افغانستانخبرونهنظــر

د پګواش په سیمینار کې د طالب پلاوي وینا خپره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوايي ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): د قطر په دوحه کې د کاناډايي پګواش ټولنې له لورې په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه په دوه ورځني سیمینار کې د طالبانو د پلاوي د وینا متن خپور شو. دغه متن چې په سیمینار کې د طالب پلاوي له خوا لوستل شوی، د افغانستان د سولې او ثبات او د سبا مهمو ټکو ته په کې اشاره شوې ده.

په دغې ناسته کې د طالبانو د پلاوي مشري، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړي، شیرمحمد عباس ستانکزي پر غاړه وه. ښاغلی ستانکزی پخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و.

طالب چارواکي مني چې د طالبانو د حکومت پر مهال به له دوی څځه ځینې تېروتنې شوې وي؛ خو زیاتوي چې د دوی موخه په افغانستان کې اسلامي نظام او کورنۍ جګړې ختمول و. په دغې مفصلې وینا کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی دی. ښاغلي ستانکزي په افغانستان کې د بهرنیانو تر غوږ ورتېره کړې ده چې «که یرغل کوونکي هیوادونه واقعا غواړي چې په افغانستان کې وضع بدله شي، نو تر هرڅه د مخه باید په واقعیتونو ولاړه تګلاره رامینځ ته کړي».

طالبانو په دې وینا کې په افغانستان کې د روان مقاومت په اړه وايي: «د دې ناخوالو په مقابل کې، اوسنی مقاومت یو اسلامي او ملي پاڅون دی. که روان جهادي مقاومت د ملي پاڅون بڼه نه درلودای، په عالم اسباب کې یو تنظیم د یوه تنظیم یا ډلې په توګه نشي کولی د نېږدې پنځوسو هیوادونو سره چې مدرنه وسله او تکنالوژي هم ولري، مقابله وکړي».

د طالبانو سیاسي استازي ډاډ ورکوي چې د بهرنیانو بشپړ وتل به په افغانستان کې د سولې پيلامه وي: «د خارجي عسکرو وتل به ان شا الله د افغانانو ترمینځ د سولې پیلامه وي. افغانانو ته به فرصت په لاس ورشي چي په خپلو کې په مشترکاتو را ټول شي او یو افغان شموله اسلامي نظام رامینځ ته کړي».

په دې وینا کې د اوسني ګډ حکومت او د کرزي د حکومت پر بدلېدونکو دریځونو نیوکه کېږي: «منفی تبلیغات ودرول شي، د سولې په اړه موقف واضح وي، نه د تېر په شان مبهم او مجهول موقف، چی کله یو څه وایي او کله بل څه». طالب پلاوی چې په خپلې وینا کې د ښکېلاکګرو ځواکونو شتون د سولې په لار کې ستر خنډ بولي، د نورو خنډونو له له منځه تلو سره د دایمي سولې خبره کوي: «د دې خنډونو په له مینځه تلو سره افغانان په اسلامي او ملي مصالحو را ټولیدی شي او په هیواد کې د دائمي سولې لپاره لاره پرانستل کېدی شي».

طالبان له امریکایانو څخه غواړي چې د افغان ولسي اجتماعي ارادې منلو ته غاړه کښېږدي: « د سولې د مخنیوي په خارجي عواملو کې امریکایان او ورسره ملګری یی باید د افغان ولس اجتماعي ارادې ته غاړه کښیږدي، د زور له تګلارې سره مخه ښه وکړي او خپلې ټولې قواوې له افغانستان څخه وباسي.»

د طالبانو سیاسي دفتر په دې وینا کې د کرزي د حکومت هغو تبلیغاتو ته اشاره کېږي چې په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستو پر ضد وشوې: «له اسلامی امارت سره د خبرو په ځای د ګاونډیو هیوادونو سره د خبرو پیشنهادونه شوي او یا کله چې په لومړي ځل، په قطر کې د سولې د خبرو لپاره د دفتر د خلاصیدو آوازې شوې، نو د کابل د هغه وخت ادارې خپل سفیر له دوحې څخه کابل ته وغوښت او بیا کله چې په قطر کې د اسلامي امارت له خوا د سولې د خبرو لپاره دفتر پرانیستل شو نو د کابل ادارې ورسره مخالفت څرګند کړ. د سولې ضد، منفي او سلیقوي تبلیغاتو ته یې زور ورکړ.»

طالبان چې اوسمهال کوم ځانګړی رسمي دفتر نه لري، د رسمي دفتر موجودیت یوه اړتیا ګڼي: «مونږ وینو چې په دې وروستیو وختونو کې د دفتر د نه موجودیت له امله، د سولې په اړه ځینې ضد و نقیض راپورونه خپاره شول چې حقیقت یی نه درلود. خلکو ته یې یو لړ تشویشونه او پوښتنې پیدا کړې. دغه ډول تبلیغات نه دا چې مغرضانه افواهات دي، بلکې غواړي د سولې بهیر ټکنی کړي او په خلکو ناوړه رواني اثر واچوي. که دفتر وای، نو هلته به مسؤول ویاند موجود و، دغه شان پوښتنو ته به یې کما حقه ځواب ورکاوه او د بې اساسه او مغرضانه افواهاتو مخه به یې نیوله».

