بغلان: طالبانو د دوو پوځي پنډغالو د نیولو خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۴): په تېرو دوو ورځو کې د بغلان په دوو سیمو کې دوه لوی پوځي پنډغالي د طالبانو لاس ته ورغلي او پکې مېشت عسکر يې يا وژل شوي یا هم په تېښته بريالي شوي دي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د بغلان په پلخمري او دهنه غوري ولسوالیو کې د دولتي عسکرو پنډغالي يې نیولي او ګڼو عسکرو ته يې مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

د بغلان د پلخمري په ګورګن سیمه کې د دولتي عسکرو پنډغالی  له درې ورځنۍ محاصرې وروسته د ۱۳ تنو عسکرو په وژل کېدو او ۱۴ نورو په ټپې کېدو سره د طالبانو لاس ته ورغلی.

ویل کېږي په ټپيانو کې د ګورګن مشهور اربکی قومندان غني انداربي هم شامل دی، چې روغتيايي وضعیت د اندېښنې وړ ښوودل شوی دی.

د بغلان په دهنه غوري کې بیا طالبانو تېره شپه پوځي پنډغالی بشپړ پخپل لاس کې اخیستی او دولتي عسکر يې له سیمې شړلي دي.

د دهنه غوري په اخسای سیمه کې دغه پندغالی له نږدې دوه ورځنۍ محاصرې وروسته تېره شپه ۱۲ بجې د طالبانو له لوري ونیول شو او د دوی په خبره ۶ عسکر يې پکې ژوندي نیولی او ګڼ نور وژل شوي دي.

د طالبانو خبرپاڼه کاږ: «مجاهدينو په بيس کې ۱ رينجر موټر، ۱ پيکا او ۵ بکسې مرمۍ يې، ۱ راکټ او ۱۵ مرمۍ يې، ۴ کلاشنکوف او ۴ بکسې مرمۍ يې او ګڼ نور مهمات او د ضرورت وړ سامان الات غنيمت کړي.»

طالبان په داسې حال کې په شمالي ولایت بغلان کې د پرمختګ خبرونه ورکوي، چې په کندوز کې لا هم د دوی پرلپسې جګړو ګډ حکومت ارامۍ ته نه دی پرېيښی.

که څه هم په کندوز کې سیمه ییز ادارې د تلویزون او پاڼو شيندلو په وسیله په خلکو غږ کړی چې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو نه دي، کډې بار  او کورونه پرېږدي، خو وسله والو طالبانو دا د دولتي لوري یوه بله کمزوري بللې او خلکو ته يې ډاډ ورکړی چې د داسې ګواښونو پروا ونه کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د