ورزش

امریکايي سوک وهوونکی مې ویدر د سوک وهنې تر ټولو ستره مسابقه وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۳مه ۱۳۹۴ل): نن د امریکايي فلایډ مې ویدر او فلیپیني میني پاکیو سوک وهوونکو تر منځ د سوک وهنې ستره لوبه وه چې دغه لوبه د امریکايي مې ویدر په بریا پای ته ورسیده.

دغه لوبه د لاس ویګاس ښار په ګرینډ ګارډن سوک وهنې میدان کې ترسره شوه. د سوک وهنې دغه لوبه د تاریخ تر ټولو ګران بیه لوبه وه چې دغې لوبې کې د فلیپین سوک وهوونکی میني پاکیو خپل امریکايي سیال په وړاندې ماتې وخوړه.

دغه لوبه په ۱۲ راونډونو کې ترسره شوه چې له دریو څخه دوه لوبڅارانو مې ویدر ته ۱۱۶ او میني پاکیو ته ۱۱۲ نمرې ورکړې او درییم لوبڅار مې ویدر ته ۱۱۰ او میني پاکیو ته ۱۱۸ نمرې ورکړې خو د لوبڅارانو ګډې پریکړې پر بنسټ امریکايي مې ویدر د دغې لوبې ګټوونکی اعلان شو.

له لوبې وروسته مې ویدر وویل چې میني پاکیو یو پیاوړی سیال و او هغې ته ماتې ورکولو سره د خوښۍ احساس کوي. نوموړی همداراز وویل چې د لوبې تر پایه د میني پاکیو د سوک وهنې په طریقه پوه نشوم.

میني پاکیو بیا رسنیو ته وویل چې دغه لوبه يي ګټلی او دا نشي منلی چې له مې ویدر څخه يي ماتې خوړلی وي. د میني پاکیو دغه بیان د دغې لوبې نتیجه شکمن کړی.

د دغې لوبې کتلو لپاره ۱۶۸۰۰ کتوونکي د لوبې میدان ته راغلي ول او په ملیاردونو کسانو دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلویزیون له مختلفو کانالونو څخه کتلي.

هیره دې نه وي چې امریکايي مې ویدر تر دې مهاله ۴۸ لوبې کړي چې دغو ټولو لوبو کې يي بریا خپل کړی او ۲۶ لوبې يي د ناک اوټ په مرسته ګټلي.

میني پاکیو بیا تر دې مهاله ۶۵ لوبې کړي چې له هغې جملې څخه يي ۵۷ لوبې ګټلي او په ۶ لوبو کې يي ماتې خوړلی. د میني پاکیو دوه لوبې له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x