پر هغو هڅو او دریځونو نیوکه کېږي، چې په ګومان یې ښايي لومړی پر طالبانو نظامي فشار راوستل شي او بیا د سولې وړاندیز وشي: «موږ وینو چې ځینې خواوې ګمان کوي چې د واقعي سولې په ځای به اسلامي امارت تسلیمۍ ته اړ باسي .ګمان او هڅې کوي چې لومړی باید اسلامي امارت په نظامي ډګر کې کمزوری کړي، بیا به یې د قوي دریځ څخه سولې ته مجبور کړي، خو دا یوازې ځان تیر ایستل دي چې له ځمکنیو حقایقو سره اړخ نه لګوي».

د پګواش له خوا په جوړې شوې دوه ورځنۍ ناسته کې چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د افغان لوریو نظریات په کې په ازاد ډول بیان شول، د طالبانو د پلاوي د وینا بشپړ متن د موضوع د اهمیت له مخې په بشپړ ډول کټ مټ خپروو:

———————————————————————————————————————

سم الله الرحمن الرحیم

سریزه

الحمد لله رب العلمین والصلا ة والسلام علی سیدنا ونبینا محمد و آله وأصحابه أجمعین. أما بعد:

قال الله تعالی، أعوذ بالله من الشیطن الرجیم: ( لاخَيْرَ فِي كَثِيرٍ مِّن نَّجْوَاهُمْ إِلاَّ مَنْ أَمَرَ بِصَدَقَةٍ أَوْ مَعْرُوفٍ أَوْ إِصْلاَحٍ بَيْنَ النَّاسِ وَمَن يَفْعَلْ ذَلِكَ ابْتَغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْرًا عَظِيمًا .) صدق الله العظیم .سورة النسأ, أ یة ﴿۱۱۴﴾

تر ټولو د مخه، د پګواش د نړیوالې مؤسسې څخه په تیره بیا د هغې د سکرترجنرال ښاغلي پروفیسور پاولو کوټا راموسینو څخه مننه کوم چې د دوی او د ورسره ملګرو د هڅو له امله ، د دې غونډې جوړیدل ممکن شول. همدا راز، د قطر د مسلمان او ورور حکومت څخه چی د دې غونډې ګډونوالوته یې لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي، مننه کوو. راغلیو ګډونوالو ته سلامونه او احترامات وړاندي کوو.

ښاغلیو حاضرینو! که د افغانستان تېر لنډ تاریخ ته وګورو، د طالبانو اسلامي تحریک هغه وخت رامینځ ته شو، کله چې په ګران هیواد کې، نه د چا سر محفوظ و او نه مال، هر زورواکي پخپله سیمه کې د خپلې خوښې واکمني چلوله. دهغه وینا د هغه قانون و. هیواد د تجزیې په لور روان و. نړیواله ټولنه هم دغو حالاتو ته لاس تر زنې ناسته وه.. نه یې د څه کولو اراده درلوده او نه پلان. په دې شرایطو کې یو تعداد مخلص افغان مجاهدین او د دیني مدارسو شاګردان، د عالیقدر محترم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد حفظه الله تر مشرۍ لاندې، د طالبانو د اسلامي تحریک په شکل کې، د ولس د نجات لپاره راپورته شول.

دا یو افغاني او اسلامي حرکت و او د قوت سرچینه یې د ولس ملاتړ او مینه وه. همدا وجه وه چې په لنډه موده کې د هیواد په ډیرو سیمو کې د سولې او امنیت په راوستو کې بریالي شول. د خلکو مال، سر او عزت یې خوندي کړ، د مخدره موادو قاچاق او کښت یې منع کړ، د هیواد د تجزیې مخه یې ونیوله او په هیواد کې یې اسلامي نظام نافذ کړ. خو له پیل څخه ددې نوي ټوکېدلي نظام په خلاف ، د مختلفو هیوادونو او کړیو له خوا منفي تبلیغات پیل شول. هره ورځ یې د هغه په خلاف نوې-نوې دسیسې جوړولې.

دا منو چې د اسلامي امارت اعضاوو او منسوبینو به د كافي تجربې نه درلودلو له امله، ځینې سهوې کړې وي او نیمګړتیاوې به موجودې وې، خو د دوی هدف د اسلامي نظام په بڼه کې د مجاهدینو د قربانیو د ثمرې ترلاسه کول و، چې د ذات البینی جګړو له امله لا نه وه ترلاسه شوې، بلکې دغه جګړې، د جهاد او مجاهدینو د بدنامۍ سبب ګرځیدلې وې. متاسفانه، یادو دسیسو تر هغو دوام درلود تر څو چې امریکې او ملګرو یې د تروریزم تر پلمې لاندې په افغانستان یرغل وکړ او د اسلامي امارت علني واکمني یی ختمه کړه .

