افغانستان

نږدې پنځوس سلنه خبریالان له دولته سر ټکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): نن د «می درېیمه » په هېواد کې د مطبوعاتو د ازادي د ورځې په پلمه ناستې وشوي، چې پکې د مطبوعاتو په څرنګوالي، څومره والي، ستونزو او حل خبرې وشوي.

په پلازمېنه کابل کې د «نی» او نورو رسنیو په شریکه ناسته کې د یوې سروې له مخې وویل شول، چې نږدې پنځوس سلنه خبريالانو ويلي چې دولت ورسره تاوتریخوالی کړی دی.

دغه سروې چې د  نی «د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره» او یونیسکو له لوري په پلازمېنه کابل، کندهار، ننګرهار او بلخ کې ترسره شوې ده، پکې ۴۷،۵ سلنه خبريالانو له دولته شکايت کړی او ويلي يې دي چې ورسره توند تاوتریخوالی شوی دی.

د همدې سروې پر بنیاد خبریالانو سره د شویو تاوتریخوالو له امله ۵۱ سلنه د تاوتريخوالي ښکار خبريالانو  دولتي مقاماتو ته د شکايتونو پر ځای هیچاته هم مراجعه نه ده کړې.

په یاده سروې کې چې معلومات يې په دغه ناسته کې د نی د مسوول صدیق الله توحيدي له خوا وړاندې کېدل په تېر کال کې د ژورنالیستانو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه د پخوا په پرتله ۷۸ سلنه لوړه وبلل شوه.

تېر کال کې له خبريالانو سره د تاوتريخوالي ۱۰۳ پېښې ثبت شوې وي، چې ډېره برخه يې دولتي لوري ته منسوبېدله، چې پکې ۶ تنه خبریالان وژل شوي، ۱۶ ټپیان شوي او ۱۷ د بېلابېلو لوریو له خوا موقتي نیول شوي دي.

د مطبوعاتو د ازادۍ په پلمه په دې ناسته کې د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي له دولتي لوري له خبريالانو سره شوی تاوتریخوالی حیرانوونکی وګاڼه او ويې ويل چې دوی به يې په اړه مناسب او بېړني ګامونه واخلي.

تر دې وړاندې د ګډ حکومت اجرايوي رییس هم په یوه خبري ناسته کې ويلي و، چې دولت له خبریالانو سره «وحشيانه» چلند کوي.

عبدالله عبدالله د « رسنۍ او د بدلون لسیزه» تر سرلیک لاندې د خبریالانو له لوري دوه ورځني جوړ شوي سیمینار ته وویل چې د دولتي چارواکو له لوري د خبریالانو ډبول، ګواښل او معلومات نه ورکول ټولې هغه ستونزې دي چې باید د رسنیو د قانون له مخې پرې غور وشي.

معلوماتو ته نه لاس رسی

افغان خبريالان وايي چې د ګډ حکومت له پیل سره دولتي سرچيني خبریالانو سره معلومات نه شريکوي، چي د دوی په کاري ساحه کې يې منفي اغېز کړی دی.

د ګډ حکومت له پیل سره رسنۍ د دولت له لوري د « چوپتیا» پالیسي هم د رسنیو لپاره خواشينوونکې بولي او وايي چې د ګڼو پېښو په اړه دولتي لوری له رسنیو سره معلومات نه شريکوي.

د دوی په خبره د دې حکومت د دفاع وزارت پخواني ویاند ظاهر عظیمي یوازې د حکومت یوه خبره چې بهرنیانو ته يې د شپنيو عملیاتو اجازه ورکړې، له رسنیو سره شریکه کړه، خو عظیمې د تل لپاره د رسنیو له مخې لرې کړای شو.

ګډ حکومت وړاندې هم ويلي و، چې د امنیتي پېښو په اړه یوازې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویندویان د څرګندولو حق لري او د ولایاتو امنیه قومندانان یا يې هم ویندویان له رسنیو سره د پېښو په اړه د خبرو حق نه لري.

څه موده وړاندې وړاندې ولسي جرګې هغه قانون هم تصویب کړ چې له مخې يې د دولت له لوری رسنیز فعالیتونه لا محدود شول.

د دې قانون له مخې هر دولتي ارګان پخپله ساحه کې له رسنیو سره معلومات شریکولی شي، دفاع وزارت د عملیاتو برخه کې، بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست اړوند او نورې ټولې ادارې پخپله محدوده کې باید رسنیو ته معلومات ورکړي.

ځينو خبريالانو دا قانون ښه وګاڼه خو ويې ویل چې لا هم د دولتي ارګانو تر منځ همغږي نشته او نه هم دغه ارګانونه د ګڼو خبریالانو لپاره چټک معلومات شریکولی شي.

ولسي باور

له ښاري سیمو پرته د رسنیو ډېری مخاطبین وايي چې دوی په رسنیو هغه باور یا کمزوری شوی یا يې هم بېخې له لاسه ورکړی چې تر دې وړاندې يې درلود.

د غزني ولایت د ګیلان ولسوالي اوسېدونکی او د کابل پوهنتون محصل صفی الله وايي چې وړاندې ورته د هرې راډيو خبره د کاڼي کرښه ښکارېدله، خو په خبره يې کله يې چې پخپله سیمه کې د ځینو پېښو اړوند د نړیوالو رسنیو «سرچپه» راپورونه واورېدل، خپل باور يې بشپړ له لاسه ورکړ.

د هغه په خبره خواله رسنیو په تېره بیا فیسبوک اوس اړیکي غښتلي کړې او په وینا يې « خلک اوس د راډیوګانو او تلویزونو په خبرونو نه غولېږي.»

ځینې مخاطبین وايي چې ډېرې رسنۍ د پروژو په توګه د يو ځانګړي فکر، هېواد یا هم ډلو لپاره کار کوي، چې ولسي باور نه شي خپلولی.

خپلواک خبريال روح الله قیومي وايي چې په هېواد کې ډېری مشهوري رسنۍ د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو له لوري تمويلېږي او د هغوی د ګټو لپاره کار کوي، چې « طبعاً زموږ له ملي ګټو سره په ټکر کې نشرات کوي.»

د مطبوعاتو د خپلواکۍ ورځ په داسې حال کې په پلازمېنه کابل او ځينو ولایاتو کې نمانځل کېږي ، چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو هم ځینو رسنیو ته ګواښ کړی، چې که د حکومت له لوري د استخباراتي وسیلو په توګه کارونو ته دوام ورکړي د ملت له «محاسبې» سره به مخ شي.

یاده دې وي له امریکايي یرغل سره جوخت په افغانستان کې رسنیز فعالیت خورا ګړندی روان شو، خو د ټولیزو شبکو او ځينو ازادو انلاین رسنیو په فعالیت سره پر ډېرو هغو رسنیو ولسي باور کمزوری شوی، چې د خلکو په وینا د دوی د ارزښتونو خلاف خپرونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x