نظــر

د عزم عملیاتو پوځي او اخلاقي ځانګړتیاوې!

شاهد غزنیوال
طالبانو د روان کال د ثور د میاشتې په (۲) نیټه د عزم په نوم خپل پسرلني عملیات اعلان کړل.

په هغه اعلامیه کې چې د عزم عملیاتو په اړه یې صادره کړې طالبانو په لومړي ځل د پوځي تکتیکونو او عملیاتي مشخصاتو ترڅنګ خپلو پلویانو ته یو شمیر داسې مقررات او اصول هم وضع کړي چې د جګړې په ساحه کې هغوی د ولسي وګړو د سر او مال په تحفظ ملزم ، او د تخلف په صورت کې یې د شرعي محاکمې په امر مجازات کوي.

د جګړې په مهال د شرعي مقرراتو رعایت او هغوی ته درناوی د فرضي جهاد او نامشروعې جګړې ترمنځ حد فاصل ټاکلای شي.

طالبانو له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي په افغانستان کې د خارجي یرغلګرو او دهغوی د ملاتړو پرخلاف هر کال په نوي نوم خپل جهادي عملیات اعلان کړي چې د بیلګې په توګه یې د نصرت، فتح ، بدر، خالد، خیبر او اوسني عزم په نوم جهادي عملیات یاد ولای شو.

د پورتنیو عملیاتو په سلسله کې تر ټولو بریالي او مؤثرعملیات په ۲۰۱۱ کال کې د بدر په نوم عملیات ول چې د بهرنیو ځواکونو په خپل اعتراف تر ۷۰۰ تنه زیات خارجي یرغلګر ورکي ووژل شول .

د روان کال دعزم عملیات د نورو هغو په پر تله څو پوځي او اخلاقي مشخصات لري چې په لاندې ډول یې تذکر کوو :

الف ـ د عزم عملیاتو لومړنۍ مشخصه خپله د دې عملیاتو الهام بښونکی نوم دی چې مجاهدین د خپلو جهادي آرمانونو د تحقق لپاره د وسله وال جهاد تداوم ته تشویق او هغوی ته د ثبات او عزم الهام ورکوي.

له هیواد څخه د ایتلافي ځواکونو تر عقب نشیني وروسته د کابل تحت الحمایه رژیم د جهادي صف د تضعیفولو په خاطر دا تبلغات کوي چې مجاهدین له جګړې ستړي شوي او نور ورکې د وسله والې مبارزې د تداوم سیک نه دی پاتي، خو د عزم په نوم د سږنیو عملیاتو نومونه دا ثابتوي چې مجاهدین لاهم خپلو آرمانونوته ژمن او د هغوی د تحقق لپاره په جهادي عزم ثابت ولاړ دي ، نه ستړیا پیژني او نه یې هم د دې لارې ستړیاوې په جهادي عزم کې بدلون را وستلای شي.

ب ـ د عزم عملیاتو له پیله نیږدي دوې اونۍ تیریږي او عملیاتي پوښښ یې د هیواد اکثریت ساحه احتواء کړې ،سره له دې چې په ټوله ساحه کې یې ښې لاسته راوړنې لرلې له نیکه مرغه چې د ولسي خلګو تلفات ورکې هیڅ نه لیدل کیږي.

ج ـ د عزم عملیاتو بله مشخصه داده چې مجاهدین د عملیاتو په مهال د نیول شويو پوځیانو د وژلو په ځای د هغوی بښلو او عفو کولو ته ترجیح ورکوي .

د کندوز په ولایت کې د مجاهدینو لخوا په جګړه کې د ۲۸ تنو نیول شویو پوځیانو خلاصول او خپلو خپلوانو ته سپارل زمونږ د دې ادعا ښکاره ثبوت دی.

دا مشخصه د مجاهدینو د پوځي برلاسي ترڅنګ اسلامي ارشاداتو ته د هغوي اخلاقي ژمنتیا هم ښه جوتوي .

په دې سره ویلای شو چې عزم عملیات د جهادي فعالیت د دوام تر څنګ په هیواد کې د سولې او مسامحې هغه امتیازي سوله ییز اقدام دی چې تر اوسه یې ډیر کم نظیر لیدل شوي .

د پوځي مقرراتو له مخې پوځي عملیات معمولا په داسي نومونو مسمی کیږي چې هغه د پوځیانو په پوځي کړو وړو کې مثبت انعکاس ولري .

د عزم عملیات چې له نوم څخه یې پرجهادي موقف اصرار او تداوم فهمول کیږي ورسره داهم ثابتوي چې دا عملیات مطلق جګړه ییز عملیات نه ، بلکې خپل سپیڅلي آرمان ته د رسیدو لپاره هغه په شرعي قیواداتو مقیده فریضه ده چې جهادي لارویان یې په خپلو ټولو کړو وړوکې په رعایتولو مکلف دي .

د عزم عملیات چې د لوي الله په نصرت یې د پیل له لومړۍ ورځې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د مجاهدینو په ګټه ښې لاسته راوړنې لرلې ، که نورهم مجاهدین په همدي جهادي عزم خپلو جهادي فعالیتونوته دوام ورکړي امید شته چې د هیواد محکومې برخې مو هم په مکمله توګه د اشغالګرو له واکمنۍ آزادي او جګړه ځپلی هیواد مو د اسلامي حاکمیت په واکمنۍ ودان شي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x