د یرغل وروسته یعني د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر د میاشتې نه نیولې بیا تر نن پورې چې څه کم څوارلس کاله تیریږی، امریکایانو او ملګرو یې د افغان ولس او مجاهدینو په خلاف هر ډول حربې او وسلې استعمال کړې. په زرګونو افغانان یې چې د سپتمبر د پیښې سره یې هیڅ ډول تړاو نه درلود، په بې رحمۍ شهیدان او ټپیان کړل، او د کېمیاوي وسلو د استعمال له امله یې په وژونکو ناروغیو اخته کړل.   ډیر بیګناه وګړي یې بګرام، ګوانتانامو او نورو پټو او ښکاره زندانونو ته واچول اوسخت یی شکنجه کړل. بی له محاکمې یې په کلونو کلونو په زندانونو کې وساتل او ډیـری اوس هم په زندانونو کې د مظلومیت شپې او ورځې تېروي، کورونه او باغونه یی وران کړل، زمونږ د دیني مقدساتو او د شهیدانو د پاکو اجسادو بیحرمتي یې وکړه، حتی د فاتحې، جنازو او د ودونو په مراسمو یې بمبارۍ وکړې، خو د زور او جبر دغې ستراتیژۍ له وژنو او ورانولو پرته بله لاسته راوړنه نه ده درلودلې. یوازې افغانانو ته یی یو انسانی ناورین رامینځ ته کړ.

له بلې خوا، امریکې ته هم مادي او ځاني تاوان واوښت او خپل نړیوال حیثیت یی زیانمن کړ. د بشر د حقوقو د دفاع او ساتنې په هکله یې پخپلو پخوانیو لوړو دعوو پخپله د بطلان کرښه راکش کړه او لنډ مهاله او اوږد مهاله استعماري پلانونه یې نیمګړي پاته شول. که بیا هم دغه ستراتیژي همدغه شان دوام ومومي، د دې پرته به بله مثبته لاسته راوړنه ونلري، بلکې افغانانو ته د زیان اړولو تر څنګ به امریکا او ملګري یی هم د تیر وخت په شان، زیان وویني. خو که یرغل کوونکي هیوادونه واقعا غواړي چې په افغانستان کې وضع بدله شي، نو تر هرڅه د مخه باید په واقعیتونو ولاړه تکلاره رامینځ ته کړي. د افغان ولس مشروع حق چې هغه خپلواکي او د خپلې خوښې نظام دی، ومني، دا ځکه چی سوله د عدالت د تامین په نتیجه کې راتلی شي، د ظلم، یرغل، تبعیض او زورواکۍ په نتیجه کې نشي راتلی. زمونږ د هیواد تاریخ د دې ټکي ښه ګواه دی.

غواړو، له دغې مقدمی وروسته د لاندنیو موضوعاتو په هکله، خپل نظر وړاندې کړو:

اوسنی وضعیت

د افغانستان اوسنی وضعیت د اشغال او د هغه په نتیجه کې د رامینځته شویو تګلارو زیږنده دی. له یوې خوا هیواد عملا اشغال دی، خارجي عسکر د افغانانو په کورونو شپني بریدونه کوي، بیګناه خلک د هغوی د کورنۍ د غړیو په مخکې شهیدانوي، ړندې بمبارۍ کوي، دافغان مسلمان ولس د مقدساتو توهین کوي، اربکېان او د کابل په ادارې پورې تړلي نور وسله وال کسان د خلکو په مال، سر او عزت لوبې کوي او کورونه او ځمکې یې غصبوي. په ځانګړي ډول د ښځو ‌‌ژوند چې د هغوی اساسي حق دی، له ګواښ سره مخامخ دی. د موثقو راپورونو له مخې په سلهاوو ښځې په مختلفو ډولونو د زور زیاتي قرباني کېږی او ډیری یې ژوند له لاسه ورکوي.

   افغانستان په نړۍ کې د اداري فساد او د مخدره موادو د قاچاق په لیست کې لومړی مقام لري. دا هغه دلایل دي چې د هغو له امله ، هېواد د یوه بحران او نامعلومې آینده په لور روان دی. له بلې خوا د هیواد د اسلامي او ملي هویت د له مینځه وړلو هڅې روانې دي، پټ او ښکاره لاسونه د هیواد د وروڼو قومونو ترمینځ د نفرت او کرکې تخم شیندي، د هیواد دننه یې داسې کړۍ او اشخاص استخدام کړي چې د هیواد د ملي ګټو په ځای د پردیو ګټې مقدمې ګڼي او زمونږ ملي مصالح یې د خطر سره مخامخ کړي دي. دا ټول د افغانستان په اوسني بحراني وضعیت کې ستر نقش لري.

د دې ناخوالو په مقابل کې، اوسنی مقاومت یو اسلامي او ملي پاڅون دی. که روان جهادي مقاومت د ملي پاڅون بڼه نه درلودای، په عالم اسباب کې یو تنظیم د یوه تنظیم یا ډلې په توګه نشي کولی د نېږدې پنځوسو هیوادونو سره چې مدرنه وسله او تکنالوژي هم ولري، مقابله وکړي. لکن موږ اوس عملا وینو چې اسلامي امارت د هیواد په زیاته برخه کې شتون لري. خلک خپلې دعوې د کابل د ادارې د محاکمو په ځای د اسلامي امارت محاکمو ته ور وړي.

د یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو په زرګونو بریښنایي او چاپي رسنۍ، د اوسني اسلامي او ملي مقاومت په خلاف په منفي تبلیغاتو لګیا دي، غواړي د جهادي مقاومت شخصیت او شهرت ترور کړي، خو څنګه چې دا ملي پاڅون دی، نو نه دي توانیدلي چې د دوی او ولس ترمینځ درز واچوي او یا د افغان مجاهد ولس اجتماعي اراده او قوت د وسلې په زور ایل کړي، بلکې موږ وینو چې د وخت په تیریدو سره، اسلامي امارت د خپل ولس سره لا زیات قوي پیوند جوړوي.

