
۵۰ کلنې افریقايي مېرمن ۵۵ مېړونه زاړه کړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۱۳مه ۱۳۹۴ل): د شمالي لویدیځې افریقا د موریتانيې په هېوا کې یوې ۵۰ کلنې مېرمن په خپل ژوند کې ۵۵ ودونو کړي دي.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې یادې مېرمن یوه سیمهییز تلویزون سره په مرکه کې ویلي چې په نهه کلنۍ کې يې لومړنی واده کړی او د ودونو په دې لړۍ کې یې بېلا بېل ډوله نارینه شریک شوي دي.
یادې ښځې زیاته کړې چې تر ټولو اوږد واده یې ۱۵ کاله و خو ځېنې ودونو يې ۳ میاشتې، ۲ اونۍ او آن ځېنې یې ۲ ورځو کې پای ته رسیدلي دي.
دغې ښځې د خپلو ناکامو ودونو مسوولیت پر خپلو پخوانیو مېړونو اچولی او په وینا یې حسد او د هغوی غیرمسوولانه رویې نوموړې په دې مجبوره کړې چې طلاق واخلي.
خو پر دې سربېره دغې ښځې منلې چې په ۵۵ مېړونو کې يې ۳ مېړونه داسې وه چې نوموړې ورسره خوشحاله وه.
موریتانیه د افریقا په شمال لویدیځ کې پروت دی. په دغه هېواد کې ډیری ښځې له وادنو پرته ژوند تېروي.
ما ویل چی د احمد شاه مسعود یا د عبدالله ښځی دا کار کړی هههههههه