رازق: په نظام کې سیمه ییزو استخباراتو ځاله کړې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوايي۱۳مه، ۱۳۹۴ل): نن د کندهار د نوي والي د معرفۍ په غونډه کې د دې ولایت امنیه قومندان عبدالرازق نظام پر دې تورن کړ چې د سیمې د استخباراتو په لاس چورلېږي. رازق د سولې شورا پر ځینو غړو تور پورې کړ چې له طالبانو سره د ده د وژلو لپاره مرسته کوي.

رازق د سولې شورا د کوم غړي نوم یاد نه کړ او دا یې هم سپينه نه کړه چې دغه همکاري تر کومې کچې پورې ده.

رازق دا هم وویل، چې د دغو تورونو د ملاتړ لپاره ځانګړې اسناد او شواهد هم لري.

دا لومړی ځل نه دی چې ګډ حکومت او پخوانی حکومت پر دې تورن شوي چې د سیمې استخباراتي کړۍ په کې تر لوړپوړیو چارواکیو خپل عناصر لري.

په ګډ حکومت کې پر ۹۸۰۰ امریکايي جګړه مارو ځواکونو سربېره تر څلوېښت زرو پورې د بلک واټر امریکايي قراردادیان هم فعال دي.