اشغال

امریکې او ملګرو یې په یوه خپلواک هیواد ، افغانستان ، نظامي تیری کړی، دلته یې په زرګونو خلک شهیدان کړي، بندیان کړي، د ولس ددیني مقدساتو بیحرمتی یی کړې ده، د خلکو کورونه، ځمکې او باغونه یی وران کړي. نو باید د دغو ټولو غمیزو مور چې اشغال دی، په لومړي قدم کې ختم شي تر څو د سولې او د افغانانو تر مینځ ټولیز تفاهم ته لاره پرانیستل شي. له بلې خوا د سیمي هیوادونه هم په افغانستان کې د خارجي قواوو له شتون سره حساسیت لري، نو د اشغال دوام د جنګ د دوام معنی لري.

دا هم حقیقت دی چې د خارجي قواوو د شتون په صورت کې، په افغانستان کې خپلواک حکومت نشي جوړیدای، نه د هیواد خپلواکي بشپړیدای شي او نه په اسلامي او ملي مصالحو ولاړه تګلاره رامینځ ته کېدای شي. نو څنګه چې د خارجي یرغل له امله په ګران هیواد کې، جنګ پيل شو د خارجي عسکرو وتل به ان شا الله د افغانانو ترمینځ د سولې پیلامه وي. افغانانو ته به فرصت په لاس ورشي چي په خپلو کې په مشترکاتو را ټول شي او یو افغان شموله اسلامي نظام رامینځ ته کړي.

افغانان څه غواړی؟

افغانان په دین او وطن مین خلک دي . له سکندر څخه نیولې بیا د امریکي تر ننني یرغل پورې چا چې د دوی په هیواد، په اسلامي او ملي ارزښتونو یرغل کړی ، دوی یې په مال او سر مقابلې ته راوتلي دي . اوس هم د خپلو حقوقو څخه دفاع چې زمونږ د ولس اسلامي، انساني او نړیوال منل شوی حق دی ، په ښه توګه ترسره کوي. افغانان د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د کوم حکومت او یا ولس په خلاف په تخریبي اعمالو کې ملوث نه دي بلکې نورو د دوی په کور اوټاټوبي برید کړی دی.

افغانان د متقابل احترام اصول مني او د ژوند په اقتصادي، تعلیمي ، اجتماعي او کلتوري برخو کې د همکارۍ غوښتونکي دي. او له خپلو رهبرانو څخه هم غواړي چې د خپلواک، واحد، نه تجزیه کېدونکي، سوله ایز او اسلامي هیواد افغانستان حیثیت لپاره مشترکې هڅې وکړي. یو داسې نظام چې د مجاهدینو د قربانیو ثمره وي، د انصاف، ثبات، پرمختګ، اقتصادي سوکالۍ او ښیرازۍ، د اسلامي اصولو او افغاني عنعناتو په چوکاټ کې د ښځو او نارینه وو لپاره د تعلیم حق او د بیان آزادي پکې موجوده وي ، د یتیمانو او ښکې پاکې او د ولس په زخمونو مرهم کښیږدي. یو داسې اسلامي نظام رامینځ ته کړي چې ټول قومونه ځان پکښې وویني. د افغانستان د بیا رغونې او پرمختګ لپاره کار وشي او د اشغال په ختمولو سره دغه تحمیلي جنګ ختم کړي. د اسلامی امارت ټولې هلې ځلې د پورتنیو اهدافو د تحقق لپاره دي.

باید ووایو زمونږ د هیواد اشغال د ټولو غمیزو مور ده. د افغانستان ستونزه د غیر اسلامي او د غیرقانوني تړونونو په لاسلیکولو نه هواریږي بلکې دغه ډول تړونونه په افغانستان کې د سولې په لاره کې خنډونه ایجادوي. د سولې لپاره باید د شخصي او ګوندي ګټو پر ځای عام مصلحتونه او ملي ګټې مقدمې وګڼل شي دا ځکه چې د دغو صفاتو په شتون کې سوله راځي، نه د خدعې، حربې او زورواکۍ له لارې.

زمونږ په نظر، ولس له خپلو مشرانو څخه غواړي چی تر هرڅه لومړی د سولې لپاره کلکه اراده او ژمنتیا ولري. منفی تبلیغات ودرول شي، د سولې په اړه موقف واضح وي، نه د تېر په شان مبهم او مجهول موقف، چی کله یو څه وایي او کله بل څه.

سوله او ملی پخلاینه

سوله د هر ولس او هیواد او په مجموع کې د هر انسان لومړۍ اړتیا ده. د سولې پرته آرام ژوند او اقتصادي، تعلیمي، فرهنګي ، اجتماعي او سیاسي پرمختګ ناشونی دی. نو ظاهره ده څوک چې د خپل ولس له ښیرازۍ ، پرمختګ او آرامی سره مینه لری، هغه به سوله غواړي، لاکن سوله یوازې په ویناوو او شعارونو مینځ ته نه راځي بلکې کلکې ارادی او ښکاره عمل ته اړتیا لري. هر چیرې چی د ولسونو څخه د آزادۍ حق واخیستل شي، د انصاف او حق ځای ظلم او بې انصافي ونیسي، د کمزوري حق په زور تر پښو لاندې شي، حق ته ناحق او ناحق ته حق ووایي، ظاهره ده چې هلته به سوله له مینځه ځي. تر ټولو د مخه باید هغه عوامل له مینځه لاړشي چې د سولې د له مینځه تګ باعث ګرځیدلي دي.

