درجات لري .

تصنیفات او تالیفات

پدې سربیره چې افغاني علماوو ته دعلمي او مسلکي بوختیاوو اسانتیاوې ډیرې کمې برابریږي او له فراغت وروسته بیا هم په ډیر و نامساعدو شرایطوکې اوسیږي،نه ورته دوخت حکومتونه کومه پاملرنه کوي او نه دپخوا غوندې کوم اسلامي خلافت شته، چې دعلماوو،خطیبانو او دیني مراکزو تمویل او مالي ملاتړ وکړي ،خو بیا هم مسلمان ولسونه او علماء ددې اغزنو حالاتو په چاپیریال کې ارام نه کښیني ، خپل دیني او علمي خدمات دچا دملاټپونې او هڅونې پورې نه ځنډوي، بلکې دخپل وس سره سم هاغسې خدمات کوي ،چې دکوم هوسا هیواد علماء یې هم نشي کولای ،حضرت شیخ محمود شاه صیب رح یو له هغو هڅاندو او زیارکښو علماوو څخه و، چې ددې سربیره چې کورنی اقتصاد یې نهایې ضعیف او دروغتیا له پلوه هم دناروغیو ښکار و، خو بیا هم هاغسې علمي کارنامې او شهکارونه یې پنځولې، چې لوستونکي دده د آثارو تر مطالعې وروسته ځانته هیښ کولای شي.

حضرت شیخ رح یو له هغو علمي سټو څخه دی، چې د حالاتو دګواښونو سربیره یې قلم ندی ایښی او نه دقلم سیاهي وچه کړي ،که طالبانو ته به یې تدریسونه کول او جومات کې به یې امامتۍ کولې ،نو همهاله یې ورسره دقلم سیاهي دلیکلو جوګه ساتلي او دومره تصنیفات یې خپل ولس او مسلمانانو ته په وراثت کې پریښي، چې دده غوندې مصروف انسان نه یې چا تصور نشو کولای ،دحضرت شیخ محمود شاه منځنی ورور او دده (۳۵)کلن خدمتګار محترم مولوي کریم شاه صیب وایې :چې شیخ صیب رح نه دورځي ارام وو نه دشپې ،دورځي علمي،قضایي او ښوونیزې بوختیاوې او دشپې مهال دضخیمو کتابونو اوږده مطالعه اوپه عبادت کې دومره ډیر ریاضت ،چې دده څخه کله صلوة تهجد ندې قضاء شوي ،او ناروغۍ هم کله ډیر ندی پریښی .

مختصراً به دنوموړې شیخ صیب رح چاپ او نا چاپ آثار یوازې دنومونوپه یادولو سره قلمبند کړو!

چاپ شوي آثار یا کتابونه :

۱-مشیرالغرام شرح بلوغ المرام درې جلده .

۲-هدایة الطالب الی ما یستند الی المطالب .

۳-شم الریحان من مناقب ابی حنیفة النعمان .

۴-القول المفید فی بیان الاجتهاد والتقلید.

۵-الدررالسنیة فی ادلة الحنفیة …

ناچاپ آثار :

۱-عین الصفافی تاریخ المصطفی .

۲-جواهرالفریدة شرح قصیده برده.

۳-تزیین الفرش المسوی فی تفسیرقوله تعالی الرحمن علی العرش استوی .

۴-تحسین البشارة لسنیة الاشارة /یعنی الاشارة بالسبابة فی التشهد.

۵-الاسوة فی الحجاب وآداب النسوة .

۶-حصول السعادة فی فضائل الجهادواسباب الشهادة .

۷-الکلام الصبیح فی تعیین الذبیح .

۸-تخریج احادیث شرح شیخ الاسلام علی السراجی فی الفرائض .

۹-تخریج احادیث شرح عقائد.

۱۰-ازالة الاوهام عن ترک القرآء ةخلف الامام .

۱۱-جلاء العینین فی ادلة ترک رفع الیدین .

۱۲-مجموعه فتاوی (چې شیخ صیب رح دخلکو دپوښتنو او ځوابونونه جوړه کړي ده .

۱۳-تلخیص شرح نخبة فی اصول الفقه .

۱۴-شرح الصدر فی تحقیق مسائل النذر.

