نړۍ

دتایلنډ حکومت اسرائیلی ډیپلوماټانوباندي دبرید په توردري تنه ایرانیان ونیول

 

120214164040thailand(نن ټکی اسیا فبروري ۲۰۱۲/۱۶) دتایلنډ حکومت یوه لوړ رتبه چارواکی خبرورکړی دی چی په بنکوک اومالیزیاکی نیول شویو ایرانیانو خوښتو دغو هیوادونوکی اسرئیلي ډیپلوماټان تربرید لاندی راولي.
له بله لوري په تایلنډ کی اسرائیلي سفیرهم دیوي غونډي بروخت وویل، کوم شواهد چی دچاودني له ځایه څخه ترلاسه شوی دي، داسي بریښي چی دډهلي، جورجیا او تایلنډ چاودني دیوي ډلي له لوري ترسره شوی دي.

دتایلنډ حکومت څلورایراني وګړو باندی شک کاوه ګواکي دغه هیواد کی یی په چاودنو کی لاس درلود، چارواکی وایی له دغو څلورو ایرانی وګړو څخه دوه په تایلنډ کی، یوپه مالیزیاکی نیول شوی دی، دڅلورم کس په اړه ویل کیږی چی کومه میرمنه وه دروانی میاشتي په لومړیو کی له دغه هیواد څخه وتلي ده.
دتایلنډ هیواد دملي امنیټ رئیس له رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، له نیول شویو ایراني شکمنو کسانو څخه تحقیقات روان دي ترڅو مالومه شوی چی دغو کسانو په ډهلي او جورجیا کی اسرائیلي ډیپلوماټانو باندی په برید کی لاس درلود اوکه نه.
ددغه هیواد پولیسو خبرورکړی دي چی له نیول شویو کسانو څخه یو کس خپله هم دچاودني پروخت سرسری ژوبل شوی دي، اویوبل کس یی بیا دبنکوک له هوایی ډګرڅخه نیولی دي، دغه چارواکي وایی دریم کس هغه وخت له الوتکی څخه راکوز شوی کله چی الوتکه دمالیزیا پلازمیني کولالمپور هوایی ډګرباندی راکوزه شوه.
دتایلنډ هوایی لومړي وزیر له رسنیو سره دخبروپروخت ویلي، دچاودنو له ځایونو څخه دشواهدو له راغونډه ولو څخه وروسته داسي مالومیږي چی داکومي ویجاړونکي تروریستي پیښي نه وي کوم چی بازارونو کی عام خلګ په نښه کوي، بلکه دغوخلګو غوښتوچی خاص هدفونو اوخاص خلګ په نښه کړي.
دتایلنډ هوایی پولیسو خبرورکړی دی وایی که څه دغه هیوادکی ترسره شوی چاودني دډهلی او جورجیا وچاودنو ته ورته وي خوبیا هم تراوسه پوري لا څیړني روادي، پولیس وایی دومره ویلي شو چی دچاودنو اوبریدونو هدف دخاصو خلګو په نښه کول وو، اوهغه مقناطیسي الي چی دنیول شویو کسانو له ودانیو څخه ترلاسه شوی دي له هغو مقناطیسی الوسره ورته والی لري کوم چی په ډهلي او جورجیا کی داسرائیلي ډیپلوماټانو له موټروسره لګول شوي وي.
نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x