ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کيسه ګۍ – اتمه برخه

حامد افغان

مَـــــیره

د یوه سړي میرمن مړه شوه او کوچنی ماشوم یې پاته شو، سړي بل واده وکړ څه موده وروسته یې له خپل مورمړي ماشوم نه پوښتنه وکړه: بچيه! هغه زړه مور دي ښه وه که دا نوې مور دي ښه ده؟ ماشوم په معصومه لهجه ورته وویل: پلاره هغې دروغ ویل او دا رښتیا وایي، پلار یې د ماشوم عجيبه خبري ته حیران پاته شو او ورته کړه یې: هغه څنګه؟ ماشوم ورته وویل: ما به چې کله له هغې مور سره جنجال او یا کومه شیطاني وکړه هغې به راته وویل: ته چې داسي شوخي کوې نو د غرمې په ډوډۍ به څکه هم رانه ونه کړې، ما به یې پروا نه لرله ځکه چې غرمه به شوه نارې به یې راوهلې او یا به د کلي کوڅي ته راپسي راووتله چې هله ژرکوه ډوډۍ ته راشه، او اوس خبره داسي نه ده، کله چې کومه شیطاني وکړم او نوې مور هغه خبره راته وکړي بیا یې په خبره کې دروغ نشته، نن دویمه ورځ ده ډوډۍ مې نه ده خوړلې! .

سزا!

له کوم تور پرته یې بندي کړ
له تحقیق مخکي یې ښه وډبوه
بیا یې غړبوجن او زیندۍ کړ
میاشت وروسته یې بې ګناه وباله
اصلاً د ده ورور ګناهګار و
هغه پسي ولاړل
خو هغه د ورور له غمه مړ شوی و
ځکه یې ونه نیوی..

ګرَمه

بوډۍ خپل میړه ته په غوسه وویل: فلاني باندي خپله میرمن دومره ګرانه ده د بازار اغه لویه مدرسه کې یې زبردسته نلکه هغې خدای بښلې پسي د ثواب له پاره جوړه کړه .. ده ورته وویل: ما د نلکې مکمل سامان اخیستی ده خو د جوړولو کار یې تا ځنډولی ده، په ما کې ګرمه نشته.

ګناه

په څاه کې ولویدی، نورو رسۍ ورواچوله، له ډېري نفس تنګي او ډاره یې رسۍ پخپله غاړه کې غوټه کړه، او هغوی مړ وروخیږاوه!.

پایله: دا سړی زموږ په آند لیونی او د ځان قاتل دی، ځکه د څاه له تنګسیا او تياري یې د دار په رسۍ سر د ننه کړ، خو زه به زموږ په شاوخوا کې ده ته ورته ډېر خلک دروښیم، څوک چې په ژوند کې ستړی شي، د دنیا چاري یې نفس تنګ کړي او له دې ستوماني او نفس تنګي نه د خلاصون په نیت ګناه او بیلاري ته پناه یوسي دا سړی کټمټ څاه ته د لویدلي سړي په څیر دی.

تور

ګوښی روان وم،
د خپلو افکارو،
منطق او استدلال
پلنډه مې په سر کې .. وه،
شاخوا ګڼ شمیر مخونه راچاپېره شول،
مشر یې ورته کړه:
ویې نیسئ!
مال په کوم تور او تهمت؟
ول: نامعلومه ټولی.. درسره دی.

غل

هغه وپوښتل شو: څو زامن لرې؟ ول: څلور: یو د تعمیراتو انجنير دی، بل د برق، دریم ډاکټر او څلرم زوی مې غل دی، پوښتونکی په تعجب سره ورته وویل: دا غل زوی ولې له کوره نه شړې؟!! ده ورته وویل: هغه دومره راپیدا کوي چې د کور ګذاره مو پرې روانه ده، هغه نور دريواړه کار نه لري..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

دا د ګرمی کیسه څنګه ده لګه داسس د چوکاټ نه وتلی نښکاری؟؟؟؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x