۱۵-لمعانیة فی مسائل ثمانیة

اوداسې نور…

دطریقت او تصوف لاره

حضرت شیخ محمود شاه تیلوي رح صاحب طریقت او دعلم لدني دکراماتو آثار یې مخ او تندي کې له ورایه ښکاریدل، نوموړې دنقشبدیه طریقې په سلسله کې شامل و،نوموړی چې کله دمردان په قیامیه مدرسه کې طالب و، نو هغه وخت یې دحضرت مولینانصیرالدین غورغشتوي رح له مرید مولینا امیرمحمد کندهاري صیب نه په نقشبندیه سلسله کې بیعت وکړ،نوموړی دمرحوم شیخ صیب رح هم استاد ، پیر او مرشد و، څه وخت وروسته له مراحلو له تکمیل نه پس دده خلیفه مجاز شو،مرحوم شیخ صیب رح مریدان هم درلودل، خو ډیره بوختیا یې درس او تدریس کې وه، نو ځکه یې دعلم طریقت څخه دعلم شریعت شاګردان ډیر روزلي دي .

شریعت او طریقت

شیخ محمود شاه تیلوي رح دشریعت او طریقت (دعلم ظاهري او باطني )دتلازم یو حسین امتزاج او ښه مصداق و،زمونږ ډیر متبحر علماء داسې وي ،چې علم ظاهري ورسره وي ،په شرایعو ښه پوهیږي مګر هغه چې علم لدنی ورته وایې، هغه چې ریاضت ،زهد او داحسان ددرجې تقوی غواړې ترې بې برخې وي ،خو بل طرف ته ددیوبند اکابر علماء چې زیات یې ددواړو علومو نه بهرمند دي ،همداسې دافغانستان او پاکستان اهل سنت والجماعت علماء (لله الحمد) ددې دواړو بحرونو څخه بهرمند دي ،ددوئ په زمره کې ددې عصر متبحر عالم او صوفي شیخ محمود شاه رح هم دی، چې دشریعت او طریقت دتلازم مصداق و او ددې دواړو سیلابونو څخه یې ډیره بهره اخستې وه، لکه په البحرالمدید کې لیکي :

من تحقق ولم يتشرع فقد تزندق، ومن تشرع ولم يتصوف فقد تفسق، ومن جمع بينهما فقد تحقق، جعلنا الله ممن تحقق بهما. وسلك على مهاجهما إلى الممات (البحرالمدیدفی تفسیرالقران المجید) .

دحضرت شیخ رح شخصي ژوند:

دشیخ الحدیث محمودشاه تیلوي رح ژوند لکه دنورو عامو علماوو متوسط او داقتصاد له پلوه ډیر ښه نه و،نوموړی دخپل غیور فقر سربیره ډیرمستغني او خپلې ډیرې استغناء دفقر په پولو ودرولی و،نه خو دصدراسلام دخلافت دوخت بیت المال شته، چې دیوه عالم ،مدرس خطیب او عامل کفایه ورکړي او نه هم علماء دعامو خلکو په څیر سوداګریزاو تجارتي چارو ته وزګاریږي ،نو حتمي ده، چې دیوه ( قوت لایموت) ژوند درلودونکې به وي ،همدا اوس نوموړې رح شاته یو غني کتابتون پریښی، خو دکور نور اقتصادي حالت به یې شاید ګوزاره حال غوندې هم نه وي ،خو استغناء یې دیوه ډیر لوی بډایه هم ډیره وه ،مرحوم نه غوښتل چې خپل علم او دپیغمبرانو علیهم السلام میراث ددنیا په غبار او کدورت کې ګردجن کړي ،نو یې ځکه تر شا کومه مالي پانګه نده پریښي، بلکې هغه چې یې پریښې ده، هغه دعلم او تعلیم ویاړمنه پانګه ده، هغه چې اوس به یې آخري آرمګاه کې په درد دواشوي وي لکه پدې حدیث شریف کې چې راځي (عن أبي هريرة رضى الله تعالى عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال إذا مات الإنسان انقطع عمله إلا من ثلاث صدقة جارية وعلم ينتفع به وولد صالح يدعو له قال أبو عيسى هذا حديث حسن صحيح /الجامع الصحیح الترمذی)

حسنه اخلاق او عواطف :

ورین تندی، بشاشت، له تبسم نه ډکه خوله، د محبت پراخه غیږه، عطوفت او مهرباني دحضرت شیخ محمود شاه رح هغه لاینفک او متلازم خصایل او عادتونه وو،چې کله به ترې نه جدا کیدل، یو عجیب عادت یې داوه، چې له چاسره به یو کرت بلد شو، نو چې څه وخت وروسته به مخامخ ، داسې کوم ډول بي پروایي به یې ترې نه کوله، چې هغه ترې متنفر شي، بلکې دکشش او جذب ماده پکې ډیره وه، نور به یې هم ځانته تشویقاوه اوداسې برخورد به یې درسره وکړ،چې دا به یې دځان پورې خجالت کړ ،میلمه پالنه او دمیلمه سره اږوده ناسته یې په حسنه اخلاقو اومسنونو عاداتو کې شمیرلای شو،چې همدا صفات څښتن تعالی همده کې ځای کړي وو،لنډه دا چې دخپل ځان پخپله یو ښه مثال او بیلګه وه او بس !

