fbpx

بدخشان امنیه قومنداني: وردج کې ۱۳ پوستې د طالبانو لاسونو ته پریوتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۱۳مه ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولایت چارواکو منلې چې په وردج ولسوالۍ کې وسله‌والو طالبانو ۱۳ پوستې نیولي دي.

طالبانو پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په وردج کې د ۱۳ امنیتي پوستو د نیولو خبر ورکړی و.

د بدخشان ولایت د امنیه قومندانۍ امر سمونوال سخي داد حیدري پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د سرحدي پولیسو، نظم عام، ملي پولیسو د پوستو وسلې او مهمات چې په صوفیانو کلي کې پرتې وې د طالبانو د ګواښ له کبله خالي کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دوی ۲ کیلومتره شاتګ کړی او پوستې يې بل ځای لېږدولي دي.

د حیدري له قوله دغه پوستې د فیض اباد او د وردج او زیباک ولسوالۍ لارې د څلورو نورو ولسوالیو سره نښلوي.

یو تن ځايي اوسیدونکي عبدالکریم پژواک خبري اژانس ته ویلي چې که څه هم عام خلک د طالبانو څخه د ویرې او خطر احساس نه کوي خو دا امکان لري چې شکمن او د دولتي کسان طالبان له موټرو ښکته کړي.

هغه زیاته کړې چې دغه پوستې د وردج ولسوالۍ په صوفیانو او تیرګران سیمو کې پرتې وې او طالبانو درنې وسلې د پوستو څخه پورته نقطو کې نصب کړې وې.

تر دې وړاندې طالبانو ويلي وو چې د دوی ملګري تېره شپه په دې بريالي شول، چې د وردوج په صوفیان سيمه کې ۱۳ پوستې له دولتي عسکرو خالي او تر واک لاندې کړي.

رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې طالبانو ويلي چې په دې پوستو کې سرحدي پولیس، ملي پولیس او نظم عامه پولیس مېشت وو، چې نن سهار وختي يې ۱۳ واړه پوستې له واکه ووتې.

طالبان وايي چې دوی په څو پوستو بریدونه وکړل، خو د نورو پوستو عسکر له وېرې له سیمې وتښتېدل او پوستې يې خوشي کړي.

دا په داسې حال کې چې په تېرو دوو ورځو کې د بغلان په دوو سیمو کې دوه لوی پوځي پنډغالي د طالبانو لاس ته ورغلي.

په شمالي ولایت بدخشان کې د طالبانو د پرمختګ خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې په کندوز کې لا هم د دوی پرلپسې جګړو ګډ حکومت ارامۍ ته نه دی پرېيښی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د