نړۍ

دافغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه كميټۍ په (۲۰۰) بېوزلو كورنيو مرستې وويشلې

suadi-relief-campaign-for-pakistanنوموړې مرستې  چې په(۶۰۰) كمپلو او (۲۰۰) ترپالونو مشتملې وې د پختونخوا ايالت په جهندا- صوابۍ سيمه كې توزيع  شوې.

د دغه مرستو د ويش پر مهال د افغانانو لپاره د سعودي مرستندويه ټولنې (SRCA) د عامه علاقاتو د څانګې مشر محترم حاجي عبدالله خان او ورسره ټيم ګډون درلود.

ښاغلي حاجي عبدالله خان د خپلې ټولنې په نمايندګۍ وويل: دا مرستې د هغو دوامدارو مرستو لړۍ ده كومې چې د خادم الحرمين الشريفين شاه عبدالله بن عبدالعزيز په لارښوونه د سعودي عربستان ولس د پاكستان مسلمان ولس او په دې هيواد كې ميشتو افغان مهاجرينو لپاره رالېږلي دي او هغه زياته كړه چې د سعودي حكومت او ملت د پاكستان بېوزلو او افغان مهاجرينو سره به خپلې هر راز مرستې دوامداره او جاري ساتي، او دافغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه كميټه به په دې هكله خپله دنده او وجيبه د تېر په څېر لا ښه اداء كوي.

 

داودجبارخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x