زمونږ په ګران هیواد کې اشغال د سولې د مخنیوي یو ستر عامل دی. همدا راز، زورواکي بې انصافي، د سالم نظام نه شتون، تر مختلفو نومونو لاندې د بیګناه افغانانو نیول او له محاکمی پرته په زندانونو کې اچول، شکنجه کول، شپني بریدونه ، په نړیواله توګه د اسلامي امارت د مشرانو او اعضاوو په خلاف ظالمانه تور لیست او جایزه لیست جوړول او جاري ساتل، د هیواد پرګنې له محرومیت او بیوزلۍ سره مخ کول او داسې نور هغه عوامل دي، چې د سولې په مخ کې خنډونه جوړوي. د دې خنډونو په له مینځه تلو سره افغانان په اسلامي او ملي مصالحو را ټولیدی شي او په هیواد کې د دائمي سولې لپاره لاره پرانستل کېدی شي.

دا هم ضروري ده چې د سولې او روغې جوړې پروسه باید داسې عناصر پرمخ بوزي چې د سولې په تقدس باور ولري. په هیواد کې د مخلصو مصلحینو په نوم مشهور وي، د سولې تامین ته د یوه اساسي ضرورت په سترګه ګوري، نه دا چې د بهرنیانو د یوه فرمایشي دستور یا پروژې په حیث یې ومني. بلکې د دې برعکس، سوله د افغانانو د آرامۍ او آبادۍ لپاره مهمه اړتیا وبولی. همدا راز، سولې ته د جګړې د کمین په سترګه هم و نه کتل شي چې هر لوری د بل د ماتې په انتظار پکې ناست وي، بلکې د خپلو اسلامي او ملي مشترکو اهدافو او د ولس د آرامۍ د ترلاسه کولو لپاره اساسي بنسټ وګڼل شي. متاسفانه په تیر وخت کې داسې بیلګې شته چې سولې ته د ضرورت په ځای د یوه تاکتیک په سترګه کتل شوي دي. سوله هغه وخت مینځ ته راځي چې د جنګ د دوام اسبابو ته چې د جګړې سکروټې تازه ساتي، د پای ټکې کښیښودل شي.

باید ووایو د سولې د مخنیوي لپاره داخلي عوامل هم شته او خارجي هم. د سولې د مخنیوي په خارجي عواملو کې امریکایان او ورسره ملګری یی باید د افغان ولس اجتماعي ارادې ته غاړه کښیږدي، د زور له تګلارې سره مخه ښه وکړي او خپلې ټولې قواوې له افغانستان څخه وباسي.

د تروریزم بې بنیاده تورونه چې له اسلامي امارت هغه سره هیڅ تړاو نلري، نه دا چې د سولې په مخ کې خنډ دی، بلکې دغه شان تبلیغات ، د جنګ لمبو ته لمن وهي. همدا راز، سولې ته د رسیدو لپاره د یوه مهم ابتدائي ضرورت په توګه ، اسلامي امارت ته حق ورکړل شي چی خپل غږ پخپله ژبه نړۍ ته ورسوي. د نړۍ څخه واوري او نړۍ ته هم خپله خبره وکړي.

د داخلي عواملو په اړه باید ووایو، متاسفانه هر کله چې اسلامي امارت د سولې په لور قدم ايښی، په مقابل کې د ستراتژیک تړون، امنیتي تړون په نوم عملا د سولې مخه نیول شوې ده. د سولې د تخریب لپاره بې اساسه او مغرضانه تبلیغات شوي، په یوه او بله پلمه د سولې په وړاندې خنډونه جوړ شوي دي. د کابل ادارې له خوا داسې اقدامات شوي چې هم د سولې پروسه ناکامه کړي او هم د دوی په ګمان څوک یې د سولې ضد ونه بولي .

له اسلامی امارت سره د خبرو په ځای د ګاونډیو هیوادونو سره د خبرو پیشنهادونه شوي او یا کله چې په لومړي ځل، په قطر کې د سولې د خبرو لپاره د دفتر د خلاصیدو آوازې شوې، نو د کابل د هغه وخت ادارې خپل سفیر له دوحې څخه کابل ته وغوښت او بیا کله چې په قطر کې د اسلامي امارت له خوا د سولې د خبرو لپاره دفتر پرانیستل شو نو د کابل ادارې ورسره مخالفت څرګند کړ. د سولې ضد، منفي او سلیقوي تبلیغاتو ته یې زور ورکړ.

باید ووایو چې په مجموع کې سوله یو مشترک مسئولیت دی، او حقدار ته د حق رسیدو لاره او په هیواد کې د ښیرازۍ او آرامۍ کړکۍ ده.

دفتر

د خبرو لپاره ځای او د ارتباط محل چې د دفتر په شکل کې وي، ضرورت دی. اوس د خبرو د ځای په توګه د اسلامی امارت ښکاره ادرس چې یو ابتدایي ضرورت دی نشته. باید ووایو د سولې اړوند منظم مجلسونه یوازې د دفتر په شتون کې ترسره کېدی شي . دفتر د دې لپاره هم ضرور دی چې د سولې اړوند مطبوعاتي بیانونه ورکړي، د خلکو پوښتنوته ځواب ووایي او انديښنې یې لیرې کړي.

