افغانستان

بادغیس: ترافيکي پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د بادغیس په بالا مرغاب ولسوالي کې په ترافيکي پېښه کې ۱۸ تنه وژل شوي دي.

د بادغيس چارواکي وايي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د قلعه نو – هرات په لویه لاره را منځته شوه.

د کندوز د امنیه قومنداني د امنیت امر محمد قیوم انګار رسنیو ته ويلي چې پېښه د بالامرغاب اړوند «منګان بند» سیمه کې د فلاینکوچ د چپه کېدو له امله شوې ده.

د سرچينې په قول په پېښه کې وژل شوي کسان د بالامرغاب ولسوالي او فاریاب ولایت اوسېدونکي دي، چې خپلو کورنیو ته ور رسول شوي دي.

دوی زیاته کړه چې په پېښه کې د موټر چلوونکي پر بې احتیاطۍ سربېره د باران ورښت او د ځمکې لوندوالی هم د دې سبب شوی، چې دغه فلاینکوچ له لارې کوږ او کندې ته ولوېږي.

یاده دې وي د روانې میاشتې – ثور – په اتمه په فراه ولایت کې هم په یوه ترافيکي پېښه کې دوه تنه ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x