د پنځو ازادو شوو طالبانو په اړه د امریکايي او قطري چارواکو ترمنځ مذاکرات

سرچینه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼه
لیکوالان: میسي ریان او کارین ډیانګ
ژباړن: عبد الرحیم (ثاقب)

تیر کال د اپریل په مه۳۱ پنځه تنه پخواني لوړ پوړي طالب چارواکي د قطر په منځګړیتوب له ګونتنامو زندان څخه د نیول شوي امریکايي افسر بوبرګدال په عوض کې راخلاص او بیا د یوه کال لپاره په همدې هیواد کې په نظربند ډول میشت شول .

اوس چې په قطر هیواد کې د دغو ۵ تنو طالب چارواکو د میشتیدنې وخت پوره شوی قطري او امریکايي چارواکو په یاد هیواد کې د هغوی د میشتیدنې د غزولو په خاطر خبرې پیل کړي او داسې اټکل کیږي چې ښايي د دواړو لوریو په توافق به په دوحه کې د هغوی د اوسیدنې موده یوکال نوره هم وغزول شي ، خو په دې وخت کې به هم هغوی تر څارنې لاندې او له قطره بهر به د سفرکولو اجازه نه لري.

واشنګټن پوست ورځپاڼې ته نیږدې سر چینې وايي چې دا هم امکان لري چې ۵ واړه تبادله شوي طالب چارواکي د می د میاشتې په اخیر کې چې په قطر کې د دوي د اوسیدو وخت پایته رسیږي کوم بل هیواد ته وسپارل شي.

امریکايي چارواکو د یادو طالبانو برخلیک په اړه له قطرې چارواکوسره په مختلفو اړخونو خبرې کړې.

قطر حکومت ته نیږدې منابع وايي چې قطري چارواکي په دې خوښ دي چې راخلاص شوي لوړ پوړي طالبان له خپلو کورنیو سره یوځای په دوحه کې یوکال نور هم پاتي شي، هغوی اوس د امریکايي مقاماتو د غبرګون په انتظار دی چې په دې اړه څه نظر لري.

د امریکایانو او قطري چارواکو په نویو مذاکراتو کې دا خبره هم واضحه نه ده چې ایا قطر به له امریکایانو سره پر دې خبره توافق وښیي چې تبادله شوي طالبان دي نورهم په نظر بند شکل وساتل شي کنه.

سپینه ماڼۍ وايي چې نوموړي ۵ تنه طالب بندیان نور د امریکا متحده ایالاتو لپاره خطر نشي پیښولای؛ ځکه هغوی کلونه-کلونه له خپلو ملګرو لیري د ګونتنامو په زندان کې ساتل شوي.

تیرکال د دغو بندیانو د راخلاصولو په اړه د کانګریس د غړیو ترمنځ په دې خبره سخت اختلافات رامنځته شول چې ښايي دا کسان له خلاصون وروسته بیرته افغانستان ته ولاړشي او هلته د امریکایانو پرخلاف پوځي فعالیت له سره پیل کړي. همدا راز اوس چې په قطر هیواد کې د دغو کسانو د اوسیدو ټاکلی وخت پای ته رسیدلی بیا د هغوی په اړه د کانګریس د غړیو ترمنځ جنجالونو را پورته شوي .

په کانګریس کې د وسله والو ځواکونو د کمیټې مشر ماک تورنبیري (Mac Thornberry) وايي چې یاد کسان «خطرناک تروریستان» دي باید په هیڅ صورت افغانستان ته د تللو اجازه ورنکړای شي.

په ۲۰۱۴ کال کې چې کله د امریکايي بندي بوبرګډال په عوض کې دا پنځه لوړ پوړي طالبان له ګونتنامو زندان څخه تر ۱۳ کلن حبس وروسته د قطر په منځګړیتوب راخلاص شول د قطر په تضمین په دوحه کې تر مراقبت لاندې میشت کړای شول. د هغې ژمنې له مخې چې د طالبانو د قطر دفتر او قطري چارواکو ترمنځ شوي تبادله شوي طالب بندیان د پوځي فعالیتونو له ترسره کولو، د نظامي فعالیتونو لپاره د مرستو جلبولو او له خپلو پوځي ملګروسره له تلیفوني او الکترونیکي تماس نیولو څخه منع شوي دي .