مونږ وینو چې په دې وروستیو وختونو کې د دفتر د نه موجودیت له امله، د سولې په اړه ځینې ضد و نقیض راپورونه خپاره شول چې حقیقت یی نه درلود. خلکو ته یې یو لړ تشویشونه او پوښتنې پیدا کړې. دغه ډول تبلیغات نه دا چې مغرضانه افواهات دي، بلکې غواړي د سولې بهیر ټکنی کړي او په خلکو ناوړه رواني اثر واچوي. که دفتر وای، نو هلته به مسؤول ویاند موجود و، دغه شان پوښتنو ته به یې کما حقه ځواب ورکاوه او د بې اساسه او مغرضانه افواهاتو مخه به یې نیوله.

تورلیست:

دا یو بې بنیاده او ړوند لیست دی. پدې کې داسې کسان هم شامل دي چې له اسلامي امارت سره هیڅ تړاو نلري، ځینې یې د کابل په اداره کې دي، او ځینې داسې کسان دي چې اوس وفات شوي خو په لیست کې موجود دي. د سولې پروسه او تورلیست دوه متضاد مفاهیم دي، له یوه او بل سره اړخ نه لګوي نو په کار ده چې تورلیست او د جایزې لیست ختم شي.

دا هم ضروري ده چې د سولې دواړه خواوې په آزاده فضا کې او د هر ډول فشار پرته د سولې پروسه پرمخ بوزي ، نه داچې یو لوری په تور لیست کې وي، آزاد سفر نشي کولی، هر وخت د تعقیب لاندې وي، او بل لوری آزادي ولري او د تور لیست کارت له ځان سره ګرځوي ، هر وخت چې وغواړي د فشار په توګه یې استعمال کړي. دغه بې انډوله پروسه نه پرمخ تلی شي او نه مطلوبه نتیجه ورکول.

ګاونډي هیوادونه ، سوله او د خارجي قواوو وتل

په افغانستان کې سوله او د خارجي قواوو وتل یو له بل سره تړلي دي، دا ځکه چې د خارجي قواوو وتل د سولې لپاره عملي زمینه برابروي. متاسفانه ، لا تراوسه په افغاستان کې سوله راوستل د نړیوالو او سیمه ایزو لوبغاړو له خوا دیوه تاکتیک په توګه په کار اچول شوې، او د هیواد دننه د داخلي مصرف لپاره یې د خامو موادو په توګه استعمال کړې ده. لا تر اوسه، سوله د کابل ادارې په پلان کې د یوې ستراتيژۍ په توګه ځای نلري، بلکې د ولس د تیر ایستلو لپاره یې استعمالوي.

موږ وینو چې ځینې خواوې ګمان کوي چې د واقعي سولې په ځای به اسلامي امارت تسلیمۍ ته اړ باسي .ګمان او هڅې کوي چې لومړی باید اسلامي امارت په نظامي ډګر کې کمزوری کړي، بیا به یې د قوي دریځ څخه سولې ته مجبور کړي، خو دا یوازې ځان تیر ایستل دي چې له ځمکنیو حقایقو سره اړخ نه لګوي. دا هغه زړه فارموله ده چې امریکایانو په تیرو څوارلسو کلونو کې آزمایلې، خو څه یې نه دي تر لاسه کړي. په دې ډول وینو چې لا تر اوسه د کابل د ادارې په تګلاره کې اساسی بدلون نه دی راغلی، بلکې هماغه د سولې ضد ، د اشغال او دښمنۍ تګلاره تعقیبوي.

د سولې لپاره پخې ارادې او په واقعیتونو ولاړې ستراتیژۍ ته اړتیا ده نه داچې په دې اړه د سهار وینا او عمل یی د ماښام له وینا او عمل څخه توپیر ولري، لکه څنګه چې په تیره لسیزه کې مونږ ددغه شان بیلګو شاهدان وو.

همداراز، نړیوال او ګاونډي هیوادونه باید د افغانستان په سوله او ثبات کې مخلصانه کوشش وکړي. افغانان د نړۍ د نورو انسانانو په شان حق لري چې خپلواک او ښیرازه هیواد ولري او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو په اساس نظام رامینځ ته کړي. دغه کار د نړۍ او ګاونډیو هیوادونو د امنیت او پر مختګ لپاره هم ښې پایلې او ګټې لري.

اساسي قانون

په اوسنۍ نړۍ کې هره واکمني او حکومتي نظام د خپلو کورنیو او بهرنیو چارو د تنظیم او سمون لپاره یو بشپړ او څرګند قانون ته ضرورت لري، ترڅو د ولس لپاره د مترقي او سوکاله ژوند لاره هواره شي او د قانون په چوکاټ کې هر کس خپله دنده په سمه توګه وپیژني. اساسي قانون د هر هیواد لپاره مبرم ضرورت دی؛ ځکه چې له هغه پرته د ولس او هیواد د پرمختګ چارې له ګڼو ستونزو او ګډوډیو سره مخامخ کېږي. د اساسي قانون له لارې د افغانستان د هر وګړي شخصي، مدني او سیاسي حقوق تنظیمېږي، اساسي قانون به وروڼو قومونو ته له تعصب او تبعیض پرته عادلانه حقوق ورکړي، د حکومت او ولس په مینځ کې به د اړیکو څرنګوالی روښانه کړي، د حکومتي درې ګونو قواوو پر توازن به رڼا واچوي، د حکومت ډول، تشکېلات او واک به مشخص کړي، په مجموع کې به د افغانستان د کورني او بهرني سیاست په اړه د افغان ولس او نړیوالو تائید ترلاسه کړي.

