fbpx

کونړ کې ټول ۵۱۲ ښوونځي فعال دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۱۳مه ۱۳۹۴ل): د کونړ ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ټول ۵۱۲ ښوونځي فعال دي خو تر ۳۰۰ پورته ښوونځي ودانۍ نه لري.

د کونړ ولایت د پوهنې تدریسي ریاست مرستیال عبدالقهار اخوندزاده پژواک ته ویلي چې په دغه ولایت کې هېڅ یو ښوونځي تړل شوی نه دی او ټول ۵۱۲ ښوونځي فعال دي.

په کونړ کې ډيری سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د پوهنې چارې په کې د معمول په څېر روانې دي.

طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د تعلیم و تربیې کمېسیون لري چې ویل کیږي له دندو یې د ښوونځيو، معلمان او د نصاب څارل دي.

د پوهنې ریاست دغه مسوول زیاته کړې چې یادو ښوونځیو کې تر ١٨١زره ډېر زده کوونکي زده کړې کوي چې يواځې ٧٠١٩٦ يې نجونې دي.

د اخوندزاده له قوله د ښځينه ښوونکو کمښت د کونړ ولایت د پوهنې د څانګې ستره ستونزه ده او په وینا یې د ټول کونړ په کچه یوازې ۲۲۵ ښځينه ښوونکي لري.

د پوهنې د تدریسي ریاست مرستیال ویلي چې په دغه ولایت کې ۳۱۲ ښوونځي وړانۍ نه لري او تدریسي چارې په کرایه شوو کورونو، خیمو او تر شنه اسمان لاندې مخ پر وړاندې ځي.

د اخوندزاده له قوله کونړ غرنی ولایت دی او ۷۵ سلنه ښوونځي یې په غرنیو سیمو کې چې د امنیت له پلوه نا امنه دي پراته دي خو ورته امنیتي ګواښ متوجه نه دی.

هغه ویلي چې یوازې تېر کال په دانګام ولسوالۍ کې د خلکو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله یو ښوونځي وسوځول شو.

تدريسي مرستيال زياتوي چې د دوى بله مهمه ستونزه د ښوونکو کمښت دى او همدا اوس په بېلابېلو سيمو کې ٧٠٠ ښوونکو ته اړتيا لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د