کرامات او بزرګي :

دکره معلوماتو له قراره ، نوموړې به زیات وخت حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په خوب کې لید ، یو ځل یوه متدین شخص خوب کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ورته یې وویل : چې محمد شاه (شیخ صیب) ته ووایه! چې خلک لمونځونه کوي، روژې هم نیسې خو د شپې مهال کمپیوتر ، نیټ او مبایل کې فحش فلمونه ګوري ، چې داسې کارونه فحشاء او د دوئ لپاره هلاکت دی، هماغه وو، چې شیخ صیب پدې مورد کې یو ښه تقریر وکړ، چې یوه تقریر سره یې د ښوونځیو شاګردانو نږدي (۵۰۰) ممیورې ګانې چې غیر شرعي فلمونه په کې و ماتې کړي او خپل رب ته یې رجوع وکړه.

نو داسې ښکاري چې دشیخ محمود شاه رح ولایت او کرامت هم هغه حقیقت و، چې دوستان څه چې دده مذهبي خوابدي به هم ترې سترګي پټې نکړای شي، دمعلوماتو دقراره چې نوموړی دشمشتو په پنډ غالې کې دحنفي مذهب یو ستر مدافع او مناظر و، چې دمذهب مخالفینو یې دخپل قوت سربیره بیا هم مقابله ونکړای شوه او تر پایه یې دتفسیر او احادیثو په درس کې پر تقلید او مذهب د دوئ د نیوکو ځوابونه ویل، خو د مخالفینو نه غلبه د ده د حقانیت او کرامت څرګنده نښه بلل کیدای شي ، خو تر ټولو لوی کرامت یې هغه مهال خلکو ته وځلید، چې کله یې د وفات هنګامه خلکو کې خپره شوه او د عام او خاص خلکو له سترګو څخه د اوښکو سیندونه بهیدل پیل شو او د نوموړې جنازه دومره ستره او مهاجرینو او انصارو په ګډون دومره ګڼ شمیره او غټه شوه، چې دځایي خلکو په وینا د شمشتو په تاریخ کې چې ډیر شخصیتونه دلته وفات شوي، مګر د شیخ رح غوندې لویه جنازه یې کله نه ده شوي، تر دې چې هغه خلکو چې دده د فکر خلاف وو ، هم جنازې ته ورغلل او ګوته په غاښ شول، او په خپل مخالفت پښیمانه شول ، دده د کراماتو کرشمې ډیرې دي خو نه ټولې ماته یادې دي، او نه ترې لا خبر یم، دا خو هغه وي چې ټولو خلکو ولیدلې او ترې انکار هم نشي کیدای !

پاتې ورثه :

د شیخ محمود شاه تیلوي رح والد صیب محترم دده په ژوند کې په (۲۰۱۲ز) کال کې د هجرت په پنډغالې وفات شوی ، خو له نیکه مرغه چې لا اوس یې هم والده ژوندۍ ده ، حضرت شیخ مرحوم درې کډې لري، خو له بده مرغه چې نه یې نارینه او نه یې ښخینه اولاد شته ، او د څښتن تعالی لدې امتحان سره تر وفاته پورې مخامخ وو، نوموړی پنځه وروڼه لري ، چې علماء ، حافظان او مجاهدین دي ، چې د نومونو په یادولو سره به یې بسنه وکړو، الحاج ملا عبدالله شاه صیب ۱-شیخ الحدیث مولوي ولي شاه صیب ،۳- قاري حافظ ملا سید شاه ، ۴- مولوي کریم شاه صیب او مفتي عبد النور صیب، په ټولیزه بڼه به ووایو چې دشیخ محمود شاه رح له برکته د دوئ د کورنۍ نارینه او ښځینه ځوانان خافظان، علماء او د اسلامي دین په چوپړ بوخت دي !

همدا اوس د دوئ شخصي کور کې د بناتو مدرسه جریان لري او د لیرو پرتو کورنیو نجونې ورته تعلم ته راځي .
الله جل جلاله دې دحضرت شیخ رح قبر له انوارو ډک ، دجنت د باغچو نه یوه باغچه او جنت الفردوس کې دې ورته ځای ورکړي . آمین

قال حسان :

ولو كانت الدنيا تدوم بأهلها … لكان رسول الله فيها مخلداً

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابن شهید ين
میلمه
ابن شهید ين

دا معلو مات هم را كړه چی د مولوی صیب هغه چای نکه چاسره ده ( هد یة الرسول صلي الله عليه وسلم )