له همدې امله اسلامي امارت د خپل ګران هیواد او غیور ولس د پرمختګ ، هوسا ژوند او د چارو د بهبود لپاره یو داسې اساسي قانون ضرور بولي چې د اسلام د مبارک دین د اصولو، ملي ګټو ، تاریخي ویاړونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړ وي، انساني کرامت ، ملي ارزښتونو او بشري حقوقو ته ژمن وي، د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ټولو هیوادوالو د ټولو حقوقو ضمانت وکړای شي، او هیڅ داسې ماده یا بند به ځای پکښی ونلري چې د اسلامي اصولو، ملي ګټو او افغاني عننعناتو پرضد وي. د اساسي قانون له برکته به په راتلونکي حکومت کې ، د سیاسي قدرت د توازن او په حکومت کې د ټولو افغاني اړخونو د اشتراک لپاره زمینه برابره شي.

موږ په زغرده وایو چې د اساسي قانون مسوده به د حریت په آزاده فضا کې د افغاني پوهانو لخوا ترتیبیږي ، بیا به ولس ته د تائید لپاره وړاندې کېږي، د افغانستان موجوده اساسي قانون ځکه د اعتبار وړ نه دی چې د غرب څخه کاپي شوی، او د اشغالګرو د بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکو تر سیوري لاندې جوړ شوی دی، مواد یې پخپلو کې متضاد اومبهم دي او د افغانستان په مسلمانې ټولنې باندې تپل شوی دی.

د افغانستان د اسلامی امارت سیاسی، اجتماعی، اقتصادی او کلتوری لرلید.

د اسلامي امارت اعضاء د ولس له مینځه راپورته شوي او د ولس په مینځ کې اوسي . د ولس د اسلامي او ملي ارمانونو د تحقق لپاره یې تل عملا قرباني ورکړې، تر څو یو سوکاله اسلامي افغانستان ولرو، ولس مو په خپلواک هیواد کې ساه واخلي او د اسلامي او ملي اصولو په رڼا کې اقتصادي، اجتماعي، کلتوري او سیاسي چارې تنظیم کړو.

د دې علاوه ، اسلامي امارت د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو ټولو هغو حقوقو ته ځان ژمن بولي کوم چې د اسلام مبارک دین ورکړي دي، ښځه په اسلام کې د خاوند د اختیار حق لري، د ملکېت حق لري، د میراث حق لري، د علم او کار حق لري، اسلامي امارت به د ښځو دغه حقوق په داسې ډول خوندي کړي چې نه د هغوی روا حقوق تر پښو لاندې شي او نه یې انساني کرامت او اسلامي ارزښت له ګواښ سره مخ شي.

اسلامي امارت د عام المنفعه تاسیساتو جوړول او ساتل د اسلامي نظام لپاره یو مبرم ضرورت بولي. پلونه ، تونلونه ، د اوبو بندونه، د اوبه خور سیستمونه، بریښنا کوټونه د بریښنا د انتقال مراکز، د کانونو د استخراج ، د نفتو د تصفیې مراکز او سامان آلات یې، تعلیمي ادارې، مدرسې، مساجد، ښوونځي ، پوهنتونونه ، صحي مراکز، کلینیکونه، روغتونونه او داسې نور عام المنفعه ځایونه اسلامي امارت د ولس مشترک مال ګني. او ساتنه یې خپله وجیبه بولي. د اسلامي امارت مشر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی پخپل اختریزو پیغامانوکې تل دخلکو دسر، مال ، او عزت په ساتنه ، د ملکي تلفاتو په مخنیوي او عامه تاسیساتو په ژغورنه او ساتنه ټینګار کړی دی. همدا راز، اسلامي امارت ددښمن د تبلیغاتو په خلاف ، د واک په هکله د انحصار پالیسي نلري بلکې پدی‎ې باوري دی چې افغانستان د ټولو افغانانو کور دی . څنګه چې ساتنه یی د ټولو مشترک مسئولیت دی، همداراز په آبادۍ کې یې هم ټول د ګډون حق لري.

سوله او پخلاینه اود نړیوالې ټولنې مرسته

ترټولو د مخه نړیوال باید د افغانانو ټول مشروع حقوق ومني، چې په هغو کې د خپل هیواد ، ولس او عقایدو څخه د دفاع حق دی، کوم څه چې افغان مجاهد ولس یې همدا اوس ترسره کوي. د تروریزم ترنامه لاندې ډرامې ته د پای ټکی کښیږدي. دا به د نړیوالو په ګټه وي چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې بیطرفانه رول ولوبوي او افغانان د خپلو استعماري اهدافو لپاره قربان نکړي.

