د ۹۸۰۰ امريکايي عسکرو تر څنګ څلوېښت زره بلک واټر قراداديان هم په افغانستان کې فعال دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، غويي۱۳مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت او امريکا تر منځ د شوي امنيتي تړون له مخې به افغانستان کې ۹۸۰۰ امريکايي او ۲۲۰۰ ناټو عسکر په افغانستان کې پراته وي، مګر امريکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د نهه زره اته سوه امريکايي پوځيانو تر څنګ د بلک واټر څلويښت زره قرادادي عسکر په افغانستان کې په بېلابېلو فعاليتونو بوخت دي.

د نيويارک ټایمز په وينا د بلک واټر په څلويښتو زرو قراردايانو کې يې پنځلس زره امريکا او پاتې نور د نورو هېوادونو او افغانستان اتباع دي، چې په نظامي استخباراتي، لوژيستيکي او ګڼو نورو فعاليتونو بوخت دي.

نيويارک ټايمز زياتو، چې دغه څلوېښت زره قراداديان د امريکايي عسکرو په څېر ډيپلوماتيک مصؤنيت هم لري.

د ولسي جرګې ګڼ غړي وايي، چې چارواکي، سيمه ييز هېوادونه او نړۍ افغانستان د يو بې سرپوښه ديګ په څېر بولي او هر يو یې د خپلو ګټو لپاره افغانان وژني او کړوي.

ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی عبدالستار خواصي وايي، چې د ګډ حکومت او امريکا تر منځ شوي امنيتي تړون کې د څلوېښتو زرو قراداديانو يادونه نه ده شوې او د دغو بلک واټر عسکرو شتون افغانستان کې د شوي امنيتي تړون څخه سرغړونه ده.

خواصي زياتوي، چې د امريکا او افغانستان تر منځ امنيتي تړون بايد لغوه شي، تر څو د افغانستان پر ضد د سيمه ييزو هېوادونو او امريکا پلانونه شنډ شي.

کابل کې د امريکا پخوانی سفير راين کراکر هم افغانستان کې د بلک واټر د قرادايانو شتون منلی او زياتوي، چې د عراق او افغانستان په څېر هېوادونو کې له قرادادي عسکرو پرته امنيت او د سترو هېوادونو ګټې تضمينول ناشوني دي.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې د ګډ حکومت مشرانو د امنيتي تړون پر لاسليک بيړه وکړه او پرته له دې، چې د امنيتي تړون متن ولولي او يا يې ولسي جرګې ته د ارزيابۍ لپاره وړاندې کړي او د خپلو شخصي موخو لپاره يې په ډېره بيړه امنيتي تړون لاسليک کړ.

د پېښو څارونکي وايي، چې اشرف غني فکر کاو، که دی امنيتي تړون لاسليک نه کړي، نو عبدالله به يې امضا کړي او ده نه غوښتل، چې دا امتياز ترې عبدالله واخلي.

د ملي شورا ګڼ غړي وايي، که اشرف غني او عبدالله دا تړون په ناپامۍ کې امضا کړی وي، دا يې نا اهلي بلل کيږي او که په لوی لاس يې دا کار کړی وي، نو دا کار يې افغان ولس سره تاريخي جفا ده.

د ملي شورا وکيلان وايي، چې امنيتي تړون افغانستان لپاره هېڅ ګټه نه ده کړې او د نوي حکومت په راتلو افغانستان ورځ تر بلې له امنيتي او ستراتيژيکو ستونزو سره مخ کيږي او له چارواکو يې غوښتي، چې د افغان ولس په غوښتنه بايد امنيتي تړون ژر تر ژره لغوه شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

دا د بلک واټر کالی (جامی) خو بلکل د پنجشیریانو په شان دی ( یا دا چی مزدور بنجشیریان ددوی نه تقلید کوی حتی هغه مرداد مسعود).

kadir mohmand
میلمه
kadir mohmand

تعداد قراردادی ها که در حقیقت (تروریستان صلیبی) می باشند که ملت مظلوم ما را قتل عام نسل کشی شکنجه میکنند یکصدو هشت هرار ۱۰۸۰۰۰ نفر می باشد که در جدود چهل هزارش امریکایی اما متباقی تروریستان کانادا اسرالیایی و غیره کشور های صلیبی می باشند . http://www.thefiscaltimes.com/Articles/2013/06/03/Pentagon-Has-No-Idea-What-108K-Contractors-Are-Doing

ميرويس مجاهد
میلمه
ميرويس مجاهد

په دی اړه موږ يوازی داسی ويلای شو چې :

اشرف غنی ګنجيه افغانستان دی خرڅ کړی نا موس ايمان دی خرڅ کړې۔۔۔۔۔۔۔