یوه قطري مسوول چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي: مونږ په دې اړه له امریکایانو سره د خبرو کولو هڅه کوو؛ ځکه دا یو مهم کار دی، که په دې اړه نوې معاهده وشي دابه ډیره مهمه پریکړه وي.

د امریکا په ګانګریس کې جمهموریت غوښتونکي غړي له دې خبرې ویره لري چې که په یادو راخلاص شویو طالبانو باندې لګیدلي قیوادت سپک او یاهم بلکل له منځه یووړل شي نو ښايي هغوی به بیرته د پوځي فعالیتونو لورته مخه کړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه مسوول مقام د نوم پټ ساتلو په شرط واشنګټن پوست ورځپاڼې ته ویلي چې دا کسان «تر ټولو ډیر خطرناک اشرار» دي او د هغوی ۵ واړو له جملې څخه یې دوه تنه غواړي چې بیرته جنګي فعالیتونو ته مخه کړي.

امریکايي چارواکي ګمان کوي چې یادو بندیانو د تیر کال په اوږدو کې هم له خپلو ملګرو سره تليفوني اړیکې ساتلې خو قطر دا خبره په کلکه ردوي او وايي چې په دې اړه امریکایان هیڅ ثبوت نه لري .

دا نه ده معلومه چې خپله د طالبانو او همدا راز د کابل د حکومت دریځ به په دې اړه څه وي چې دغه راخلاص شوی کسان به ترڅو پوري تر نظارت لاندې وي. طالبانو تیرکال له مسوولو چارواکو څخه غوښتی ول چې یادو بندیانو ته سعودي عربستان ته د حج د فریضې اداء کولو لپاره اجازه ورکړل شي .

واشنګټن پوست ورځپاڼه زیاتوي که چیري د قطر هیواد پر یادو طالب چارواکو باندې لګیدلي قیودات لغو هم کړي امریکایان غواړي د هغوی په اړه په بدیلو لارو غور وکړي تر څو دا معلومه کړي چې هغوي نور د امریکا لپاره ګواښ نشي پیښولای.

د ورځپاڼې په وینا د قطر هیواد غواړي د افغان طالبانو او کابل حکومت ترمنځ د خبرو اترو زمینه مساعده او له دې لارې په افغانستان کې روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د قطر هیواد غواړي په دغو سوله ییزو هڅو سره د امریکا رضایت تر لاسه او د سیمه ییزو لانجو په هوارولو کې ځان ترټولو پیاوړی ديپلوماتیک منځګړي معرفي کړي.

خو د قطر په شمول د نورو ټولو هغو منځګړو چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې کوي هیلي او امیدونه هغه وخت له ناکامي سره مخ شول چې کله طالبانو د دولتي ځواکونو پرخلاف خپل پسرلني عملیات اعلان کړل او د هیواد په شمال کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې یې سیمی ونیولې.

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستاني حکومت د هغو هڅو په تمه دی چې هیله لري پاکستاني چارواکی به د طالبانو مشران له کابل حکومت سره د خبرو میزته کینوي.

ځیني امریکايي چارواکي هیله من دي چې له ګونتنامو زندان څخه راخلاص شوي طالب چارواکي به هم د سولې په خبرو کې مثبت رول ولوبوي؛ خو په کابل کې د سولې شورا یو چارواکی عبدالحکیم مجاهد وايي چې د طالبانو له لوري یې هیڅ داسې رسمي خبر نه دی ترلاسه کړی چې دغه پنځه تنه تبادله شوي طالب چارواکي دي د کابل او طالبانو ترمنځ دسولې په راتلونکو خبرو اترو کې برخه واخلي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
رحمن الله
میلمه
رحمن الله

دننتکی اسیا ویبپانی نه دیره مننه واقعن بی طرفه ده