هیڅ څوک نشي کولی چې په ولسونو کې د خپلواکۍ روحیه د وسلو په زور مړه کړي، بلکې څومره چې ولس ځپل کېږي ، د قربانۍ روحیه یې قوي کېږي، او د مقاومت اراده یې لوړیږي. نړیواله ټولنه څومره چې په سوله ایز ژوند او دوستۍ کې لاسته راوړنه درلودلی شي هومره د افغانانو سره په دښمنۍ کې نشي ترلاسه کولی.

د افغانستان اسلامي امارت د یوې پالیسۍ په توګه یو ځل بیا څرګندوي چې نه غواړي نورو ته ضرر ورسوي، او نه بل چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا په خلاف استعمال کړي، غواړي د ولس د ښیرازۍ په خاطر په ټولو برخو کې د ګاونډیانو په شمول، د نړۍ د ټولو هیوادونو سره همکاري ولري او په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د هر چا د مخلصانه هڅو هر کلی کوي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبركاته

د افغانستان اسلامی امارت

۱۳/۷/۱۴۳۶

۲/۵/۲۰۱۵

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
10 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

السلام علیکم : زه د دی ډول کنفرانسونو ملاتړ کوم ، دا ډول کنفرانسونه د تفاهم فضا خلقوی ، کرکی کموالی کوی ، یو د بل په ژبه پوهیږی او هغه افواهات چه د شیطانی کړیو او وایروسونو له خوا وخت ناوخت خپریږی خنثی او د راتلونکی د پاره یی مخه نیول کیږی یعنی څوک ورباندی نور باور نه کوی ، په ضمن کی دا د اسلامی امارت د ملی او اسلامی مقاومت دریز په ډاګه کوی ، چه دوی رشتینی افراطیان او که دوی د خپلو خلکو ، خاوری او خپلواکی مدافعین دی . لکه چه وویل شو ،… نور لوستل »

کمال

وينا په زړه پوري اوجامعه ويناده،اصولي اومعقول دريځ پکې نغښتی ده

BASETKHAN

الحمدلله زه په داسي ويناووډيروياړم اوداحقيقت دی دطالب مشرانوقول اوعمل يودی هرڅه چې وايې هم هغسي عمل کوي دوه مخي نه لري اونه دوه مخي مني دايې شعاردی وافوابالعقود

غوربندي

دا وینا د هر افغان د زړه وینا او د ارادو ترجمانه ده. طالبانو ته ښایي چې په ورته کنفرانسونو کې د جګړمارې ادارې د ګوډاګیانو په شمیر خپل سرې او بچه-هر کس ادارې بې کفایتي نړیوالو ته ښکاره کړي، که د سولې په نوم کوپوني (مرتزقه) شوروایانو ته همدا نن واک ورکړل شي چې درځی ګوډاګی حکومت ته ووایی چې اوربند اعلان کړي تر څو مونږ هم اوربند تنفیذ کړو، ورپسې دې دې خپلو بادارانو ته ووایي چې له افغانستان څخه ووزی او په عین وخت کې دې زمونږ بندیان راخوشې کړي تر څو مونږ ستاسو هغه اساسي قانون… نور لوستل »

abdullah

ماشاء الله ، بارک الله

انصار

خلک خو به هر قسم تحلیل کوی، او حق یی دی کوی یی دی، د هر چا خپل تحلیل دی ،خو دا ډول حرکات د صلحی په نامه چه اوس روان دی او طالبان هم په کنفرانسونو که برخه اخلی، او طالبان هم داسی اکټونه کوی لکه دا نور سیاسیون یی چه کوی، زه وایم چه او طالبانو ! نور به هيڅ ونه کړی فقط په خپلو ملګرو که به روحیه ووژنی او هفه مجاهدین چه د بهرنیو ملکونو دی او ستاسره اوژه په او ژه ملګری کوی هفه به ما یوسه کړی اوبس. دا چه ستاسی ورسره خبری کوی… نور لوستل »

نسیم

د (انصار) په نامه وګړي //–\\ خبري داعش ډوله راته ښکاري ، ته مهرباني وکړه ، خپله خرتوبي او حماقت دې هالته ازمویه چې لګیا یی . دلته د مسلمانانو په چارو کار مه لره . نور مسلمانان مه بدناموه . د یهودو پیدا وار یاست د هغوی د ګټو لپاره کار کوئ . د اسلام نه په اصولو خبر یاست او نه په فروعو .

عبیدالله

ماشألله،ډیره په زړه پورې،معقوله،دهر ازاد افغان د زړه خبره.

Hameed

ماشالله ډیر عالی متن پدی ډول کنفرانسونو کی له شرکت نه مطلب د افغانستان د مسلمان مظلوم ملت برحق داعیه تر نړیوالو رسول دی کوم چی د کفری اشغالګرو قواو وتل د اسلام له یوی خاوری نه او دلته د اسلامی نظام قیام ده نه سیاسی اکټ ده او نه د مجاهدینو روحیه وژنه او مایوسی او نه هم کفارو ته تسلیمی او نه دا کار کوم شرعی مانع لری پیغمبر(ص) له مشرکانو او یهودو سره د صلحی خبری کړی دی بی لدینه چی دی ته وګوری چی هغوی به پری خطا وزی او که به و نه وزی او… نور لوستل »

محمودالغزنوی

ماشاءالله ،په زړه پوری وینامتن ده أجورکم علی الله تعالی

Back to top button
10
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x